کور / تازه خبرونه / اوباما په حکومت کي مهم تغيرات راوستل

اوباما په حکومت کي مهم تغيرات راوستل

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په خپل حکومت کي مهم تغيرات راوستلي چي افغانستان ته يې هم نوي سياسي او پوځي استازي ټاکلي دي.
باراک اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ د دفاع اوسنى وزير رابرت ګېټس ليري او پرځاى يې د سي آى اې اوسنى مشر ليون پنيتا د دفاع د وزير په توګه اعلان کړ.
په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان ډيويډ پيټريوس د سي آى اې مشر اعلان سوى او جنرال جان آلن په افغانستان کي د نظامي قومندان او روين کراکر يې افغانستان ته د سفير په توګه ټاکلى دئ.
بايد وويل سي چي روين کراکر دمخه په عراق کي د امريکا سفير وو او جنرال جان آلن په عرب خليج کي د امريکا د سمندري پوځ عمومي قومندان وو.