کور / سياسي / مرګ د درواغو په خاطر

مرګ د درواغو په خاطر

بسم الله الرحمن الرحیم ـ آیا د اسامه بن لادن په وژلو سره به « د ترور پر ضد جنګ ! » پای ته ورسیږی ؟ قطعأ نه بلکی هغه به نور هم شدید سی . دا ځکه چی القاعده پخوا یوازی په توره بوړه کی اوسېدله خو نن په ټوله عربی او اسلامی نړۍ ، حتی په اروپا او لویدیځ کی فعالیت کوی .


 دا یو تریخ حقیقت دی چی په افغانستان او عراق کی امریکایی پوځیان د درواغو لپاره وژل کیږی . هغوی هر یو د سپینی ماڼۍ او بلیونرانو د هوسونو او پر نړۍ د امریکایی تسلط او د پوځی ـ صنعتی مجتمع د جاه طلبیو قربانی سوی دی . هغوی یو لا هم د امریکایی ولس یا امریکایی آزادۍ ګانو په خاطر نه دی وژل سوی . یعنی دا چی په عراق کی ( ۴۴۵۵ ) امریکایی پوځیان او په افغانستان کی هم ( ۱۵۷۰ ) امریکایی پوځیان ټول د درواغو لپاره وژل سوي دي .
وګوری په لومړۍ نړیواله جګړه کی ۱۱۷۰۰۰ امریکایی پوځیان وژل سوي دي ، په دوهمه نړیواله جګړه کی هم ۴۰۵۰۰۰ امریکایی پوځیان وژل سوي دي ، د کوریا په جنګ کی ۵۴۰۰۰ پسی وژل سوي دي ، په ویتنام کی هم ۵۸۰۰۰ نور پسی وژل سوي دي ، او نن دا دی په عراق او افغانستان کی ( ۶۰۲۵ ) نور امریکایی پوځیان د خاورو مېلمانه سول . دا ولی ؟ دا ټول ناحقه او د درواغو په خاطر له منځه تللي دي .


راځی چی څو دغسی درواغ یې د  تاریخی او ثقه مدارکو په حواله وشنو :


لومړی ـ تر ټولو غټ درواغ یې دا دی چی وایی موږ « د ترور پر ضد جنګ ! » مخته بیایو . خو تروریزم یو هستی یا موجود نه دی چی جنګ ورسره وسی بلکی هغه یو تاکتیک دی چی نه هېواد لری نه مشخص پوځیان ، نه فزیکی شتون لری او نه هم ټاکلې جبهه ، نه یونیفورم لری او نه هم جنرالان ، نه اردو لری او نه هم فرقه . . .


نو ځکه په جهان کی عمومأ او په افغانستان کی خصوصأ دا جنګ په درواغو سره مخته ځی  . یعنی دا جنګ د یو چا سره اعلان سوی خو عملأ د بل چا سره کیږی . القاعده مشران په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی اوسیږی خو جنګ په افغانستان کی د طالبانو سره جریان لری .


وګورﺉ ، د ادعاوو سره سم امریکایانو اسامه بن لادن اسلام آباد ته نږدې په ایبټ آباد کی ووژﺉ ، خو د هغه د وژلو لپاره یې په وزیرستان او ټوله قبایلی سیمو کی په زرګونو بېګناه انسانان وژلي دي او دا بهیر اوس هم پایښت لری . نو ځکه د امریکایانو او افغانانو وینی په درواغو سره توییږی . 


دوهم ـ تر ټولو غټ درواغ یې دا دی چی وایی جنګ لازمی او حتمی دی : وګوری پر هروشیما او ناګاساکی باندی د اټومی بمونو تر استعمال څو میاشتی مخکی چی کله د توکیو ښار د بمونو تر باران لاندی و او په زرګونو ملکی وګړی خصوصأ ښځی او ماشومان یې ووژل ، نو د دې عملیاتو امریکایی قوماندان ( کرټیس لي مې ) وروسته داسی اعتراف وکړ : « موږ پوهېدو چی د دې ښار د سوځولو پر مهال به زښت زیات کوچنیان او ښځی وژل کیږی . خو دا کار باید سوی وای . » هو ، دغه دی د امریکایی جنګ معیار .


وګوری په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو معزول قوماندان جنرال سټنلی مک کریسټل داسی اعتراف وکړ : « موږ ګڼ شمیر ملکی خلک ویشتلی او یو شمیر مو هم وژلي دي او زما د معلوماتو له مخی هغوی یو لا هم زموږ ځواک ته رښتیانی تهدید نه و . » په رښتیا هم هر څونه ملکی انسانان که وژل کیږی پروا نه کوی ، خو برﺉ باید وګټل سی !


درېیم ـ بل درواغ یې دا دی چی وایی زموږ خلک دا جنګ غواړی : عجیبه لا دا چی پخپله رونالډ ریګن اعتراف کوی چی « دا حکومتونه دي چی جنګ غواړی نه خلک » . په رښتیا هم دا زاړه او کهنه پیخه سیاستوال دي چی ځوانان وژنی . هغوی په پوځ کی اولادونه نه لری نو ځکه جګړه خوښوي او دنیا ورانوی . دا ستر پانګوال ، د هغوی دلالان او ګوډاګیان یې دي چی صرف د ځانی ګټو په خاطر جنګ تحمیلوی او په درواغو سره وینی بهوی .
څلورم ـ بل درواغ یې دا دی چی وایی جنګ بایلونکی او ګټونکی لری : خو حقیقت دا دی چی جګړه هیڅ ګټونکی نه لری بلکی په یوه لار نه بله ضرور بایلونکی یا متضرر کیږی . هره خوا په جنګ کی ځانی تلفات او مالی زیانونه ګالی . هیڅ داسی جګړه په هغه وینو نه ارزی چی پکښی توی سوي وی .


امریکا همدا نن د عراق او افغانستان د جګړو له امله ۱۴ ټریلیونه ډالره پوروړې ده او مالی کسر یې ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته رسیږی او ۹٪ خلک یې په بیکارۍ کی شپې سبا کوی چی تاریخ یې سارﺉ نه لری .


پنځم ـ بل غټ درواغ یې دا دی چی وایی جنګ د هېواد سپما ته ګټور تمامیږی : خو حقیقت دا دی چی جګړه هغسی یوه ښه آینده راوړی کټ مټ لکه زلزله ، سونامی یا وبا چی یې راوړی . زلزله ساختمانی کمپنیو ته ښه راتلونکې لری او کولرا یا وبا هم ډاکټرانو ، دوا جوړونکو کمپنیو او روغتونونو ته ښه آینده راوړی حال دا چی زور یې د خلکو تر زړونو خیژی .


شپږم ـ بل غټ درواغ یې دا دی چی وایی جنګونه زموږ ارزښتونه او آزادۍ ګانی را ژغوری : امریکایی پوځ نن په خپل سر د نړۍ پولیس ګرځېدلی دی . امریکا په ۱۵۹ هېوادو او سیمو کی خپل پوځیان مستقر کړي دي . وایی که زموږ پوځیان د جنګ لپاره افغانستان ته ورنسي نو القاعده به واشنګټن او نیویارک ته راپسی راسي ! حال دا چی پخپله د سي آی اې لوی ریًس ( لیون پنیتا ) اعتراف کوی چی په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده فعالین پاته دي او بس . دا لا څه ، په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان جنرال ډیویډ پترس داسی وایی : « القاعده نور په افغانستان کی عملیات نه کوی . » نو چی داسی ده ، سل زره امریکایی او څلویښت زره نور بهرني پوځیان ولی او د چا سره جنګیږی ؟ نو آیا دا یو تحمیلی او ظالمانه جنګ نه دی ؟


که خبره د امریکایی آزادۍ ګانو د دفاع وی ، نو په جرمنی کی ۶۰ زره امریکایی پوځیان کومی آزادۍ ګانی ژغوری ؟ په جاپان کی ۳۵ زره امریکایی پوځیان کوم امریکایی ارزښتونه ساتی ؟ په جنوبی کوریا کی ۳۲ زره امریکایی پوځیان د کومو آزادۍ ګانو دفاع کوی ؟ په ایټالیا کی ۱۲ زره او په انګلستان کی ۱۱ زره امریکایی پوځیان کومی آزادۍ ګانی ژغوری ؟
وګوری ، لویدیځ پوځیان هره ورځ په افغانستان کی ۲ ـ ۳ ملکی انسانان وژنی ، امریکایان هره شپه پر کورونو ناببره حملې کوی او خلک وژنی چی دا پر نړیوال قانون صریح تیرﺉ دی ، ځوان افغانان د کلونو کلونو راهیسی په بګرام کی په ناوړو شرایطو کی بندیان دي . آیا همدا د تمدن یا امریکایی آزادۍ ګانو دفاع ده ؟ په افغانستان کی په کوم منطق او کوم ارتباط د امریکا مدنی ارزښتونه یا آزادۍ ګانی پایمالیږی چی امریکا او لویدیځ د لس زره کیلومتره لیری څخه راغلي او دلته یې دفاع کوی ؟ فلهذا ، دا د لویدیځ د ارزښتونو یا آزادۍ ګانو دفاع نه بلکی د هغوی د ګټو دفاع ده ، خو په درواغو سره خپل او زموږ انسانان وژنی .
پر افغانستان د امریکا د پوځی حملې او فعلأ د هغه د نیولو ظاهری اهداف څه دي ؟ آیا هغه د القاعده ماتول وو ؟ د طالبانو نسکورول وو ؟ د دیموکراسۍ تحمیلول وو ؟ د اسلامی « افراطی ! » عقیدې محوه کول وو ؟ د تروریسټانو وژل وو ؟ د مخدره ییز کاروبار ختموَل وو ؟ د ظلم څخه د افغانی ښځو خلاصول وو ؟ او که نور ؟ خو که له دغو نه یو هم درواغ وخیژی نو هغه بل یې ژر ځای ونیسی !


مشهور امریکایی څیړاند ( چارلی ریز ) داسی لیکی : « د ۱۹۴۵ کال راهیسی هیڅ کوم هېواد زموږ پر ضد جنګ نه دی اعلان کړی مګر موږ د ډیرو هېوادو سره جنګېدلي یو . له همدې امله تر دغه کال وروسته زموږ ټول جنګونه د آزادیو او دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د پانګوالو د ګټی په خاطر دي او زموږ هرڅومره عسکر چی وژل سوي ، دا ټول د سپینی ماڼۍ د هوسونو او جاه طلبیو قربانی سوي دي نه د امریکا د بقأ . »
هو ، پورتني ترخه حقایق ثابتوی چی امریکا په افغانستان کی جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کوی . دا جنګ د تروریزم پر ضد اعلان سوی و ، خو نن د طالبانو سره کیږی . امریکا د جنګ جوړولو یا دښمن لرلو څخه پرته یو بېکاره او بې هدفه غوندی هېواد دی . د جرمنی د پارلمان پخوانیً غړی جورجن تودنهافر داسی وایی : « موږ باالکل هغه څه تولیدوو چی پر ضد یې د جنګ ادعا کوو ، » یعنی تروریزم . والسلام ، ( ن . صمد )