د اسامه د دندي پای د ژوند پای

د لراوبر اداره | مې 7th, 2011


د اسامه دړومبنيو انډيوالانوپه هېوادکې لاشپه وه،لوېديزورسنیوپه يوسراوسلوژبو ديوويشتمې  پېړۍ تردې مهاله ډېر مهم اوارزښتناک خبرخپور کړ.


دامريکا دمتحده ایالتونوولسمشر په سپینه ماڼۍ کې دتلوېزيون پر پرده ګواکې په ناڅاپي!! ډول راڅرګندشوچې دخبر دارزښت  په پام کې نيولو سره يې دخپرولو وياړ هم  دتلويزون پر وياندونه لوروه .ده دنړۍ اوپېړۍ ډېرمهم خبر داُسامه خپلواواُسامه ځپلوته داسې پېل کړ: «شپه موپه خېر.نن شپه،زه کولی شم دامريکا خلکو اونړۍ ته ددې خبر ورکړم  چې دامريکا دمتحده ايالتونوله خواپه تنظيم شويوعملیاتوکې،دالقاعدې مشر،ترهګراو دښځو او ماشومانو په ګډون دزرګونو کسانوقاتل اُسامه بن لادن ووژل شو.» [داکار لس کاله مخکې هم شونی و،خوهغه مهال دامريکا متحده ايالتونونه غوښتل]


هو،دلويديزرسنيوکې دترهګرودسپه سالاراودالقاعده بنسټ ايښودونکی چې ګواکې دسي.آې . ای .  پيريانو ته هم -چې دځمکي له تل نه خبر دي – هم پته نه وه مالومه؟؟!! نن دپاکستان په پوځي ښارګوټي ايبټ اباد(چې اسلام ابادته نږدې پروت دی )دامريکا دځانګړي پوځ په عملياتو کې ووژل شو.


دالقاعده ددغه افسانوي مشراودبنسټ پالوافغاني – پاکستاني تنظيمونوپخوانی ولينعمت مړينې دپاکستان پردوه مخي اوافغان دوښمنه سیاست سربېره دامريکايي استخباراتوعورت هم بربنډ کړ. [هو،دسي.آې.ای.عورت ښکاره شو خو لويديزوال دعورت کومه پروا نه ساتي] درسوا شويو ټکو په څو يې دڅوڅو کرښو په کچه تم کېږو:


اُسامه به پخوادپاکستان – افغانستان ترمنځ د خپلوعربي ساتونکوپه بدرګه آزاد تګ راتګ کوه . په افغانستان کې دبی ۵۲ ډوله الوتکوپه زوردطالبانودواکمنۍ دنسکورېدوله هماغه لومړيو ورځو راهيسې په پاکستان کې اوهغه هم دپاکستاني واکمنودشپې ناستو بانډارځای (اسلام اباد)ته څېرمه په پوځي ښارګوټي کې .


 ۱


دپاکستان دکورنيوچاروپخواني وزير اودافغاني مجاهدينو معنوي پلارنصرالله بابر- چې دامهال په مړستون کې دخپلو افغان دوښمنه او مسلمان دوښمنه کړو په باب دنکير اومنکردپوښتنو اوګروېګنوپه وړاندې لاس اوپښې غورځوي- له يوخبريال سره په مرکه کې ويلي و:«ماپه خپله هماغه مها ل دبن لادن دتګ لاراووخت په اسلام ابادکې دامريکې دمتحده ایالتونو سفير ته خبر ورکړی و.»خوسفیر صاحب دجناب بابر «مبارکې خولې»!! ته ارزښت نه و ورکړي اويا يې لږترلږه له ځان سره ویلي وچې؛ بابر هم مخکې تردې چې هوښيار شي اوپه استخبارتي لوبو يې سرخلاص شي زوړشوی دی


خودپاکستان د«اسلامي دولت»!! دکورنيوچارواوسمهالی بوله وزيررحمان ملک – چې لا تراوسه يې دسپېڅلي قرآن   داخلاص سوره هم نه ده زده -بيا لکه دپاکستان دټولودوه مخوچارواکو(له مشرف نه ترزرداري اوګيلاني پورې) په څېرپاکستان کې داُسامه اوالقاعده دمشرتابه دغړيو موجوديت  درواغ ګڼي.                                                


[خوخوارکی اُسامه ګواکې دپاکستان دوه مخوواکمنواوآې .اس .آې . داستخبارتي ادارې له ډاره له خپلودوه ښځو، يودرجن اولادونو،ساتونکواوګاډي چلوونکي سره په داسې یو ه«تنګه سمڅه »؟؟!! کې چې ددغه لوکس ښارګوټي دافسرانو له کورونو څخه اته برابره غټ اوديوالونه يې هم ۶-۵متره لوړول اوپولادي اغزن مزی تری چاپېر و اوسېده، اودخپلوکړنو پايلې اودالقاعدې فعاليتونه يې هم په خپل کورکې دسپوږمکۍله لارې لیدل .؟؟؟!!!]                                                                                                


 مالومه شوه چې په پاکستان کې داُسامه اوسېدل نه يوازې دچارواکواو آې .اس.آې. له نظره پټ نه و،بلکې دامريکا دمتحده ایالتونوڅارګره اداره هم پرې له هماغه لومړي سره خبره وه.خوکله ناکله به په لويديزورسنيوکې دناټود چارواکوله خولې په قصدي ډول داُسامه دپښو پر پَل خاورې اړول کېدې .دبېلګې په ډول داوسنيورسوا شويواوخپرو شويو مالوماتوله مخې بن لادن له ۲۰۰۵زکال راهيسې په پاکستان کې اوسېده،[ داهم سمه نه ده] دامريکې څارګره اداره پرې ددوۍ دخپلو رسنيو له قوله لږترلږه د۲۰۱۰ زکال له اګست راهيسې خبره وه.خود۲۰۱۰ز کال په اکتوبر کې دسي ان ان تلوېزيوني شبکه چې دامريکې دڅارګرې ادارې له سانسور اوچاڼ پرته دداسې  سکالو په هکله دڅه خپرولو اجازه اوجرأت نه لري .نوځکه په پوره اګاهۍ سره دناټوديوچارواکي په حواله وايي چې ؛دالقاعدې دډلې مشران اُسامه بن لادن اودهغه مرستيال ایمن الظواهری دپاکستان په شمال لويديز کې پټ دي داپه پوره اګاهۍ سره داسې سيمه  په نښه کوي چې سلونه کيلومتره مربع پراخي لري. [دې ته وايې دخلکو احمقول چې په دې پلمه عام ولس (هغه هم بې ګناه پښتانه) وژني او  پته ځکه غلطه ښودل کېږی چې دنده لا سرته نه وه رسېدلې. ]


دپاکستان جوړېدل دفاسداعظم (جناح ترور)اودانګرېزي چرچيل اکا دصيغه يي واده  ناجایزه زېږد  دی،چې له هماغه


۲


دمه تردې دمه يې ټولوچارواکو تل له ګاونډيوهېوادونو په وړاندي دوه مخي اوخاينانه سياست  درلود اولري يې . دې خبره کې اوس دشک ځای نه پاتې کېږي چې؛پاکستان دنړۍ والو ترهګروځاله،روزنځی او پټنځی و،دی او داُسامه له وژلو وروسته به هم وي .ترڅو چې دسيمې له نخشې نه دغه دشيشکې متیازي پاکې نه شي نودلته به ترهګروبوزغلي کرل کېږي،پالل کېږي اوسيمې اونړۍ ته به پټ اوښکاره صادرېږي. پاکستاني چارواکي به لکه «کارغان چټلۍ خوري اومښوکې به بيا بيا پاکوي». روزنځايونه به پټ اوښکاره  فعال وي .                                                                                               


تراوسه چې په افغانستان اوان په خپله دپاکستان په  ګډون دنړۍ په هرګوټ کې کوم ځانمرګي اوترهګربريدونه شوي دالقاعدې اودپاکستان دڅارګرې ادارې دپخوانيو اواوسنيودروهګرو(توطيه ګرو)مشرانو په ګډه همکارۍ سره دپاکستان له مشخصولنډمهالواوستراتيژيکوموخوسره په تړاو کې شوي دی .پاکستان په بشپړ ډول دنړۍ والو ترهګروتر شا ولاړو،دی اووي به .[ځکه پاکستان خپلې ګټې دنورو په زيان کې لټوي.]


دَنده ختم  بَنده (مريی) ختم


دافغانستان مسألې ته له ډېرو پخواکلونوراهيسې «ستره لوبه» وايي.ددغه لويې لوبې طراحانو تل دلنډ مهاله او اوږد مهاله موخوسره په انډول کې لنډمهاله اواوږد مهاله پلانونه  درلودل .ددغو پلانونو دپلی کولو له پاره يې  لوي اوواړه چوپړیان دټاکلي وختونو له پاره  ګومارل.خوچې کله به دچوپړيانو دنده ختمه شوه نونور به يې ژوند هم د«سترې لوبې» پازوالو ته نه يوازې ارزښت له لاسه ورکړ بلکې دځينو اوپراتيفي مصلحتو له امله به له يې منځه وړل هم اړين شول. جنرال ضياالحق[دصليبې جګړي یا«جهادفی السبيل الله» دليکوال عالم افتخارپه قول ظلمت الباطل]هم دسړې جګړې دمهال (هغه وخت چې سور پوځ په افغانستان کې و،په سيمه دامريکا دنړيوال امپريالېزم دپټواوڅرګندوموخواو ګټو يو چوپړی اومريی و.خوچې کله په شوروی  اتحاد کې دکمونست ګونددرې مشران په کمه موده کې په پرله پسې توګه ګواکې مړه؟! شول . ميخائيل ګرباچوف دواک په ګدۍ کېناست نودشوروی اتحاد په کورني اوبهرني سياست کې يې دلويديز په ګټه بدلونونه راوستل،چې په دغه لړکې دامريکې له ولسمشر رونالدريګن سره له افغانستان نه دشوروي پوځونو دوتلو پرسر موافقې ته ورسېد.دې کاردکمونيزم دنسکورېدواودسړې جګړې دختمېدو مانا درلوده. بیانودنړۍ خور امپريالېزم په نړي والو سنجشونواومحاسبوکې د«سترې لوبې»  دنوي پړاو له پاره دبنسټګر ضیأ په څېر زاړه ،تاريخ تيري اورسواشوي چوپړیان په درد نه لګېدل .نوځکه يې داسې والوزوه چې پوځيانويې بيا دپنجابي مېخو په فضله موادودبدن ککړې ټوټې راټولولې چې دپاکستاني او افغاني بنسټ ګرو پلويانودتسليت له پاره ترې مړستون جوړکړي .


هود«لويې لوبې »دڅارګرۍ اداره دخپلو بهرنيو چوپړیانو له پاره دتقاعددوره  اولګښت هډوپه پام کې نه نيسي. ددندې له ختمېدو وروسته ورته سملاسي دجنت ؟!دروازې پرانيزي.                                 


 ۳


دادی اوس دآسیاپه زړه کې د«جهاد»!!ددريم پړاومېوه مخ په پخېدو ده.په افغانستان کې پرونيو«مجاهدينو» ږيرې خريلي اودږيروځاي يې داوسمهاله ديموکراسۍ دروان کاروان دسرغنه ودخوښۍ له پاره غړونديو (نکتايي ګانو ) ته پريښی دی .دوۍ اوس پرونيوقطغني اووطنې نغموته نه ،بلکې دواشنګتن،لندن او پاريس ددسکوتيکونوبريښنايي موسيقۍ ته دګونډه وهلواوملاغبرګولوچمونه دماهرو نڅاګروپه څېر زده کړي دي. پروني جنګ سلاران اوس دخپلو جنایتونودجزأ او بيا پنځه سلنه کې دايسارېدوله ډاره ،اوځينوچې نوې يې دواک اوځواک مزه ليدلې نوپه افغانستان کې دبهرنيانوداوږدې مودې په شتون کې ځانونه خوندي  بولي . دالويه لوبه دهمدغه موخې له پاره له لسګونوکلونو راهيسې په کاراچول شوې ده. اوس نو اصلي موخې اومودې وهلو ته لږ وخت پاتې دی.


خو،خواوبيا هم خو….،که چېرې دافغان ولس په وړاندي دبهرنيویرغلګروبې باکي اوپه نيمو شپوپه کورونو ورننوتل اودبې ګناه ملکې خلکو دوژلو په وړاندي دهېوادداروارثانو له سراسري ولسي غبرګون سره مخامخ شي نوبيا؟؟؟ بيا خونو نړۍ وال امپريالېزم د«سترې لوبې»دټولو احتمالي ګواښونواوخطرونوسنجشونه هم کړې اودهغه مهال دچارې په توګه  يې د«بي»(دویم پلان)هم لري .ددغه پلان له مخې همدا اوس  دافغان دبېواکه ولسمشر له اجازې پرته په پوزيشن کې اپوزیشن عطا نوراودشمال له پاره دکورنیو چارودوزير دځانګړو موخوځانګړی ګومارل شوی جنرال داؤد ديومعلوم الحاله وحدت دوښمنه متعصب تنظيم لومپنانوته (چې رزق يې له ازله دجنګ جګړې ،چورچپاول اوونډ اوغنیمت له فصل اوباب نه حواله دی) وسلې ويشلې اوويشي يې.دا د«لږکيودحقونو»!! په نامه يوځل بیا دروسيې دناکام سياست تکراردی . داځل امریکائيان په بايلونکو پروقماروهي  .


دادافغانستان دجګړی دحل لار نه ،بلکې دجګړې داور ددوام له پاره دنویوخاشاکو راټولول دي .( دا خشاک له بهرني ملاتړ پرته يوه دچرسانو بلکه هم نه ده)


اوس چې په سیمه اونړۍ کې داصلي لوبغاړونقابونه  څيرې اوموخې يې بربنډې شوې .مالومه شوه چې دالقاعدې اوترهګروځاله دافغانستان په پښتون میشتو کليو اوښارونوکې نه بلکې په پاکستان کې ده اومشر يې په پلازمېنه کې د پاکستاني چارواکو سره څنګ په څنګ اوسېده .نوافغان دولت ته په کارده چې ترهرڅه ړومبي له هغوۍ سره چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په خلاف له سمندروله اخواراغلي دي زموږ په خاوره کې په دغه پلمه جګړې اوبمبارۍ ختمولو له  پاره کلک اوعملي اقدام و کړي .


د بين المللي ټلوالي په عملياتوکې بې ګناه افغان ولس ته درسېدلې مرګ ژوبلې تاوان داروپا اوامريکا په معيارونو برابروغواړي – په دغه تاوان کې پاکستان هم دخپلودرواغواودوه مخۍ په تناسب  ونډه واخلي- .


پاي

Copyright Larawbar 2007-2024