کور / کیسه / سېل

سېل

لمر لا نه و پريوتى چې بيا هغه فكر ورپيدا شو. سترګې يې د مخامخ غره په لوړو او واورينو څوكو كې ټومبلى وې. د مازيګرنى لمر پريوتونكو وړانګو، د ځنګله ګڼو ونو ته د پسرلنيو ناوكيو ښكلا وركړې وه.
ټول ماسپښـين دې فكر ځورولى و. په ځان يې څو ځلې سړې اوبه توې كړې،پريوت، كيناست او پاڅيد، زړه يې و چې ښه په خوند وژاړي، په كوكو او چيغو وژاړي، د هغې مور په څير وژاړي چې ناڅاپه د خپل تنكې زلمي زوى له مړې سره مخامخ شوې وې؛ خو لكه چې د دې كار له پاره يې هم وخت نه درلود، ټول په ويره كې ډوب شوي و، د زړه درزا يې پخپله ښه اورېده. ټولو وينو يې د ماغزو په لور منډه اخيستې وه، بدن يې په خولو خيشت شوى و، لاس او پښې يې د تبجن ناروغ په څير په زغرده ريږديدل. داسې ښكارېده چې ژر به يې د ټول بدن وينه ان تر وروستي څاڅكې پورې د ككرۍ په كوچني كالبوت ننوزي او هغه به وشيندي:
په ذهن كې يې لويه غوغا پاڅېدلې وه او زړه يې و چې كومې وشلوي:
– مرسته…!!
رنګ يې تك سپين اوښتى و او ساه يې د هغه ناروغ په څير، چې د زړه له ناڅاپې حملې سره مخامخ شوى وي بنده- بنده كېده. بيا يې مخ ته څو لپې اوبه وشيندلې، سر يې د ونې له كلكې ډډې سره وواهه او د ليونو په شان يې لاسونه وخوځول:
– مرسته …!؟
د هغه بل دا سرې – سرې سترګې يې تر سترګو شوې. ټوله ناپايه فضا د غاښونو د چيچلو په زړه دردونكى اواز ډكه شوه او ټول مخامخ ځنګل چې نور يې نو د لمر له وروستنيو وړانګو سره مخه ښه كوله، سترګې- سترګې اوغږ- غږ شو او د هغه بل درندو كريږو يې په غوږونو كې انګازې جوړې كړې:
– هو… تا ته وايم او تا ته امر كوم چې ختم يې كړه!… تا ته وايم چې هغه دښمن دى… په دښمن رحم نه دى په كار… تا ته امر كوم چې په دې كار كې بېړه وكړه…
ده په خپلو ويښتانو منګولې ونښلولې، سترګې يې د وينو د جامونو شانتې سرې اوښتې وې او دا نارې يې ډېرې اورېدې:
– ختم يې كړه… ختم يې كړه…
له دې نارو سره د ده چيغه هم يو ځاى شوه:
– مرسته !؟
زړه نازړه او په ډېرو ستونزو روان شو. د وروستنې لمر وړانګو يې سيورى څو ځلې اوږد كړى و. نور نو نه شواى تم كېدى. د شنه اسمان ځلا د وريځو له يرغل سره مخامخ وه او ورو- ورو وركېده. دا ځلا او دا وريځې ده ته زهرجنې ايسيدې. خولې يې څاڅكې- څاڅكې له وچولې څخه بهيدې او په ګريوان يې توييدې.
د ورانو كلو د ويجاړو كروندو كږليچنې لارې هېڅ نه تماميدې، هلته د ژوند ساه د ختو په حال كې وه او د شپې كونګانو پر اباده وردانګلې وو.
او دى همغسې روان و. كړۍ – كړۍ لوګي يې له خولې ويستل. نور نو د اسمان شنه ځلا ده ته نه ښكارېده. هر څه په وريځ كې پټ شوي وو. د رڼا او تيارې په دې اخ او ډب كې ماښامنئ چوپه تياره بريالۍ كېدونكې وه. ورو – ورو يې د نيشې ناروغه او ناپايه مستي په ذهن خوره او حواس يې په خواږه خوب ويده شول. يو كالبوت ځنې جوړ شو او ګونګ سيورى يې د بې حاله سترګو په وړاندې وڅرخيدل.
هوا سړه شوې وه، د طوفان څپې راپورته كېدې او د وريځو له لمنو څخه اوبه د بهيدو په حال كې وي. په ماښامنۍ رڼا كې شا اوخوا سيمې له خلكو او لارويانو نه تشې ښكارېدې او دې ورو- ورو( دښمن) ته نژدې كېده. (دښمن) په رښتيا هم له مخامخ نه را روان و، نښې نښانې ټولې سمې وې، دا ده ته ( دښمن) معرفى شوى و. لكه چې دا يې ورور و؛ خو په تياره كې يې د هغه څيره سمه نه پېژندله، ده د ډېر فكر وخت نه درلود. بس همدا چيغې وې چې د ده په غوږونو ننوتى :
– تا ته امر كوم چې ختم يې كړه… په دښمن رحم نه دى په كار.
درې څلور ډزې وشوې؛ خو لكه چې په دې ماښامني تياره، طوفان او ورښت كې چا وانه ورېدې، كراره – كراري وه، يو كابوس و، يوه عجيبه شيبه وه چې تېرېده، نو دى بيا د مړې سر ته ولاړ و. خولې پرې ماتې وې او سترګې يې پټې- پټې كېدې چې پورته يې وكتل تيارې ته يې پام شو. اوس نو د ده دوهمه دنده پيل كېدونكى ده.
ده بايد دا مړى په سيند كې راوتلى سيلاو ته سپارلى واى؛ خو مړى ډېر دروند و او په ده خولې لا همغسې را روانې وي. په ځان يې ډېر فشار راووړ، ځان يې د نارامه ماغزو د فرمان منلو ته اړ وليد. مړى يې لږ پورته كړ په ګونډو شو، اوږه يې وركړه او په ډېره سختي پاڅيد. مړى يې ورسره پورته كړى و او ورو – ورو روان شو.
د مخامخ باد څپو د ده مخه بندوله. په ټول ژوند كې يې دومره دروند پيټى نه و پورته كړى. د مړى لاسونه ښكته ځوړند وو او د لويدلو ويره يې ډېره وه، ده يو لاس د مړي تر شا تاو كړ او په بل لاس يې د مړى لاسونه تر خپل ستونې وڅرخول.
اوس نو مړى د غوښې د يوې بوجۍ په څېر ده ته ور په شا و او دې تر دغه درانده بار لاندې ګړوپ او كوږ روان و.
ساه يې بنده- بنده كېده او خولې يې له باران سره يو ځاى په ګريوان سمې شوې وې. دا وخت هم چيغې د ده په ستونې كې وچې ښكارېدي:
– مرسته … ! مرسته …
اوس نو دومره كړوپ روان و چې ورو- ورو يې د مړي پښې تر پښو تاوېدې. د سيند غږ لا تر اوسه هم نه اورېدل كېده، په خټينو كږليچنو لارو كې تګ ډيرې ستونزې درلودې، پښې به يې په خټو ننوتې او بېرته راوتې.
***
طوفان درېدلى او باران په جړ ورېده . ده هم اوږده لار وهلې او دا دى ستړى ستومانه د سيل خړو اوبو ته نژدې شوى و. د سيند په شاوخوا ځمكو باندې هم اوبه ختلې او د مړي د وينو بوى سپږمې تريوولې.
ده د دمې وخت نه درلود. ملا يې نوره هم د ځمكې په لور كږيده. مړى د غره په شان پرې بار و او دى يې د پړمخې لويدو له كلكې ويرې سره مخامخ كړى و!
لږ ځنډ وروسته د هسكو ټيټو ځمكو نه لږ ها خوا خړې اوبه ښكاره شوې. د اوبو د اوښتو غږ په زغرده اورېدل كېده. په توره شپه كې د درانده باران غږ ټوله فضا ډكه كړې وه .
كله چې په اوبو گډ شو، ويره يې لږ سپكه شوه. تر ډېر ځنډ وروسته يې د سيند غاړه ميندلې وه. اوس يې نو ملا د مړې تر درانده پيټي لاندې د ماتيدو په حال كې وه. دوه- درې ګامه يې نور هم ځان د اوبو د مينځ خوا ته كش كړ. د سيل بې خونده وږم د ده سپږمې ډكې كړې وې او يوې او بلې خوا ته يې نه شواى كتلاى.
د مړى لاس د ده ترستوني تاو شوى وو…
ځان يې يو لور ته كوږ كړ چې مړى وغورځوي؛ خو مړى و نه غورځيد. ده په خپل لاس د مړي د لاسونو د بيرته كولو هڅه وكړه؛ خو دا لاسونه د لرګي په څير وچ شوى وو او ناڅاپه د ده له خولې دا چيغې ووتې:
– مرسته…! مرسته…. هه …
دا چيغې بېرته غبرګې شوې :
– مرسته …! مرسته … هه …
خو دى ونه پوهېده چې دا د ده د خپلو چيغو غبرګون و او كه نورو كسانو هم په سيند غاړه كې دا نارې اوچتې كړې وې؟
ده ځان په زوره وخوځاوه، اوبه يې تر ګونډو پورته شوې وې او دى د ميږي په پلو وړاندې روان و. د مړي د پښو د بېرته كولو هڅه يې وكړه؛ خو پښې هم د لاسو په څېر تړل شوې وې او نه بېرته كېدې! نور نو له ويرې، سړو، خولو او ستومانتيا نه د ليونتوب حد ته رسيدلى و او همدې چيغو يې غوږونه ډك كړي وو:
– مرسته !… مرسته …
يوه پښه به يې د سيند د څنډو له خټو څخه راايسته او بله به يې ډوبيده.
كله چې بيا د طوفان څپې والوتې، د سيل اوبه يې د ده ترسينې پورې پورته كړې او د شپې د كونګانو درانده غږونه يې د ده په غوږونو ننه ايستل. نور نو د مړي د غورځولو له پاره د ده ټولې هڅې شنډې شوې وې. ان دا چې غږ يې هم په ستونې كې چوپ شوى و!…
مړي دى په ژوند زندى كړى و !؟…
ده ته هم څه نه و پاتې، سترګې يې رډې- رډې وتلې وې، وې غوښتل چې بېرته ستون شي؛ خو د سيند خټو د ده پښې كلكې نيولې وي، مړى لا همغسې ور په شا و او دى يې پړمخې لويدو ته نژدې كاوه. لږ نور هم كړوپ شو او وچولى يې د سيل له اوبو سره ولګېد.
لږ ځنډ وروسته د طوفان له يوې زورورې نا ځايې څپې سره په يوه خوا كوږ او له مړي سره يو ځاى په اوبو لاهو شو.

پای