کور / سياسي / کرزی ته د زرداري وزمین شرطونه!

کرزی ته د زرداري وزمین شرطونه!

له کابل څخه یوي خپریدونکې دري ژبي ورځپاڼي د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني تر منځ د شویو پټو خبرو په اړه راپور خپور کړی دی.


ورځپاڼه لیکي چی دوي داسي راپورونه تر لاسه کړي چی زرداري په افغانستان کی د سولي د راوستلو په بدل کی کرزي ته ډیر  درانده وړاندیزونه کړي دي.


مونږ هڅه وکړه چی د دغوشرطونو په اړه دارګ او یا هم ولسمشر کرزي ته د نږدې مشاورینو څخه معلومات  تر لاسه کړو خو د موضوع د محرمیت له مخې دریو مشاورینو چی له کرزي او زرداري سره د خبرو پر مهال حاضران ول د  شرطونو په اړه له ډیر  څه ویلو ډډه وکړه خو دا یې ومنله چی زرداري ځیني مهم وړاندیزونه په کتبي توګه کرزي ته وړاندي کړي دي.
دغه وړاندیزونه په  لاندی ډول دي:


۱. دسکتوري وزیرانو  ( کورنیو چارو، ملي دفاع،امنیت) په ټاکلو کی له اسلام آباد څخه د مشوري اخیستل.
۲. د افغان ځواکونو د شمیري د زیاتیدو په باب د اسلام آباد مشوره اړینه ده.


۳. پاکستان ته د افغانستان د کانونو په استخراج او نورو لویو پروژو کی ونډه ورکول.


۴. د افغانستان د اوسنی او راتلونکو حکومتونو په جوړښت کی د پاکستان ستراتیژیک رول.
۵. پاکستان ته د افغان ملي پوځ او پولیس سرتیرو په روزنې کې د کلیدي رول ورکول.


۶. په افغانستان کې د هند د قونسګلریو محدودول.
۷. په افغانستان کی د هند د پروژو محدودول.


۸. د افغانستان د لوړو او منځنیو زدکړو په ادارو کی پاکستاني روزونکو او مربیانو ته د پراخي ونډي ورکول.
۹. د هغو پروژو له پلي کولو مخ نیوی کومي چی له افغانستان څخه پاکستان ته د بهیدونکو اوبو د مخ نیوي لامل ګرځي.


۱۰. له ناټو او امریکا سره د هر راز ستراتیژیکو اوږد او لنډ مهالو قرار دادونو په برخه کی په وخت او زمان سره د پاکستان خبرول او له اسلام آباد سره یی د جزیاتو شریکول.
که څه هم دغه شرطونه تر اوسه د هیڅ یوي رسمي سرچیني له لوري ندي تاید سوي، خو ویل کیږي چی ولسمشر کرزي تر اوسه دغو شرطونو ته د نه د هو او نه هم د یا ځواب ورکړی.


کرزي هم له ګیلاني سره تر خبرو وروسته په کابل کې یوي خبري غونډي ته په وینا کی وویل چی ګیلاني په خپل دغه سفر کی افغان لوري ته خپل یو شمیر وړاندیزونه را وړي او هغه دا ډیر مهم وبلل پرته له دی چی په باب یی رسنیو ته جزیات ورکړي. 
 اوس افغان دولت له امریکا سره د پاکستان د احتمالي شرطونو په اړه خبري کوي .


او ویل کیږي چی د امریکا لوی درستیز جنرال مایک مولن هم د همدی موخې لپاره افغانستان ته را رسیدلی تر څو له ولسمشر کرزي سره د پاکستان د وړاندیزونو په باب واضح خبري وکړي او له دغه ځایه پیغام امریکايي مشرانو ته یوسي.


ورځپاڼي ویلي دي چی کرزي ژمنه کړي دغه وړاندیزونه به امریکايي مشرانو ته وسپاري.