کور / تازه خبرونه / پكتيا: د پوهنتون لپاره د يو بل بلاك بنسټ كيښودل شو

پكتيا: د پوهنتون لپاره د يو بل بلاك بنسټ كيښودل شو

( دوشنبه د غویی ۵ مه ) سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د پكتيا پوهنتون لپاره د يوه نوي بلاك د بنسټ ډبره كيښوده
د پكتيا والي ښاغلي همدرد په وينا دغه نوي بلاك د پكتيا پوهنتون اداري چارو لپاره جوړيږي او ددي بلاك په جوړيدو سره د پكتيا پوهنتون دغه ستونزه هم له منځه ځي .
دغه بلاك په دوه پوړو كي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي او چاري به يي د شپږو مياشتو په ترڅ كي بشپړي شي .
په دي بلاك شاوخوا دولس ميليونه افغانۍ لګښت راځي چي د لوړو زده كړو وزارت له پرمختيايي بودجي وركول كيږي.
پكتيا والي همدرد د پرانيستي پر مهال دا هم وويل چي ډير ژر به د انجونو لپاره د شپه غالې بنسټ هم كيږدي چي لګښت يي په ګرديز كي ميشت د بيا رغاوني ټيم ورسره منلي دي .
د دي بلاك بنسټ په داسي حال كي ايښودل كيږي چي تيره ورځ د پكتيا په پوهنتون كي د دري ( طب ، انجنير او حقوق ) پوهنځيو د پرانيستي مراسم تر سره شول او پكتيا پوهنتون اوس له هغو پوهنتونو شميرل كيږي چي په هيواد كي دننه له شته پوهنتونو سره سيالي كولاي شي .