کور / شعر / د جلال خپلواک نوي شعرونه

د جلال خپلواک نوي شعرونه

يو څه کابل وزيريستان ته وايي

ويښ شه کابل يمه خبرې کوم
حال راته وايه زړه نا زړه ولې يې
لږ دې د خپلې ځوانۍ حال ووايه
ټپي په سمه او په غره ولې يې
وزيريستانه ته اوده ولې يې

د کوم ظالم د کوم جابر په امر
ته خبر نه يې په تا څه تيريږي
کله د يوه کله د بل د هوس
ياغي اسونه د په زړه تېريږي

ته هم د وخت څپېړې ووهلې
زما هم حال تر تا بتر دی وروره
د ستا په سر که بې پيلوټه ګرځي
زما په سر هليکوپتر دی وروره
د ستا له (بنو) له (واڼه) نه لوګئ
وايه چې څنګه (پېښور) دی وروره
زه خو چې اورم ورته ډېر زورېږم
(سوات) تر هغې نه هم بتر دی وروره

د (سوات) د ښکليو ښايستونو دره
هغه د جګو نښترونو دره
د دنګو دنګو ښکليو غرونو دره
د هر غليم د ارمانونو دره
دښکليو ژڼيو او د نجونو دره
نن پرې هر وخت د اور بمونه اوري
د ستر نيکه د ارمانونو دره
نور په ګلونو عمليات مه کوئ
دا په کورونو عمليات مه کوئ

وزيريستانه مخامخ شه راته
چې په تا ډېر که په ما ډېر شوي دي
دلته زما هم په بچوڼو باندې
ظلمونه ټول په زور او زېر شوي دي
زما (پکتيا) يې لولپه کړه راته
(غزنئ) روغ مړ دی مګر ساه اوباسي
په (کندهار) کې موټر بم الوتئ
پوهېږم څوک دي زور له چا اوباسي

وزيريستانه ته خو هم ووايه
په پېښور کې څوک چاودنې کوي
د (غزنوي) د (ابدالي) او زما
د زړه په سر کې څوک چاودنې کوي
په (ميرانشا) باندې بريد چا کړئ و
او په (رزمک) بمونه څوک ووروي

وزيرستانه ته خبر يې کنه؟
په (پکتيکا) کې يې عسکر وژلي
پرون (هلمند) کې قوماندان شهيد شو
بيا کوم شاهين څوک په وزر وهلي
زما هم خپل د (چهلستون) په منځ کې
يو د سرک د غاړې بم والوت
څو شهيدان څو کم څلوېښت يې ژوبل
بيا مې په کور طوفان د غم والوت

وزيرستانه زه هم سترګې لرم
زه يې ښه وينم چې له ما تېر شي
د غټې اوسپنې شاهين الوزي
د ستا په لوري په هوا تېر شي
د (ميرعلي) په ښار يې ډزې وکړې
له يوه کور نه سرې لمبې خيژي
دلته نن شپه و جنګيالي مېلمانه
نيم عربان نيم له (چېچېن) راغلي
ټول يې يو ځای په يوه بريد ووژل
دغه حسين او که يزيد ووژل

دلته د نورو خلکو جنګ دی ګوره
خو زه او ته پکې بې ځايه سوزو
ځان مو بيخي د ښورېدلو ندی
له ځانه نه سوزو له ورايه سوزو

راځه چې زه او ته ځان وپېژنو
له ما او تا به لوی لښکر جوړ شي
بيا که دا (کوز) دي که دا (بر) که (هغه)
هر يو دښمن به مو نوکر جوړ شي
نور ماشومان له مکتب نه ستنوو
له دې هر يو نه به افسر جوړ شي
کله چې موږ په پوهه ښکلي شوو نو
زموږ ټپونه به ډېر زر جوړ شي
چې په يوه روح باندې ژوندي شو کله
له هرې ښځې نه به نر جوړ شي
بل هېڅ قوت يې ماتولی نشي
زړه چې په الله اکبر جوړ شي

وزيرستانه ځان به وپېژنو
او که نه ورک به شو نيمګړي به شو
پردي جنګونه به په سر نه اخلو
که داسې وه نه کړو نو ستړي به شو

دلته د غټو خلکو ګټې څه دي
دا به په زور د خپل مکتب پېژنو
که څوک په موږ يا موږ په چا ډز کوو
د هرې پېښې به سبب پېژنو
بيا به موږ هېڅوک ترهګر نه بولي
په هر سړي به خپل ادب پېژنو
په مدرسه کې به قران يادوو
جومات به کور د ښکلي رب پېژنو

هله به زه بېرته کابل شم اشنا
له تا به هم وزيرستان جوړ شي
سپور به د پليو لارې نه شوکوي
له هر سړي نه به انسان جوړ شي

//////////////

ته زمـــــــــا محبوب ته زمـــــا! ته زمـــــــا محبوب ته يې
هله در اوده مــــې که په سترګو کــــې مې خوب ته يې

دلته ميخانه کې څــــــه رنګينې جـــــــامې واغــــوندې
هلته د ممبر تـــــــر څنګ لوېدلی يــــــې مجذوب ته يې

زه تاتــــــــــــــه تر هغې دايـــــــــــــــــرې در رسېدلــــــی يم
ته زما (شمعون) ته يې (يــوسف) ته يې (يعقوب) ته يې

ته په جـــــــينکو کــې د حيا په څېر راپــــــــــورته شــــــې
ته بېرته شهــــــــوت شـــې نښانه د زلــــــــميتوب ته يې

تــــــــــــــــه زما دنيا تــــــــه زما وخت تـــــــه زما مينه يې
تـــــه زما جلال تــــــه زما ژوند يې ژونديتوب تــــــه يې

//////////////

راشــــــه ته! د کلي خلک ټـــــول درتــــــه وزري دي
ټول ان د خـــــــــوبانو تر کــــــــــهول درته وزري دي

ورشــه ته دې خپلې ميخانې ته ساقــي ور خو شه!
بيا دي لـــــــېونيان هــلته راټول درتــــــه وزري دي

ښکليه يــــو ځل بيا مې زړه کې سره ګلونه وسپړه
دلته کــــه ګلاب دی که غـــــــاټول درته وزري دي

دغـــه په دغـــــه کې، له دغــــې سره دغـــــه دغـــــه
بــــــل دغــــه د دغـــــې په شمول درتــــــه وزري دي

راشه يو ځل بيا د کلي خلک ستا جــــلال غواړي
ته په روی د خــــدای او د رســـــول درته وزري دي