کور / تازه خبرونه / د مارچ په اتمه په خوست کې دښځو پارک پرانستل شو

د مارچ په اتمه په خوست کې دښځو پارک پرانستل شو


 په خوست کې ددې ترڅنګ چې د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل شي په خوست ښار کې د ښځو لپاره يو ځانګړي پارک چې نوی جوړ شويدی ګټې اخستنې ته وړاندی کړي شو .
 د نوموړي پارک په اړه د خوست ولايت د ښځو چارو ريسې روګل ځدران وويل چې دغه پارک د خوست ښار په زړه  څلور جريبه ځمکه کې د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی ، چې نيم يې دخوست ښاروالۍ او نور يې په خوست کې د ولايتي بيا رغونې ډلې   لخوا ورکول شوي
 ځدران زياته کړه پدغه پارک کې د نورو اسانتياو ترڅنګ د ښځو لپاره جومات ،تشنابونه او ځانګړي پلورنځايونه هم جوړ شوي .
 د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسيدونکی مريا  وايي د ياد شوي پارک په جوړيدو سره به د ښځو هغه ستونزې چې وړاندې لدې ورسره په ښار کې لاس اوګريوان وې راکمې کړی شي  او په مهال به په ښارکې خپلې چارې سرته ورسوي .
  د يادولو وړ ده تر دې وړاندې په خوست کې دښځو لپاره ځانګړی داسي ځای چې يوازې په ښځو پوري ځانګړی وي نه وو موجود .