کور / کیسه / د وطن سره مينه

د وطن سره مينه

د ژمي په يخه شپه كي  سرور د کلي د نورو  ځوانانو  سره په يوه  توره دود وهلې کوټه کي چي کوچنۍ کړکۍ يې درلودله   او پر دروازه يې د يخنۍ د مخنيوي  دپاره پنډه  پرده راځوړنده سوې وه. ناست و. سرور د تېر په څېر په دې مجلس کي هم ځان يوازي احساساوه، ټولو خپل په منځ کي خبري او ټوکي کولې خو سرور يوازي غلى ناست و که به يوه او نيمه  خبره پر راغله نو ده به هم په خورا مينه ځواب ور کاوه، خو ډېر کله به چوپ و  اخير يې په مايوسۍ سره وويل:
تاسو ولي زما خبرو ته غوږ نه نيسئ  دا وطن پر موږ ټولو حق لري لکه څنګه چي زموږ مور و پلار پر موږ حق لري همدارنګه دا وطن هم او که مور موږ په خپله غېږه کي روزلي يو همداسي د دې وطن خاوري هم موږ ته په خپله غېږه کي  ځاى را کړى دئ، خو د هغو خلکو يې په دې څه، دوى ته د وطن خاوره هيڅ ارزښت نه لري د هغوى يې د وطن د جوړېدو سره څه دوى ته د سرور  خبري هيڅ معنى نه لري نو ځکه سرور د هر کله په څېر په دې مجلس کي هم د ملګرو او دوستانو له خوا  سخت زهير او ملنډي پرې ووهل سوې.
ګل چي جګ لوړ سړى و  اوږده ږيره او غټ برېتونه  درلودل له غصې يې سترګي  تکي سرې وا وښتې. په تونده لهجه يې وويل:
ته هم  له هغو خلکو څخه يې په خوږو  او د وطن په خبرو غواړې ځان يوې چوکۍ ته ورسوې.
عبدالله چي په ونه لنډ خو ډېر مغرور معلومېده د ګل د خبرو د خلاصېدو سره سم خوله خبرو ته جوړه کړه په قهر او بې پروايي سره يې وويل:
ته څوک يې چي موږ ته نصيحت کوې؟
ته څوک يې چي موږ ته د وطن د جوړېدو خبري کوې؟


دا وطن هيڅ نه جوړيږي، ايله هر وخت ستا له لاسه زموږ بانډار په پالتو خبرو تېريږي، راوهلې دي ده، وطن جوړه وې.
سياست معنى درواغ.
بشيرخان چي تازه له کلي څخه ښار ته راغلى و  او هلته يې د جنت په شان  ښکلى ژوند د جنګ د لاسه پرې ايښى و  په مځکه کي يې سړک وتلى و، په باغ کي يې فوځي اډه اچول سوې وه، په بمبار کي يې مور، دوه وروڼه او يوه کوچنۍ خور وژل سوې وه. د پلار يې د سخت ټپي كېدو څخه نيم بدن مړ و، له درده و سرور  ته سور او شين كېدئ ، په داسي حال کي چي بدن يې له ډېره قهره رېږدې دئ وويل:
دې وطن موږ ته څه را کړي دي؟ چې موږ يې د جوړېدو فکر و کړو، زموږ د ژوند ټولي نېکمرغۍ  يې راڅخه اخيستي دي، په کلي کي مو د جنت په شان ژوند درلودئ. د دې نظام په راتللو کي زه د ښوونځي په نهم ټولګي كي شامل سوم د مکتب تر څنګ مي په مسجد کي ديني سبقونه  هم ويل، د خپله ژونده ډېر راضي وم، خو دې ظلمونو کله موږ  پر کراره پرېښولو، زموږ د کلي چرسي جعمه ګل ته يې  څو پيسې ورکړې  زموږ ښوونځى يې د درسي کتابونو ، کتابچو، قلمونو  او څو جلدو قرانکريم سره يو ځاى وسوځل، د کلي ملک خدايداد  اکا او د کلي خلکو ورته هيڅ ونه ويل: هر يوه به ويل زما يې په څه زما کور خو يې نه دئ راسوځلى، ولي په لوى  لاس ځان ته غم جوړ کړم، جعمه ګل هم نر غوندي  ورته ګرځېدئ د هيچا څخه  يې بېره نه وه.
د نامرده سړي د  لاسه د کلي ټول ځوانان او ماشومان د زده کړي د نعمته څخه  بې برخي پاته سول.
   يوه ورځ داسي هم راغله چي د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه وسوه، بهرنيو ځواکونو زموږ کلى بمبارکړ، ډېر  بې ګناه خلکو ته يي مرګ ژوبله  ور واړوله.
د هغې ورځي څخه بيا تر نن ورځي پوري زموږ د جنت په شان ښايسته او سمسور کلى د جنګونو او اورونو ډګر وګرځېدئ. په باغو او مځکو کي مو سړکونه  ووتل، ويالې مو د مځکي سره برابري سوې، مسجدونه مو ونړول سول او په نيم پاته کي مو د بهرنيانو سپي  تړل سوي دي، د وچي مجبوريه  ښار ته  را کډه سوو.