په سمندر کی د بن لادن د جسد پټول غیر اسلامی عمل دی
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د نړۍ په هره برخه کی اسلامی علماوو د امریکا دا عمل په کلکه غندلی دی چی د اسامه بن لادن جسد یې په سمندر کی ښخ کړی یا غورځولی دی .
مشهور لبناني عالم ( عمر بکری محمد ) ورته ویلی چی دا د اسلام په وړاندی یو سپکاوی دی . ده زیاته کړه چی « امریکایان په دغه ښخېدنه سره مسلمانان توهین او بې عزته کوی ، او زما په خیال دا کار د امریکاد حکومت په تاوان دی . »
راپور زیاتوی چی په بحر کی د مسلمان د جسد ښخول صرف هغه مهال اجازه لری چی دغسی مړینه د اوبو پر سطح په کښتۍ کی سوې وی . عمر بکری زیاته کړه چی دا د امریکا یوه « ستراتیژیکی غلطي » ده او ښایی ډیر کسان همدغه عمل انتقام ته وپاوروی ، ځکه هغه پر وچه وژل سوی دی خو جسد یې په لوی لاس په سمندر کی ښخیږی .
سیاسی شنونکي وایی چی اسامه بن لادن ظاهرأ ووژل سو مګر « تروریزم » خو ژوندی دی که هغه مځکنی وی یا هوایی !