کور / هراړخیز / د روسیې او افغانستان اړیکي: شالید او راتلونکې (۱)

د روسیې او افغانستان اړیکي: شالید او راتلونکې (۱)

روسلان رومانوویچ سیکویف
ژباړه او لنډیز: محب سپین غر


څه له پاسه سل کاله مخکې یانې د ۱۹۰۵ کال د مارچ پر ۵ په سانکت پېترزبورګ کې د« اوغانستان (۲)او هند د څېړنې د کمیسیون» غونډه جوړه شوه. د غونډې د کړنتوګې یا اجندا مهم ټکی د هند ــ افغان د دایمي کمیسیون د یوه غړي پ. ا. ریتیخ رپوټ و چې سرلیک یې ان نن ورځ هم [تازه او]سمبولیک بريښي: «د اوغانستان، او د روسیې د ګټو له پاره د هغه د اوسمهاله ارزښت په باب»(۳). دغه رپوټ وروسته د «افغانستان مساله» تر نامه لاندې د یوه کتاب په بڼه خپور شو. هم پخپله د رپوټ او هم د هغه په باب د ګډونوالو د ټولو شننو او خبرو اترو مهمه موضوع د انګلستان سیاست ته په پام سره د افغانستان په اړه د روسیې سیاست و.
دوه میاشتې وروسته، یانې د هماغه کال د می پر ۵ د نوموړي کمیسیون په واریزه یانوبتي غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان مساله تر څېړنې لاندې ونیول شوه. خو دا ځل د خبرو مهم ټکی له انګلستان سره د اړیکو څرنګوالي و. کمیسیون باید پرېکړه کړې وای چې «روسیه باید له انګلستان سره څه ډول سیاست پر مخ بوځي: سوله ییز او د ملګرتوب سیاست که له دښمنۍ نه ډک هغه».(۴)
کمیسیون په دې اړه لاندینۍ پاېلې ته ورسېد چې د م. پ. فیودوروف په نامه د هغه یوه ګډونوال ور ته ظاهراّ داسې سکښت ورکړی و: « د انګلستان څرګندې دښمنۍ ته په پام سره موږ اړ یو چې تیږه تر شا پټه کړو، خو په خوله به له انګلستان سره زموږ د اختلافونو د سوله ییز هواري د هڅې خبرې کوو».(۵) برسېره پر دې د هند ــ افغان د کمیسیون مشر جنرال ا. س. سنېساریوف په همدې غونډه کې دې ټکي ته په اشارې سره چې «افغانستان تل په منځنۍ اسیا کې د روسیې د خاورې د پراخولو د هڅو تر ټولو نږدې موخه وه» (۶) د لارد ج. کېرزن (۱۸۵۹ــ ۱۹۲۵) هغې وینا ته ګوته ونیوه چې ویلي یې وو: «مترقي هیواد ته شرم دی چې زموږ په زمانه کې له خپل یوه ګاونډي هیواد سره سوداګریز اړیکي و نه لري». نوموړي روسیې ته وړاندیز وکړ چې پخپل بهرني سیاست کې له ورته استدلال نه ګټه واخلي.(۷)
****
له افغانستان سره د روسیې د لومړنيو اړیکو تاریخ له ۱۷۶۴ کال نه راپېلیږي، کله چې د [روسیې] د امپراتورې دویمې ایکاترینا په لارښوونه د امپراتورۍ د اردو یو تورن (کېپتان) بوګدان اسلانوف د افغان دولت د وخت له ټولواک احمدشاه دراني (۱۷۷۳-۱۷۲۱) سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په موخه افغانستان ته ولېږل شو. (۸)
خو په دې اړه یو بل لید او نظرهم شته (لکه د ی. ل. یاورسکي) چې وایي د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنۍ راشه درشه تر دې ډېره پخوا پېل شوې وه او دا هغه مهال و چې څار (تزار) الکسې میخایلوویچ (۱۶۲۹- ۱۶۷۶) پر روسیې واکمني کوله. همدې څار د بخارا خانۍ او هند ته خپل دیپلوماتیک پلاوی ولېږه چې په لار کې کابل ته هم ولاړ. (۹)
[خو له بده مرغه] ب. اسلانوف پر دې بریالی نه شو چې خپله دنده او ماموریت ترسره،یانې له احمدشاه [دراني] سره وګوري او افغان سفارت روسیې ته وروبولي. له دې سره سره افغانستان ته د نوموړي سفر یوداسې تاریخي واقعیت دی چې څو سوه کاله پخوا لا له هغه هیواد سره د اړیکو د ټینګولو په اړه د روسیې د هڅې څرګندویي کوي.
****
د دواړو حکومتونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب د اړیکو د ټینګولو هڅې په تېره په نولسمه پېړۍ کې خورا چټکې شوې. پر ۱۸۳۶ کال افغان امیر، دوست محمد خان، په داسې حال کې چې د انګریزانو له لاسپوڅي شاه شجاع الملک سره پر اخ و ډب بوخت و، پېترزبورګ ته خپل استازي واستول. [د روسیې د امپراتور] لومړي نیکولای په نامه په استول شوي لیک کې یادونه شوې وه چې افغانستان هیله من دی چې د دواړو دولتونو ترمنځ دوستانه اړیکي ټینګ شي.(۱۰)
[ د دې هڅې] په ځواب کې دروسیې حکومت بریدمن ی. و. ویتکېویچ (۱۱) کابل ته ولېږه. نوموړي ته پر نورو [چارو] برسېره دنده ورکړل شوې وه چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د مخامخو سوداګریزو اړیکو د پراخېدو شونتیا او امکان روښانه کړي. ویتکېویچ وکولی شول په دې اړه له افغان امیر سره هوکړې ته ورسیږي. برسېره پر دې هغه پخپل رپوټ کې ټینګار کړی و چې دوست محمد خان «له روسیې سره د دوستانه اړیکو ټینګښت او ودې ته لیواله دی». (۱۲)
پر ۱۸۷۸ کال د امیر شیر علي خان (۱۸۶۳ــ۱۸۷۳) دربار ته د جنرال ن. ګ. ستولیتوف په مشرۍ د دیپلوماتیک پلاوي سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کې بله د پام وړ ه پېښه ګڼله کیږي. ډاکټر ی. ل. یاورسکي چې په دغه سفر کې له جنرال ستولیتوف سره ملګری و، «په ۱۸۷۸ــ۱۸۷۹ کلونو کې اوغانستان او د بخارا خانۍ ته د روسیې د سفارت سفر» په نامه پخپل کتاب کې یادونه کړې چې امیر شیر علي خان «هیله څرګنده کړه چې مسکو ته لاړ شي»، خو هغه ته په دې اړه د «نه» ځواب ورکړل او وړاندیز ور ته وشو چې د مسکو پر ځای تاشکند ته ولاړ شي. په دې توګه روسیې ته د سفر په باب د افغان امیر لومړۍ هڅه له ناکامۍ سره مخامخ شوه.
****
د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو بل ډېر په زړه پورې واقعیت چې په تېره د اسلامیزم د زور اخیستنې په نننیو شرایطو کې ځانګړی ارزښت لري، تر سیوري لاندې پاتې شوی دی. [دغه تاریخي پېښه] روسیې ته د پان اسلامیزم د دوکترینو د بنسټ ایښودونکي او نامتو مسلمان دیني ـ سیاسي شخصیت سید جمال الدین افغاني (۱۸۳۸ــ۱۸۹۷) سفر و .
افغاني په ۱۸۸۷ ــ ۱۸۸۸ کې له ایران نه وخوځید او له تبریز نه دشمالي قفقاز له لارې لومړی تبیلیسي، باکو او ولادیقفقاز ته ولاړ او په پای کې مسکو ته ورسید. د افغاني د ژوندلیکونکو د رسمي روایت له مخې نوموړی روسیې ته د هغه هیواد د نامتو ورځپاڼه لیکونکي، د «روسي پېغام» په نامه د مجلې او «مسکو خبرونه» په نامه د ورځپاڼې د چلوونکي م. ن. کتکوف (۱۳) په بلنه تللی و. د هغه مهال د بهرنیو چاپي رسنیو په وینا، روسیې ته د افغاني د سفر مهمه موخه [د روسیې] له امپراتور سره د کتنې د زمینې ترلاسه کول او دې ټکي ته د هغه د رااړولو هڅه وه، څو نوموړی له ایران سره یو ځای په بریتانوي ضد اتحاد کې ګډون وکړي او په دې توګه هم له «هندي مسلمانانو» سره مرسته او هم د افغانستان د پولو په ټاکلو کې برخه واخلي.
په پېترزبورګ کې د خپلې تم کېدنې په ترڅ کې افغاني وکولی شو چې [د هغه هیواد] په سپېڅلې شورا کې د امپراتور د ځانګړي استازي ک. پ. پوبېدونوسڅېف (۱۴) په مرسته چې پر ټولواک یې خورا زیات اغېز درلود، د روسیې له امپراتور دریېم الکساندر سره وګوري. خو امپراتور د افغاني وړاندیزونه و نه منل او د خپلو درباریانو له لارې یې نوموړی وپوهاوه چې په روسیه کې د هغه تر دې زیاته پاتې کېدنه د مصلحت وړ نه ده. د افغاني ژوندلیکونکي د هغه د سفر د ناکامۍ لامل [په روسي دربار کې] د بریتانیا پلوه ځواکونو فتنه بولي، خو زیاتوي چې دغه سفر ټاکلې لاسته راوړنې هم درلودې. د ساري په توګه افغاني پر دې بریالی شو چې دریېم الکساندر پر دې قانع کړي څو د روسیې مسلمانانو ته اجازه ورکړي چې د لومړي ځل له پاره د قرآن چاپول پېل کړي.
زموږ په اند روسیې ته د اسلامي نړۍ د یوه نامتو روحاني شخصیت په توګه د جمال الدین افغاني سفر د زیات ارزښت درلودونکې پېښه وه. ځکه دغه سفرپخپله د دې واقعیت څرګندویي کوي چې روسیې ته [هغه مهال] هم په افغانستان او هم په نورو اسلامي هیوادونو کې د داسې یوازیني ځواک په سترګه کتل کېدل چې کولی یې شول اسیا ته د بریتانیا د اغېز د پراختیا په وړاندې ودریږي(۱۵)…..
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱) روسیه او اسلامي نړۍ، مسکو، ۲۰۱۰کال، ۸۰ــ۸۲ مخونه
(۲) داسې برېښي چې په روسیه کې هغه مهال د افغانستان نوم د اوسنۍ بڼې، یانې «افغانستان» پر ځای د «اوغانستان» په بڼه لیکل کېده. یانې د
(ژباړونکی).Авганистан پرځای Афганистан
(۳) په ۱۹۰۵ کال کې د اوغانستان او هند د ارزونې د کمیسیون پروتوکولونه، سانکت پېترزبورګ، ۱۹۰۶ کال، ۸ مخ
(۴) هماغه ، ۳۰ مخ
(۵)هماغه، ۴۴ مخ
(۶)هماغه ، ۵۴ مخ
(۷)هماغه ، ۴۴ مخ
(۸) ګانکوفسکي . یو. و. پر ۱۷۶۴ کال افغانستان ته د بوګدان اسلانوف سفر. شوروي ختیځپېژندنه، ۱۹۵۸، دویمه ګڼه
(۹) یاورسکي. ی. ل. په ۱۸۷۸ــ۱۸۷۹ کلونو کې اوغانستان او د بخارا خانۍ ته د روسیې د سفارت تګ، لومړی او دویم ټوک، سانکت پېترزبورګ، ۱۸۸۳
(۱۰) ماسون و. م. د افغانستان تاریخ، دویم ټوک، مسکو، ۱۹۶۵، ۷۲ مخ
(۱۱)یان (ایوان) ویکتوروویچ ویتکېویچ پر ۱۸۰۸د روسیې امپراتورۍ د ویلنوس ښار ته څېرمه چې اوس د لیتوانیا د هیواد پلازمېنه ده، زېږېدلی او په ۱۸۳۹ کې په سانکت پېترزبورګ کې په مرموزه توګه وژل شوی دی. نوموړی روسي افسر، سیلاني، ختیځپوه او له کابل سره د اړیکو په برخه کې د هغه هیواد لومړنی استازی و.( ژباړونکی)
(۱۲) د ماسون و. م پورتنی کتاب، ۱۸۱، ۱۸۳ مخونه
(۱۳) میخایل نیکیفوروویچ کتکوف (۱۸۱۸ــ۱۸۸۷) روسی ورځپاڼه لیکونکی یا پوبلیسیست، ادبي کره کتونکی، د ورځپاڼې مسوول چلوونکی او سیاسي شخصیت و چې په روسیه کې د سیاسي ژورنالیزم بنسټ اېښودونکی هم ګڼل کیږي. نه روسلان سیکویف او نه نور روسي څېړونکي له م. کتکوف سره د سید جمال الدین افغاني د لیدنې او یا لیکونو د لېږنې رالېږنې په باب کومه یادونه کوي. برسېره پر دې کتکوف پر۱۸۸۷ کال چې د روسیې په لور د س. ج. افغاني د خوځېدو له نېټې سره سمون لري، مړ شوی دی. د میخایل کتکوف له ژوندلیک نه په ډاګه کیږي نوموړی د ۱۸۸۷ کال په می کې، یانې له خپلې مړینې ( د جولای ۲۰) نه یوازې څو اونۍ مخکې د روسیې دربار ته د نږدې کسانو د تورونو او چلوټې ښکار شوی و، ان تر دې چې پخپله امپراتور دریېم الکساندر هم نوموړي ته غاښونه چیچل. کتکوف پر ده باندې د لګېدلي تور د شنډولو په موخه د امپراتور نږدې سلاکار او په سپېڅلې شورا کې د هغه ځانګړي استازي ک. پ. پوبېدونوسڅېف ته هم څو ځلې لیکونه استولي وو. د روسیې په امپراتوري دربار کې د تورونو او توطیو دغه شان یوه تود بازار ته په کتو سره ناڅاپي نه برېښي چې دریېم الکساندر ولې د سیدجمال الدین وړاندیزونه و نه منل. (ژباړونکی)
(۱۴) کونستانتین پېتروویچ پوبېدونوسڅېف (۱۸۲۷ــ۱۹۰۷) د روسیې دولتي شخصیت، حقوقپوه، لیکوال، ژباړونکی او د کلیسا تاریخپوه و. نوموړی په ۱۸۸۰ــ۱۹۰۵ کلونو کې په سپېڅلې شورا کې د امپراتور ځانګړی استازی او له ۱۸۷۲ کال وروسته د دولتي شورا غړی و.
(۱۵) رښتیا، سید قاسم: سید جمال الدین و افغانستان ( په دري ژبه)، کابل، ۱۹۷۷، ۷۲ــ۸۴ مخونه