په بغلان کی د ناټو لپاره پنځه ټانکرونه وسوځول سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 22nd, 2011


زینهوا آژانس راپور ورکوی چی نن طالبانو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په سیاه چوبک سیمه کی پر هغه نفتی کاروان ناببره حمله وکړه چی ناټو ته یې تیل رسول . په دې برید کی پنځه ټانکرونه محوه او وسوځول سول او دوه نور زیانمن او په مرمیو ولګېدل خو په تیښته بریالي سول .
خبر زیاتوی چی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسؤلیت منلی او خبردارﺉ یې ورکړی دی چی څوک باید ناټو ته مواد او تیل و نه رسوی .

Copyright Larawbar 2007-2024