کور / سياسي / دلیبیا څخه وروسته دناتو لښکر په کوم لور……؟

دلیبیا څخه وروسته دناتو لښکر په کوم لور……؟

دلیبیا داوسنۍ ستونزی په هکله چه ورځ تربلی پیچلی کیږی درنو لیکوالا نو خپل خپل نظرونه څرګند کړی دقدر وړ دی پدی هکله زه غواړم چه خپل نظر دلوستونکو سره شریک کړم مخکی له اصل مطلب څخه ځینی مربوطومسا یلوته کتنه وکړم .
دلیبیا هیواد دافریقا شمال دمدیترانی اوبو پرغاړه پروت اوله همدی اوبو سره اوږده پوله لری لیبیا دتیلو څخه علاوه دکبانو نیولو لپاره هم په زړه پوری موقعیت لری پراخوالۍ یی د  یومیلون اووسوه زره کیلو متره مربع دوګړو شمیر یی د شپږمیلونو په شاوخواکی دۍ مګر نفوس یی په په چټکی سره مخ په زیاتیدو دۍ ژبه یی عربی دۍ داسی اټکل کیږی چه ددری میلونو په شاوخواکی بهرنی وګړی لکه دمصر  تونس  فلسطین  سوډان  پاکستان  شرقی اروپا  اوځینی نورو هیوادو وګړی په لیبیا کی کار کوی .                         
مرکز یی دطرابلس ښار چه غربی هیوادونه یی د تریپولی په نوم سره یادوی دوهم لوی ښار د بنغازی ښاردۍ چه نن ورځ دحکومت دمخالفینو په ولکه کی دۍ لیبیا یو وخت دایتا لیا مستعمره وه لدی امله یی تر اوسه پوری په ژبه کی ایتا لوی کلمات تر ستر ګو کیږی  تیر کال دایتالیا صدراعظم بیرلسکونی لیبیا ته په خپل سفروویل چه موږ دمستعمری دوخت خساره درکوو .
دلیبیا ولسمشر معمرالقذافی په (۱۹۶۹) کال کی دیوی کودتا په واسطه واګی پلاس کی واخستلی ددی هیواد اقتصاد دتیلو دصادراتو له امله ښه دۍ د وګړو سره مرسته ددولت له لور ی نظر دتیلو عاید ته کمه  ده اما دژوندانه ښه شرایط دقذافی پلویانو لپاره دی  وګړی یی دوړیا مرستو له امله دکار کولو ښه پلوی ندی قذافی خپل وګړی قوم پالنی ته هڅول ددی ترخوا دجهاد کلمه یی په ولس کی ژوندۍ ساتلی وه په ځانګړی توګه دهغو شهیدانو ستاینه یی کوله چه دازادی پلارکی دایتالیا سره په جګړه کی شهیدان شوی وه دهغوی کورنۍ  یی نازولی .
قذافی دخپل اتومی پروګرام څخه هغه وخت لاس په سر شو کله چه امرکی پرعراق حمله وکړه بیا دامریکی ولسمشر بوش وویل چه نور هیوادونه دی هم دلیبیا پرپله روان شی چه مطلب یی دایران څخه وه .
 قذافی یو کتاب لیکلۍ وه په نوم د شنه کتاب چه په نړۍ کی دریمه نظریه ګوته کوله په ډیرو ژبو ژباړلۍاوډیرو هیوادوته یی استولی هم وه  .
قذافی دپخوانی شوروی نږدی ملګرۍ پاتی شوی وه لدی امله یی پرافغانستان دشوروی یرغل محکوم کړۍ نه وه همدارنګه  مرحوم صدام حسین دعراق   مرحوم حافظ اسد دسوریی   اومرحوم یاسرعرفات دفلسطین دپخوانی شوروی حمله پر افغانستان باندی نه وه محکومه کړی دپخوانی شوروی له ړنګیدو وروسته لیبیا  دایران  سوریی  اوسوډان سره یو لاس شوی وه چه وروسته لدی ډلی څخه یی ځان ګوښه کړ .
قذافی دشوروی له ړنګیدو څخه وروسته په لټه کی شو چه دچین سره اړیکی نږدی کړی مګر چینایی منابعونو موړی له نږدی څاره چه په ظاهره ځان دغرب سره په مخالفت کی اما په خواکی ټولی معاملی یی له غرب سره وی  نور چین هم موقع ورنکړه .
قذافی په هیواد کی دننه مخالفین درلودل چه ډیرپه مخفی ډول سره وه په دومره پیمانه سره نه وه چه ددولت په وړاندی  پاڅون وکړی دبل لوری ډیر طرفداران یی هم درلودل  او په څنګ کی استخباراتی اداری ته ډیر صلاحیتونه او امکانات پلاس کی ورکړی وه چه پر اوضاع یی کنټرول درلوده بلکه دافریقی په قاره کی تر یوه حده کنټرول در لوده  تردی چه په طرابلس کی دیپلوماتیکو منابعی هم ور څخه ناراضه معلومیدی په ځینی ځایو کی قذافی ویلی وه چه توریست یعنی جاسوس د سیلا نیانو لپاره ویزی په ځانګړی ډول غربی هیوادونو سیلا نیانو ته نه ورکولی ځکه چه دنن ورځی خوب یی له پخوا لیدلۍ وه .
دامریکی پان امرکن الوتکه چه کال (۱۹۸۸) کی دلو کربی ښار دپاسه را وغورځیده  (۲۷۰) تنه سپرلۍ مړی شوی پړه دلیبیا پراستخباراتی شبکی ور واچول شوه   دامریکی ولسمشر رونالد ریګن  دقذافی کورپه طرابلس کی بمبارد کړاو یوه لوریی ووژل شوه وروسته د سازمان ملل له لوری پرلیبیا اقتصادی او هوایی بندیزونه ولګیدل او ډیره موده یی دوام وکړ .
دلیبیا مشر دنړۍ د ګوټ ګوټ ترورستانو ته په خپل هیوادکی  ځای نه بلکه دتریننګ کمپونه جوړ کړی وه مرستی یی ورسرره کولی چه له هغی جملی څخه دبریتا نیا دحکومت مخالفینوته لکه ARA    ډلی ته هم مرستی ورکولی چه وروسته دملل متحد دفشارونو له امله یی کمپونه وتړل او تروریستان یی زندان کی واچول چه هغه بهر څوک ونه وینی نور دملل متحد پلا وی ته دکمپونو دلیدو په خاطر بلنه ورکړه چه نور ترورستان اوکمپونه  زموږ په خاوره کی نشته .
کله چه دبریتانیا صدراعظم تونی بلیر لیبیا ته سفر وکړ په خپلو څبرو کی یی وویل چه زموږ اړیکی ښی شویدی مګر تیر مسایل نشو هیرولۍ .
قذافی مرحوم ذالفقار علی بوټو دپاکستان پخوانی ولسمشر ته په درنه سترګه کتل لدی امله یوشمیر پاکستانی او سیدونکو ته  چه ځانونه یی د بوټوطرفداران ښودل هم په لیبیا کی ځای ورکړی وه اومرحوم دضیاالحق درا    پرزولو لپاره یی د پاکستانیانو پوسیله یو پلان جوړ کړۍ وه کله چه داکسان دپاکستان په لوروخوځیدل په دویۍ کی ټول ونیول شول اوهم هغودری تنو پاکستانی اوسیدونکو چه د  پی آی  ای الوتکه یی کابل ته راتښتولی وه هم په لیبیا کی ځای ورکړی وه .
دقذافی  زوی په یوه مصاحبه کی وویل چه موږدفرانسی ولسمشر سرکوزی ته دانتخاباتی کمپاین په وخت کی پیسی ورکړید ی چه دا موږ ثبوت لرو مګردفرانسی دیوه انستیتوت مشر دا ونه منله .
د قذافی مخالفین په لمړی ځل فرانسی اوور پسی قطر عربی هیواد په رسمیت وبیږندل .  
لیبیاوسلی دپخوانی شوروی څخه په زیاته پیمانه ټانکونه جیټ الوتکی او یوه اندازه الوتکی د فرانسی څخه هم رانیولی وی مګر نن ورځ هغه وسلی په زړو وسلو کی شمیرل کیږی پدی کلونو کی دروسی سره اړیکی له سره نوی جوړولی او پدی لټه کی وه چه نوی وسلی له روسی څخه راونیسی دافغانستان دجهاد له ختمید و وروسته پدی لټه کی هم وه چه سټنګر هوایی ضد توغند ی چه امریکی افغان مجاهدینو ته ورکړی وه تر لاسه  کړی چه پدی وخت کی پر ایران باور درلوده مګر ایران دخپل ځان په فکر کی وه چه سټنګر توغندی تر لاسه کړی .
د قذافی په سیاست کی ژرژر بدلونونه تر سترګو کیده دیپلوماتیکو اصولو ته پابند نه معلومیده لکه دملل متحد کلنۍ غونډی ته په وینا کی وویل چه دتروریزم مرکز دا ځای دۍ لدی ځایه باید مبارزه پیل شی یا هم دعربی هیوادو نو دمشرانو په غونډه کی دسعودی پادشاه ته مخامخ وویل چه دامریکی جاسوس یی  دبل لور ی دفلسطین وګړو سره ی خواخوږی درلوده دهوایی بندیزونو په وخت کی مصر ته سفر وکړ چه په هوایی ډګر کی حسنی مبارک دمصر شړل شوی مشر اومر حوم یاسر عرفات ورسره وه خبریالانو ته یی وویل چه موږ فکر کاوه چه دا زموږ دوستان دی مګر خبر نه ومه چه دامریکی جاسوسان دی علت یی دا وه چه اوسلود ناروی مرکز کی عرفات دحسنی مبارک په ګډون دامریکی په منځګړتوب سره دسولی قرارداد له اسرایلو سره بی لدی چه قذافی خبرکړی امضاکړی وه .
دالحاج فضل الله رشتین لیکنه دامریکی نوی ستراتیږی پرحقایقو ولاړه دۍ چه امریکی خپل (۵۰۰۰) استخباراتی کارکونکی له (۲۰۰۱) کال رابدی خوا په منځنی ختیځ کی ځای پر ځای کړی وه دنن ورځی بد لونونو په خاطرسره چه هربدلون دغرب په ځانګړی توګه دامریکی لپاره  اهمیت لری چه لیبیا او سوریه دتیلو او داسرایلو دامنیت له امله مهم ګڼل کیږی ناتو دامریکی په مشری دوه جګړی بی انجامه دریمی جګړی ته یی ور ودانګل چه ددی جګړی مصرف دمحترم ډاکتر نثاراحمد صمد لیکنی پر بنسټ چه دلراوبر لخوا خپره شوی وه (۶۰۸) میلونه ډالروته رسیدلی .
که دایران د(۱۹۷۹) کال شعارونو ته پام وکړوچه ویل (نه شرقی اونه غربی )یعنی دامریکی اوروس سره دځان مخا مخوالۍ ښود نن ورځ دعربی نړۍ انقلابیون هم شعار ورکوی چه(نه له غرب سره اونه هم دغرب په ضد) چه دا ذهنیت دهغوی داستقلال  ملی حاکمیت او لاس پوڅی توب څخه د ازادی نمایندګی کوی .
دبریتانیا صدراعظم تونی بلیر دعراق له اشغال څخه وروسته وویل چه تیل باید ددیکتاتور پلاس کی نه وی
د شرقی میانی (۷) د تیلو غنی هیوادونه چه دیپلو ماتیکو محافلو کی د(۷) خویندو په نوم سره هم یا دیدل هلته د دیموکراسی او حقوق بشر نښی نه تر  سترګو کیږی نه کوم بدلون تر سترګو کیږی ځکه چه دهغوی دتیلو پر شارګونو باندی امریکی منګولی خښی کړیدی اوهم په منطقه کی  فوځی اډی لری دبل لوری امریکه غواړی چه ددی هیوادو خخه دایران په وړاندی هم اعظمی ګټه پورته کړی .
په لیبیا کی دغربی هیوادونو تر منځ دنظر یوالۍ نشته ځکه چه دامریکی ولسمشردلیبیا دحکومت مخالفینو ته دوسلو لیږل نه تاید اونه هم ردکړل دفرانسی وزیر خارجه وویل چه پدی هکله باید خبری وشی مګر دانګلستان صدراعظم وویل چه دملل متحد بندیزونه موږته دوسلو برابرول دلیبیا مخالفینو ته اجازه نه راکوی اما دملل متحد فیصلی دومره ارزښت نلری دفیصلو دپاسه  وسلی د لیبیا دحکومت مخالفینو ته لیږی اواوس پدی فکر کی دی چه نظا می کسان د یاغیانومرستی ته ولیږی دبل لوری دفرانسی له کړنو څخه داسی معلومیږی چه د لیبیا تیل دفرانسی برخه وی ځکه دنورو هیوادو پرتیلو امریکی او بریتانیا خیټه اچولی دۍ .
  ترکیه چه دناتو مهم غړۍ هیواد دۍ په لمړی سر کی دلیبیا داشغال سره مخا لفت او ویلی دی چه لیبیا دلیبیایانو لپاره دۍ  دا هیوادمختلفو قومونو او قبیلوڅخه جوړدجهاد نوم هم پکی ژوندۍ دۍ کیدای شی چه مخا لفین دټوپکو خولی دغربی هیوادونوپر خوا را وګرځوی او دا هیواد به هم دافغانستان او عراق څخه دغرب لپاره په ستونځوکی کم نه وی د قذافی طرفداران امکان نلری چه مخالفینو ته تسلیم شی داوږدی جګړی رامنځ ته کیدل دغرب په وړاندی او دکورنۍ جګړی رامنځته کیدل هم له امکان څخه لری ندی .
اردووان دترکی صدراعظم چه نن ورځ په اسلامی نړی کی ځلیدلی او مستقل سیاست لری دا به هم لری نه وی چه مصرپه منطقه کی سیاسی مستقل محوری رول په غاړه واخلی .
سوریی دعرب اسرایلوپه جګړه کی دخپلی خاوری یوه برخه دلاسه ورکړه  چه دګولان لوړی څوکی دی دڅو کلو راپدی خوااسرایل پدی لټه کی دی چه دسوریی سره یو ډول جوړ جاړی ته ورسیږی مګر سوریه دخپلو دلاسه ورکړو سیمو بیرته غوښتونکی دی مګرداسیمی یعنی دګولان لوړی چه نن ورځ داسرایلو لپاره هم حیاتی ارزش هلته خوګی اوبه دی چه اسرایل یی دڅښاک او کرهڼی لپاره کاروی نا ممکنه دی چه بیرته یی سوریی ته وسپاری دبل لوری اسرایل سوریه د حزب الله لبنان اوحماس دفلسطین ملاتړۍ په ګوته کوی اودحماس ډلی سیاسی مشر خالد مشعل هم په سوریه کی اوسیږی ډیره ګرانه دۍ چه ددواړو هیوادو ترمنځ سوله رامنځ ته شی .
 اسرایل په غرب کی دیهودی کړیو بر سیره په حکومتونو کی ډیر خوا خوږی لری دسوریی داوسنی رژیم  دراپرزولو لپاره به له هیڅ ممکنه لاری  څخه دریغه ونکړی . 
                                                                   پای