کور / د ډيورنډ کرښه / د پنجابیانو هژمونستی پالیسی د لر او بر افغانستان په وړاندې

د پنجابیانو هژمونستی پالیسی د لر او بر افغانستان په وړاندې

کله چې یو دولت وغواړی خپل سیاسی ، اقتصادی ، کلتوری او ټولنیز پالیسی پربل دولت باندې تحمیل کړي هغه ته هژمونیست دولت وایی خو دارنګه پالیسی د هژمونست دولتونو له خوا په ډیره زیرکانه توګه پلې کیږی د بیلګې په توګه پخواني شوروی اتحاد د خپل سویلې پولې د خوندي کولو د پاره افغان دولت ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې لویدیځ هیوادونه اقتصادی پانګه اچونې وکړي. که څه هم هغه مهال افغانستان یو آزاد هیواد( د ظاهر شاه او داود خان په وخت) وو خو افغانستان د بشپړ ملی واکمنۍ خاوند نه وو په هم په دې اساس لویدیز هیوادونو افغانستان یی شوروي اتحاد تحت الحمایه هیواد بلل.

نن پاکستان  په ډاګه وایی چې افغان دولت باید د  پاکستان سیاسی ، اقتصادی ګټو ته لوړتیا ورکړي که څه هم د افغانستان په تاوان وي کې چیرې د پاکستان لاندې سیاسی غوښتنو ته په دقیقه توګه پام وکړې بیا په دې باندې قناعت کوې چې پاکستان یوه هژمونسته دولت دی يا په بله عباره پنجابیان خپلې سیاسی او اقتصادی پرختیا غوښتنې یا فارورد پالیسی ته د افغانستان په لور ادامه ورکوي.

.په دې وروستیو کې پاکستانی پلاوی، چې د صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په مشری کابل ته راغلی وو، افغان حکومت ته په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو اړیکو دتړون په بدل کی مهم شرطونه وړاندی کړي دي چې د افغانستان د دولت ملی واکمنۍ تر پوښتنې لاندې راوړي. البته پاکستان په دې باندې ښه پوّهیږي چې د افغانستان ملی واکمنۍ د لویديځ هیوادونو له خوا د ضد تروریستي جګړې تر نامه په پشپړه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

پاکستان د خپل پیدایښت سره سم په اړیکو کې د افغان دولت سره جنجال درلود. تیره ونی داسې راپورونه مطبوعاتوته ووت چې افغان دولت پاکستان سره ومنله چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي په هغه کمیسون کې شامل کړي چې له طالبانو سره د سولې دپاره هلې ځلې کوي. دد موافقېسره سم باید په هرراز خبرو کې د پاکستان امنیتي ادارو او چارواکو ته رسمي رول ورکړي. د پاکستان پوځ له افغان طالبانو سره اوږدې او زړې اړیکې لري او په ځلونو یې ویلي دي چې د افغانستان د لس کلنې کشالې د حل لار له اسلام اباده تیرېږي.

که چیرې د پاکستان لاندې غوښتو نو ته ښه ځیر شو نو پو هیږو چې څومره افغان ولس نور بد مرغی په مخ لري

۱- د امریکا د ستراتیژیک تړون د منلو لپاره په را بلل کیدونکی لویه جرګه کې د ډیورنډ کرښه باید په رسمیت وپیژندل شي.

۲- د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او د ملي امنیت د ریس په ټاکلو کې د پاکستان نظر حتمی وی.

۳– په راتلونکي حکومت کې د جلال الدین حقاني شبکې لپاره باید ځای ځانګړی شي.

۴– په افغانستان کې د هندوستان، سیاسي فعالیتونه را محدود او له ترکمنستان څخه د ګازو له پایپ لاین څخه د هندوستان بې برخې شي.

۵-هغه پاکستاني بلوچان، چې د افغانستان په خاوره کې فعال دي، باید افغانستان نه وباسي .

۶— د افغان ځواکونو د شمیري د زیاتیدو په باب د اسلام آباد مشوره اړینه ده.

.  ۷– پاکستان ته د افغانستان د کانونو په استخراج او نورو لویو پروژو کې ونډه ورکول.

. ۸– د افغانستان د اوسنی او راتلونکو حکومتونو په جوړښت کې د پاکستان ستراتیژیک رول .

. ۹– پاکستان ته د افغان ملي پوځ او پولیس سرتیرو په روزنې کې د کلیدي رول ورکول.

.   د افغانستان د لوړو او منځنیو زدکړو په ادارو کې پاکستاني روزونکو او مربیانو ته د پراخي ونډي ورکول1-

.هغو پروژو له پلي کولو مخنیوی چی له افغانستان څخه پاکستان ته د بهیدونکو اوبو مخه نیسي .

۱۲— له ناټو او امریکا سره د هر راز ستراتیژیکو اوږد او لنډ مهالو قرار دادونو په برخه کې په وخت او زمان د پاکستان خبرول او له اسلام آباد سره یې د جزیاتو شریکول.

پنجابیان نه يوازې خپل هژمونستی پالیسی ته د افغانستان په لور ادامه ورکوي بلکې غواړې دننه په پاکستان کې  پښتونخوا خاوره په وړو ټوټو وویشي دا په دې مانا ده چې پنجابیان اوس غواړي د خيبر پښتونخوا ايالت يوه ستره برخه چي هزاره ډويژن ورته ويل کيږي او په ۱۰۰٪ کښي ۹۰٪ وګړي هلته پښتانه ژوند کوي د خیبر پښتونخوا څخه جلا کړي او د یوه وړه ایالت په توګه د هزاره وال نوم ورکړی نو په دې توګه يو وار بيا هڅه کوي چي پښتونخوا ایالت نور هم سره وویشي او تر خپلو استعماري پلانونو لاندي راوړي.له بده مرغه په پاکستان کې جنوبی پښتونخوا د بلوچستان ترحکومت لاندې ژوند کوي، منځني پښتونخوا ( فاټا ) يا قبایلې سیمې په اته ایجنسیو باندې ویشل شوي او د پاکستان د جمهورریس تر مستقیم امر لاندې دی، اټک او ميانوالي د پنجاب تر ولکې لاندې دي البته چي په پنجاب ايالت کښي د نيازيو او خټکو ګڼ شمير آبادي ده او یو پښتنې سیمې دی. بله برخه يې شمالي سيمي چي د چين سره پوله لري د خیبر پښتونخوا څخه جلاکړی شوی او د ګلګت په نامه یو اداری سیاسی واحدی چي پکي کيلاش او نور تاريخي افغانان پکي شتون لري اوس د پنجابیانو په لاس کې ولویدی دی. دا هم هغه بد مرغه پښتانه افغانان دي چې په لر او بر افغانستان کې له هرلورې ځپل کیږی او ځپل ملی هویت ، ژبه او کلتور له لاسه ورکوی . موږ په دې باور یو چې د افغان راتلونکې نسل به د پښتونخوا ويشل به هيڅ کله نه مننی. ډ لوی افغانستان په هیله