افغان او ايراني عيسويانو مظاهره وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2011


يو شمېر هغه افغان او ايراني پناغوښتونکي چي د هالنډ هيواد لخوا د کډوال په نامه نه پېژندل کيږي او ځانونه د بېرته لېږلو له ګواښ سره مخامخ بولي نن د هالنډ په سياسي مرکز  هاګ  کي د اميګرېشن ادارې مخي ته لاريون وکړ . دوی چي د حضرت عيسی عليه السلام په نامه د خپل حق غوښتنه کوله ، ځيني له دغو پناغوښتونکو څخه وايي چي  د اسلام څخه عيسويت ته اوښتل يې د کډوالۍ سبب سوی دی خو حکومت يې دا خبره نه مني او وايي چي په هالنډ کي د پاته کېدلو لپاره يې عيسوي دين ته مخه کړې ده .


کډوال وايي چي تر شاوخوا  لسو کلونو وروسته نور انتظار نسي کولاﺉ که په هالنډ کي د مهاجرو په توګه ونه منل سي نو د کاناډا هيواد څخه به د پناه غوښتنه وکړي ، کاناډايي حکومت هم هالنډ ته ورته شرايط لري چي د پناغوښتني پروسه يې په اوسط ډول دوه کاله وخت نيسي ، که چيري دغه افغان او ايراني عيسويان په يوازنۍ ورپاتي لاري غيرقانوني توګه کاناډا ته ستانه سي بيا به هم په ثبوت رسوي چي د ايران او افغانستان څخه تر وتلو مخکي عيسوي دين ته اوښتي و، په دغو هيوادونو کي يې د خپلو هستوګنځيو پرته په نورو کليو ، ولسواليو يا ښارونو کي هم ژوند ته خطر متوجې و . تر هغه وروسته به دا پوښتني هم ځوابوی چي ولي په مخکني هيواد کي د مهاجر په توګه نه وو منل سوي .


په برلين کي د کاناډا سفارت وايي چي دغو مهاجرو ته د کاناډا سياحتي وېزې ځکه نسي ورکولای چي دوی په يوه بل هيواد کي پناغوښتې ده ، که دوی پناغوښتنه نه وې کړې هم مکلف دي چي په کاناډا کي سپانسر ( تمويلوونکی ) ولري .


اوس نو دغو پخواني مسلمانانو ته چي ددين الوشولو هم ګټه نه ده ورته کړې عيسويت په اروپا کي فايده ونکړه خو د کاناډا حکومت هم له مخکي سور څراغ ورته لګولی دی ، که چيري دکاناډا د کليساګانو ټولنه ددوی ټولو سره مرسته وکړي ممکنه ده چي د کاناډا دولت ددوی د ورغښتني پر دوسيه  غور کيدای سي .

Copyright Larawbar 2007-2024