کور / شعر / پښتنې شاعرې ته

پښتنې شاعرې ته

زما په زړه کې ميلمنې پښتنۍ
دزمانې نه کړې ګيلې پښتنۍ

ته به نازو شې پښتنو په کورکې
بل ميرويس خان به لويوې پښتنۍ

ستا دپښتون تاريخ نړۍ پيژني
زما شاعرې ښا يستې پښتنۍ

پام چې دزړونو سودا ګره نه شۍ
خپل اصليت خو به منې پښتنۍ

دناريتوب سزا دعشق کم زوري
وي د کمبختو دا کيسې پښتنۍ

دا عشق پرسته ليونيان دمينې
دکاره باسي ښاپيرې پښتنۍ

زمونږ پلوکې دپښتو غيرت ده
دملالۍ په خيال به ځې پښتنۍ

که ځينې خپل ګوراوايمان خرڅوي
په نوې نسل به يې ګټۍ پښتنۍ

قلم د ی توره دايمان او پښتو
که د زرلښتۍ دا منې پښتنۍ