طالبان : امریکایانو ۹ ملکی انسانان ووژل
طالبانو رسنیو ته ویلی چی بیګا شپه لس بجې د کنړ ولایت د ( دانګام ) ولسوالۍ په سا بندی سیمه کی طالبانو امریکایی ځواکونو ته کمین نیولی و چی سخته حمله یې پر وکړه او زیات شمیر امریکایان ووژل سول څو چی هغوی هم طیارې راوغوښتې او پر شا وخوا سیمو یې بم وري وکړه چی له امله یې لس طالبان او ۹ ملکی انسانان له منځه ولاړل چی دوې ښځی او کوچنیان هم پکښی شامل دي .