کور / سياسي / دکرزی وروربایدډیرې پیسې دوباره تحویل کړی

دکرزی وروربایدډیرې پیسې دوباره تحویل کړی

په یوه مشهوره ډنمارکی ورځپاڼه کې دافغانستان دولسمشرحامدکرزی  دووروراودځینونورو زورواکانوپه تړاودکابل بانک دډیوالی کیدو موضوع څیړل شوی ده چی ستاسوپاملرنه یی ژباړنې ته راګرځوم: Politiken Lørdag d.23.april.2011


دکرزی وروربایدډیرې پیسې دوباره تحویل کړی


دافغانستان  جمهورریس تلاښ کوی چی دهیوادبانکونوته  دخلکوباورپه داسی حال کی پیاوړي کړي چی دکابل بانک څخه غیری قانوني پوراخیستل رسواشوه. یوکوچنی ګروپ دولسمشرد ورورپه ګډون باید (۲،۵)میلیارده کرونه (یوډالرتقریباً پنځه کرونه کیږې) بیرته تحویل کړي


ولسمشرحامدکرزی خپل  وروراونوروسهم دارانوته یوه میاشت  وخت ورکړیدي چي دوي بایدڅه دپاسه نیم میلیاردهغه ډالرونه چې پورول یی راجسترشوی نه وه، دوباره تحویل کړی
دادولسمشرهغه تلاښ اوهڅې دې چی غواړی په هیوادکي دادارې فساددجنجاله ډکه وروستي موضوع خاموشه کړې.
محمودکرزی دبانک دهغومشتریانوپه ډله کې دې چې په پټه یې (۹۰۰) میلیونه ډالره پور کړی وو. یوه برخه دغه پیسې یی په ډوبی کې دلوکسوودانیوپه رانیولولګولی دي.
دولسمشرورورادعاکوی چې نوموړی اخیسته شوی پوردوباره تحویل کړی دی اوتیاری یی ښودلی دی چی ددی موضوع دڅیړنې په صورت کې به مرسته وکړې.
تیرکال په منی (خزان) کی ددغه غیری قانوني پوراخیستنې خبره لوڅه شوه. نوموړی بانک هره میاشت ددولتي کارکوونکومعاشونه ورکول، نوځکه دولت پریکړه وکړه چې دابانک د ډیوالی کیدوڅخه په دی ډول وژغوره چې ملی یی کړی. داسی دولت چی ډیرلږامکانات لری اودولت همدااوس ډیرپوړوړی دی ولی داسی یوه لویه لویدلی ټوټه یې رانیوله اوداسی یوډارن خبر خپورشوچی ولسمشرکرزی خپل نژدي کسان دپورورکولوڅخه خلاصوي. داسعارونړیوال بنسټ IMF د افغانستان حکومت تهدیدکړی چي دوي به دبیارغونې لپاره خپلې مرستې په ټپه ودروې. انګلیستان اونورومرستندویه هیوادونود پيسو ورکول ترهغه وخته معطل  کړه، ترڅوچي دولت په موضوع کی مداخله کوی.
تیره پنجشنبه (۲۱ / ۴ / ۲۰۱۱ زکال) دولت اعلان کړه چی دوی غواړی نوموړی بانک په ښه اوخراب بانک باندی دهغه قرادادله مخې وویشی چې تیره اونی په واشنګټن کی موافقه ورباندی وشوه.
دافغانستان دمرکزی بانک دریس ښاغلی عبدالقدیرفطرت دویناله مخی به دبانک شخصي مشتریان د درومیاشتوپه درشل کي په دغودو(ښه اوخراب) څانګوکی وویشل شي. داوازوله مخې Chartered HCBS او Barclay دعلاقه مندانوپه ډله کې دې.


 ښاغلی عبدالقدیرفطرت وایی: ټول هغه پورونه چې دبانک دمقرراتوسره په تضادکی ورکړه شوی دی، دوباره به مرکزی بانک ته تحویل شی، په دغه ډول دکابل بانک پورونه به ورکړه شې. دمرکزی بانک مشرداهم په ډاګه کړل چی (۱۹) ځانګړې دفساددوسیې به وڅیړل شی اوشکمن کسان به ترقانونی تعقیب لاندی ونیول شی. دامریکی غوښتنه هم داده چی په فسادککړکسان بایدترعدلی تقیب لاندی ونیول شی، ځکه داچاره ددی باعث ګرځی چی دافغانستان مالی سکتوردوباره باورترلاسه کړې.
دزندانی کیدوتهدیدداسې اندیښنې رامنځته کولای شی چی دبانک دوباره فعالیت احیاء کول به ستونزمن شې. انګلیستان په نظرکی لري چی دخپلومحاسیبینوپه مرسته دبانک فعالیتونه وڅیړي، سره ددي چی دځینوسرچینوپه حواله محاله به وې چې دغبن شووپیسولویه برخه به بیرته بانک ته تحویل شی.
دمرکزی بانک ریس ښاغلی فطرت داسی اټکل کوی چی: تقریباً(۲۴۰) میلیونه کرونه به بانک ته تحویل شي، د(۶۵۵) میلیونوکرونوپه ارزښت وداني ضبط شوی اویا به داچاره ژرترژره ترسره شې. مګروروستې پیسې چې (۱،۷۷) میلیارده کرونه دې، دتحویلي فورمولیټی وعده (بې باوره وعده) یې شوې ده.
دکابل بانک دجوړیدني لنډه تاریخچه
دکابل بانک په (۲۰۰۴زکال) دشیرخان فرنود په واسطه چی دنړیوال (pokerspille)1 په قمار(بازی) اخته کس دی، جوړشواودولسمشروروریی دغټوسهمدارنودډلې څخه وو. 
محمودکرزی وایی: ماټوله خپل پوردوباره تحویل کړی دی اونورسهم لرونکي بیله شیرخان فرنود څخه عینی خبره کوی. سره ددی چی دبانک ویشل پردووبرخود(IMF) له لوری په ښه راغلاست ومنل شو. ولی بیاهم داباوری نه ده چی داسعاروبنسټ دی په دی قانع شی چې خپلومرستوته دبیارغونې په برخه کې دوام ورکړی.
د IMF دمرستودوام دډیرومرستندویوهیوادونولپاره دارزښته نه ډکه موضوع ده. پای
نوټ : زماپورته ژباړنه په ټول ډول دموضوع په بهرنیوانګیزواواغیزوپوری تړاو لری. زمادژباړنې څخه پوهیدلای شوچی دهیوادپه دننه کی اداری فسادڅومره ناوړه اغیزه دهیواد دبیارغونې پرچارولرې اودنړیوالواراده دمرستوپه ورکولوکې کمزوره کوې.
ولی دهیوادپه دننه کې هم دسیاستوالواودولسی جرګې دغړوپه منځ دموضوع په تړاواندیښنې اواعتراضونه پورته شوی دی. په (۲۷ / ۴ / ۲۰۱۱ زکال) نیټه د افغانستان دولسي جرګې په غونډه کې دافغانستان بانک لوی ریس ښاغلی عبدالقدیرفطرت دموضوع په اړوندوویل چی: دکابل بانک په موضوع کی ډیر قوي زورواکان شامل دی چی مادټولوخطراتوپه منلوسره ددوي دعلنې محکمې غوښتنه کړې ده. مسعودموسی غازی دکابل بانک ریس وایی چی په ټول ډول دبانک څخه (۹۱۲) میلیونه ډالره ورکې دې. چی په دی ترځ کی دځینو نومونویادونه په دی ډول وکړه : شیرخان فرنود (۵۰۴) میلیونه، محمودکرزی (۲۲) میلیونه ، داودنعیم (۹) میلویونه ،خلیل الله فروزی (۶۶،۹) میلیونه، محمدحسین فهیم (۷۸) میلیونه، ګلبهارحبیبی (۳۹،۷) میلیونه، عبدالغفارداوی (۳۷) میلیونه، دهیوادوال شرکت مشرحاجی محمدابراهیم(۱۵) میلیونه، صوفی نثار(۱۴) میلیونه، اوطاهرظاهر (۱۱) میلیونه امریکایی ډالره په غیري قانوني ډول ترلاسه کړی دی. 
دولسی جرګې غړې شکریه بارکزې وایی چې په دی موضوع کی (۱۳۳) تنه د ولسي جرګې غړي اویوشمیروزیران هم ښکیل دی. هیڅوک بایدمثتثنی ونه ګڼل شی اودټولولست بشپړاوولسي جرګې ته وسپارل شی.
ولی دکابل بانک ریس وایی چی دداسی لست بشپړول تراوسه تروخت نه مخکی دی.
ددی موضوع کورنی اړخ دښاغلی سلام خان په لیکنه کې ژورڅیړل شوی دی چی تاسویی دww.nahimi.dk/pashto په ویبپاڼه کې لوستلاي شي.