کور / رسنۍ / د ( نن افغانستان ) ويبپاڼه پر ليکه سوه

د ( نن افغانستان ) ويبپاڼه پر ليکه سوه

دنن افغانستان ټولنې خپرېدونکې نن افغان ویبپاڼه پرلیکه شوه او مینه وال کولای شي دغه پاڼه په لاندې پته وګوري.
http://www.nanafghan.com
دغه پاڼه چې هر راز دیني، سیاسي، ټولنیز او تخنیکي مالومات خپروي، شيبه په شیبه، تازه تازه مالومات خپلو لوستونکو ته چمتو کوي. په دغه پاڼه کې به ډېر ټینګار د مالوماتي ټکنالوجۍ په اړوندو لیکنو او مسایلو و، خو په څنګ کې به ورسره نور سیاسي او اقتصادي تحلیلونه د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه هم خپريږي. لکه چې یې له نامه پیدا ده، د دغې پاڼې موخه د نن افغانستان سمبالول په نوي ټیکنالوجي ده چې په همدې برخه به یې ډېرې خپرونې متمرکزې وي.
اوس مهال سربېره پر دې چې علمي لیکنې او پرلیکه کتابتون پکې ځای په ځای شوی، د انګریزي ژبې د زده کړې ځینې سرچینې هم پکې شته دي. چې زموږ د ځوانانو سره مرسته کولای شي تر څو انګریزي ژبه زده کړي.
باید یاده شي چې اوس مهال په امتحاني بڼه په کتابتون کې د نورو ویبپاڼو کتابونه خپاره شوي، خو په راتلونکې په پام کې شته چې نه یوازې نور پښتو کتابونه به ور پورته شي بلکې د شته پښتو پانګې په ډیجیټل کېدو به هم کار وشي.
د مالوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې نه یوازې په پښتو ژبه علمي لیکنې او کتابونه خپرول کېږي، بلکې هغه اړین پوستکالي (سافټ ویر) هم پکې ځای پر ځای شوي چې کمپیوټر کارن ورته اړتیا لري.
د دغې پاڼې په بنر کې د ټولو افغان باباګانو او مشران انځورونه په متحرک ډول راځي، چې ټول ټال د ټولوپښتنو مشرانو انځورونه پکې ځای پر ځای شوي دي. د بینر په ښۍ خوا کې د افغانستان بیرق د رپېدو په حال دی او کیڼه خوا کې یې د نن افغانستان پاڼې نښان اېښودل شوی دی.
د یادولو د وې چي دنن افغانستان ټولنې ادبي او فرهنګي ځوانان دنن افغانستان په نامه يوه مهالنۍ مجله خپروي چې تقريبا ټول افغانستان ته ليږل كېږي اودادى اوس يې دپنځمې ګڼې دچاپ كار روان دى او ډېر ژر به دمينوالو ترګوتو ور ورسيږي.
زه دغو پرادب مينو او په ټكنالوجۍ سمبالو ځوانانو ته د دغه لوی خدمت له امله چې د هلمند څخه دومره یوه قوي مجله او ويب پاڼه چلوي مبارکي وړاندې کوم او تمه لرم چې دغه پاڼه به د نورو پښتو ویبپاڼو تر څنګ د پښتنو په چوپړ کې وي او د پښتو ژبې د علمي پانګې په بډاینه کې به خورا اغیزمنه واقع شي.
په درنښت