کور / تازه خبرونه / خوست: د استخباراتو مدير تر نيول کېدو وروسته وژل سوئ دئ

خوست: د استخباراتو مدير تر نيول کېدو وروسته وژل سوئ دئ

وسلوالو طالبانود خوست ولايت د دوه منده ولسوالۍ د استخباراتو  مدير وواژه .


  ذبيح الله مجاهد چې ځان دوسله والو طالبانو وياند معرفي کوي  وويل چې ديادې شوې ولسوالۍ  مدير حبيب خان يې له نيول کيدو وروسته  تيره ورځ وژلى دي
 


داستخباراتودمدير حبيب خان وژل کيدل دوسله والو طالبانو لخوا ديادې شوي ولسوالۍ ولسوال هم ومنله .


ولسوال منلې چې داستخباراتو مدير  له رخصتۍ وروسته   خپلې دندې ته راتلو  چې په لار کې طالبانو نيولئ او وژلئ يي دي .


 ولسوال ويل چې نوموړي  لوموړى ټپي شوي وو اوبيا دوي دخوست مرکزي روغتون ته يوړ چې هلته يي بيا ساه ورکړه .