د امریکا د توپان ځپلو شمیر تر ۱۹۴ واوښت
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی په الاباما او نور ښارونو کی د شدید توپان، دوړدوړکی او سخت باد څپو ډیر ښارونه د برق او تلیفون څخه محروم کړي ، بې شمیره کورونه او ودانۍ یې ورانی کړي او لږ تر لږه ۱۹۴ کسان یې وژلي دي .
راپور وایی چی دغه توند توپان چی پر هر ښار راځی په څپیړو یې وهی او هر څه یې ور تباه کوی . راپور زیاتوی چی د مړو شمیر ښایی ډیر ژر تر ۲۰۰ هم واوړی .
په سلګونو کسان زخمیان دي او په زرګونو کسانو هم په ښوونځیو او نورو کلکو ودانیو کی پناه اخیستې ده او د بلیونونو ډالرو تاوان پیښ سوﺉ دی .
دا طبیعی څپې او څپیړی همدا اوس هم خپلو ګوزارونو ته دوام ورکوی .