پکتيا:۲۸۷ محصلينو د هند بورس په نيت ازموينه ورکړه
تېره ورځ دپکتيا پوهنتون په انګړ کې د۲۸۷ تنو ددولسم ټولګيو فارغانوڅخه ازموينه پدې موخه واخيستل شوه چې دلوړو زده کړو لپاره ګاونډي هيواد هندوستان ته وليږل شي .
دپکتيا پوهنتون په انګړ کې د۲۸۷ تنو ددولسم ټولګيو فارغانوڅخه ازموينه پدې موخه واخيستل شوه چې دلوړو زده کړو لپاره ګاونډي هيواد هندوستان ته وليږل شي . دغه ازموينه دقرانکريم په تلا وت سره پيل شوه چې دپکتيا پوهنتون چارواکو اودپکتيا اوخوست ولاياتو دښوونې رياستونواودولايتي شوراګانو استازوګډون درلوداو ويناوې يې وکړې .دپکتيا پوهنتون اداري مرستيال سيدمحمد مل پخپله وينا کې وويل چې دسويل ختيڅ زون ددريو ولاياتو خوست ،پکتيا او پکتيکا ولايتونوته دغه سهميه دلوړو زده کړو وزارت ورکړې اوورته ويل شوي چې پدغه ازموينه کې به ديادو دريو ولايتونو۴۷۲ تنه ځوانان ګډون وکړي خو پدغه ازموينه کې ۲۸۷ تنو ګډون کړی وو.ددوی په وينا به ددې شميرې ګډونوالو څخه ۵۱ تنه چې لوړې نمرې ولري ګاوندي هيواد هندوستان ته وليږي .هيره دنه وي چې پخواهم څو ځله په دې ولايت کې همداشان ازموينې ترسره شوې خو نتيجه يې تر ډيره بريده منفي وي .