کور / هراړخیز / دپښتو عالمي امن کنفرانس ته د خيبر پښتونخوا د لومړي وزير وينا

دپښتو عالمي امن کنفرانس ته د خيبر پښتونخوا د لومړي وزير وينا

ابسم الله الرحمان الرحيم:محترمو ليکوالو، شاعرانو، پوهانو، مشرانو کشرانو وروڼو او خويندو السلام عليکم!زما دپاره دا موقعه ډېره د فخر او وياړ ده، چې نن زه د هغه خلقو په محفل کښې ناست يم. هغه خلقو سره خبرې کوم څوک چې د قام او ملت سترګې ګڼلې شي. د چا نظر چې په هغه ځاى  لګى کوم ځاى  چې دعامو خلقو له  نظره پټ وى. چا چې تل د قام لارښودنه کړې ده. زه د لر او بر او د نړۍ د ګوټ ګوټ نه راغلو پښتنو منورينو ته د زړه له کومې  ښه راغلاست وايم او د دوى د دې وياړ مننه کوم.عزتمندو! تاريخ مونږ ته ښايي  چې په نړۍ کښې چې څومره تحريکونه او غورځنګونه چليدلى دى که هغه د آزادۍ غورځنګونه دى، که د خلقو د حقوقو دي او که د خواري کښو تحريکونه دي او که د امن او صلحې دپاره جنګونه دي د دې ټولو هلو ځلو رهنمايي  او لارښوونه هغه فکر او هغه نظريې کړې ده کومه چې د پوهانو ليکوالو او شاعرانو د ذهن تخليق وو.په تېره تېره پښتون قام ته خود قامونو په صف كښې دا اعزاز او دا شرف حاصل دى  چې د دوى سياسي  او ملي  مشران هم د تورې سره سره د قلم خاوندان هم وو، كه مونږ د تاريخ پاڼې راواړو نو مونږ ته به د لوى هند پښتون بادشاه بهلول لودى غوندې د قلم خاوند هم ښکاره شي  او بيا د ازادۍ تحريك لوى قهرمان خوشحال خان خټك خو د چا نه پټ نه دى  د پښتنو د ړومبي ملي مملكت باني  لوى احمد شاه پاچا  خو د يو صاحب ديوان شاعر په توګه پښتو ادب كښې ځانله ځلنده ځاى جوړ كړى دى .مشرانو او كشرانو!كه مونږ د فيرنګي استعمار خلاف د پښتنو د مبارزو جاج واخلو نو د مبارزو كې هم د قلم خاوندان شته په هر كچ د ټولو نه وړاندې وړاندې دي كه چېرې مونږ د ازادۍ د تحريك په لړ كښې د عبدالخالق خليق، ميرمهدى شاه مهدى ماسټر عبدالكريم، غني خان او داسې نورو چې سلګونو شاعرانو ادبيانو ذكر اونه كړو نو دا به د ازادۍ د تحريك نيمګړې تاريخ وي، بلكه زه خو به دا اوايم چې د دې تحريك لوى لوى لارښود فخر افغان خان عبدالغفار خان هم د قام د لاښونې په لړ كې د قلم نه كار اخستې دى  .او بيا كه مونږ پښتانۀ خپلو نورو مشرانو ته اوګورو نو ستر خان عبدالولي خان هم د كتاب خاوند دى .محترم اجمل خټك خو يو داسې شاعر اديب او صحافي دى چې د ده د نوم نه بغير خو به د پښتو ادب نيمګړے وي ارباب سكندر خان خليل هم خپل ليكلي كتابونه پرېښى دى، خان شهيدعبدالصمد خان اچكزى هم د قلم خاوند وو  مونږ دا خپل ملي وياړ او افتخار ګڼلو.وروڼو او خويندو! په قام چې كله هم د ازميښت وخت راغلى دى نو زمونږ د ليكوالو بيرغ د ټولو نه هسك ښكاره شوى دى  او د قام قيادت يې كړى دى .نن هم پښتون قام د يو لوى ازمېښت نه تيريږي  په داسې حال كښې يو ځل بيا پښتانۀ ليكوال هسكه غاړه د ټولو خلكو نه وړاندې وړاندې دي.ډېرو درنو ليكوالو او پوهانو! نه خو زه دومره  پوهه لرم او نه دومره رسا نظر كوم چې الله تعالى تاسو ته دركړى دى ، زه او زما حكومت هم ستاسو په لارښودنه لګيا دى د قام او وطن خدمت كوي، كه زمونږ نه څه غلطي كيږي مونږ كښې څه نيمګړتياوې وي نو تاسو به ضرور هغه په ګوته كوئ زمونږ اصلاح به كوئ ځكه چې تاسو په هغه ځاى ولاړ يئ ستاسو لاس كې هغه قلم دى  كوم چې د پير روښان په لاس كښې وو كوم چې د احمد شاه ابدالي په لاس كښې كوم قلم چې خوشحال خان خټك سره وو او بيا هغه قلم باچا خان، عبدالصمد خان اچكزى، اجمل خټك او خان عبدالولي خان خپلو ګوتو كې نيولى  وو.محترمو! تاسو چې د امن او صلحې  دپاره كوم بيرغ پورته كړى  دى  كومه هڅه مو كړې او لګيا يئ دنيا ته د امن پيغام وركوئ زه او زما ملګري ستاسو دې كوششونو ته د قدر په نظر ګورى، مونږ هم امن او صلحه  غواړو او هر هغه چا ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس اوږدوو څوك چې امن او صلحه  غواړى.دلته په زه د خپلو هغو شهيدانو ذكر وكړم چا چې د امن د پاره خپل سرونه قربانى كړى دى، دې شهيدانو كښې په سلګونو سياسي  كاركوونکي  حتى چې د اسمبلۍ عزتمند غړي  شامل دي . زمونږ لپاره فوځونه د خپل وطن د دفاع دپاره لګيا دى په سرحدونو هم او د ملك دننه د سرونو قربانۍ وركوي، زمونږ پوليسو چې په كومه بهادرۍ خپل سرونه شيندلى دى او لا سر په تلى كښې ولاړ دى د خپل ولس دفاع کوي. دلته زه خپلو فوځونو او پوليسو سره د افغانستان ملى اردو او ملى پوليسو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوم، چې د دوام داره امن لپاره په ميدان کښې ولاړ دى.خو يوه خبره کوم چې ترهه ګرى صرف د يو طرف نه، نه ده. بايد چې د امريکا د خوا ډرون حملې هم زر تر زره بندې کړې  شي ځکه چې د دې حملو په نتيجه کښې بې حسابه بې ګناه خلق شهيدان شوى دى. مونږ نور ډرون حملې نه خو زغملې  شو او نه دې حملو منلو ته تيار يو. پاکستان يو مضبوط فوځي  او عسکرى قوت لرى. مونږ خپلې مسئلې په خپله د حل کولو توان لرو. مونږ هيچا ته ضرورت نه لرو. که مونږ ته ضرورت دى  نو صرف د اقتصادى امداد ضرورت دى ځکه چې زمونږ په خاوره د ترهه ګرۍ يوه وجه زمونږ اقتصاد دى . نړۍ ته زمونږ خواست دى  چې په ځاى  د دې چې زمونږ خاوره د جنګ ميدان وساتى مونږ ته دې د تعليم صحت او د ولسي خير ښيګړې ميدان کښې د مدد لاسونه راوږده کړي.په آخر کښې ستاسو ټولو ليکوالو او پوهانو شکريه ادا کوم چې تاسو د دې دومره اهمې ملى مسئلې باندې په علمى نظر د غور کولو لپاره راغونډ شوى يئ. ستاسو درنو تجويزونو او سفارشونو ته به حکومت د قدر په نظر ګورى.دلته به زه يوه بله اهمه خبره هم وکړم، چې زمونږ وزيراعظم سيديوسف رضا ګيلاني صيب سره د نورو سياسى او عسکرى ملګرو سره افغانستان ته تلى وو. د افغان حکومت سره يې په ټولو هغه چارو سودمينې خبرې وکړې، چې افغانستان کښې د امن راوستلو سره تعلق لرى ځکه چې پاکستان امن د افغانستان د امن سره تړلى  دى.زه په آخر کښې د دې غونډې په وساطت ټولو مرورو وروڼو ته خواست کوم، چې راځئ د خپل وطن د آبادۍ او خوشالۍ لپاره د امن لار خپله کړئ. دغه د پښتو پېغام دى او دغه زمونږ د سپېځلى دين اسلام پېغام دى. که مونږ مسلمانان يو موټى  نه شو نو اسلام دښمنه قوتونه به زمونږ د دې بې اتفاقۍ نه غلطه فايده اخلي او دا به نه صرف د پښتنو او پاکستان نقصان وي، بلکې دا به د ټولو مسلمانانو نقصان وي. راځئ چې يو موټى شو، يو آواز شو.زه ډېر هيله مند يم، چې زما دا اپيل دا خواست به زمونږ مرور وروڼه ومني او دا خاوره به يو ځل بيا د امن زانګو جوړه شى.څانګه به نن سبا کښې ګل شيما يې په سر کښې سرې غوټۍ ليدلى دينهڅومره پورې چې ستاسو د غوښتنو تعلق دى  زه په دې موقع اعلان کوم، چې ان شاء الله زر تر زره به مونږ په پېښور کښې د پښتنو ليکوالو لپاره يو مرکز جوړ کړو.څومره پورې چې د دې کانفرنس د قراردادونو او سفارشونو تعلق دى  زه د ټولو نه اول د يو پښتون په حيث د عوامى نيشنل پارټۍ د يو کارکن او د دې صوبې د وزيراعلى په حيث تاسو ته تسلي درکوم چې مونږ به هر کوشش کوو چې په دې سفارشاتو عمل وکړو او دې غوښتنو ته عملي شکل ورکړو.