د اسامه مړينه له څېړونکي شېر يحیی سره په مرکه کي
لر او بر:
یحیى صاحب نن د امریکا ولسمشر بارک اوباما رسنیو ته وویل چي د امریکا خاصو قواوو د پاکستان پلازمېني ته نږدې پر یوه کور حمله کړې، د القاعدې د ډلي مشر اسامه بن لادن او د ده زوی او دوه ملګري يې ووژل، او د اسامه بن لادن مړی يې د هند سمندر په اوبو کي لاهو کړ. په دې هکله ستاسو نظر څه دئ؟
شير یحيى:
هو ما هم دا څرګندوني له رسنیو واورېدې، خو زما په فکر دا حقیقت نلري. ما له ډېر وخت راهیسي د اسامه بن لادن په باب معلومات راغونډول او هاند او هوډ مي دا وو، چي د ده په باره کي څه ولیکم. رشتیا خبره خو داده چي اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر پر ۱۶مه د افغانستان په توره بوړه کي په خدايي مرګ او په خاصه کړه د پښتورګو د مریضۍ له وجهي مړ او همهلته ښخ دئ.
لراوبر:
که داسي وي نو دغه خبر هغه مهال ولي نه خپرېدئ؟
شيريحيى:
په هغه وخت کي د الوفد په نوم یوې مصرۍ ورځپاڼي ( د چارشنبې ورځ، د ٢٠٠١ کال د ډيسمبر ٢٦ مه، ١٥ م ټوک ٤٦٣٣ ګڼه)، کي دغه خبر ((د اسامه بن لادن مړینه او د هغه دښخېدو مراسم لس ورځي وړاندي)) تر سرليک لاندي خپور کړ.
په هغه خبر کي داسي راغلي دي: ((د طالبانو د غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي پرون د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن د مرګ خبر تائید کړ. ده وویل چي بن لادن د سږو په مریضۍ اخته وو او په یوه طبعي مرګ مړ سو. دغه چارواکي چي د خپل نامه له ښوولو ئې ډډه کړې، د « پاکستان اوبزرور » ته وویل چي دی پخپله د بن لادن په ښخولو کي لس ورځي پخوا حاضر وو او تر ښخېدو دمخه يې د هغه مخ لیدلی وو.« وروستی دیدار؟» تقریباً ۳۰ تنه دده د القاعدې انډیوالان او همدارنګه د ده د کورنۍ غړي او د ده یو څو طالبان ملګري هم هلته ول . دده تر ښخېدو وروسته دده په درناوي د ټوپکو ډزي وسوې . ده دا هم وویل چي دا به ګرانه وي چي دهغه قبر وموندل سي، ځکه د وهابیانو له ګروهي سره سم قبرونه شنختي نه لري او دا به ناممکنه وي چي امریکايي ځواکونه د بن لادن نښي نښانې ومومي)) .
د امریکايي « فوکس نیوز » له خوا هم دغه خبر د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر د میاشتي پر ۲۶ مه کټ کټ په همدغه بڼه خپور سوى وو.
همدا راز د بوب پاپاز په نوم د امریکایي سمندري قواوو یو پخوانى افسر هم وايي چي بن لادن له کلونو کلونو راهیسي مړ دئ او ما دده دغه څرګندوني له نن څخه تقریباً درې اوونۍ مخکي په خپل فیس بوک کي خپرې کړي وې.
لراوبر:
د اسامه بن لادن د ناروغۍپه هکله بل ځاى هم يادونه سوې ده؟
شيريحيى:
د اسامه بن لادن ناروغي انګلیسي « ګارډیین» ورځپاڼي هم تائید کړې ده. دوی هماغه وخت ولیکل« چي اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال د جولای په میاشت کي، یاني څه کم دوې میاشتي د سپټمبر د یوولسمي تر حملو مخکي، د دوبۍ په یوه امریکايي نظامي روغتون کي بستر وو. د سي آی اې د اماراتو د څانګي مشر ((لري میچل)) هم د ده پوښتني ته راغلی وو او په خورا مهربانۍ يې له ده سره خبري کولې.
د امریکا د سي بي ایس تلوېزیوني شبکې په قول د سپټمبر د میاشتي پر لسمه یاني پر نیویارک او واشنګټن باندي تر حملو يوه ورځ دمخه اسامه بن لادن د لاهور پنډۍ ښار په یوه پاکستاني نظامي روغتون کي بستري وو، د ده پښتورګي له کاره لوېدلي او دده وینه باید د خاصو ماشینانو په مرسته پاکه سوې وای.
دا عجبه خبره ده چي بن لادن د لاهورپنډۍ په یوه روغتون کي بستري وو، امریکایان، د دوی اروپایي انډیوالان او سیمه ایز تالي څټي لکه پاکستان په دې هم ښه خبر دي چي بن لادن چیري وو او څه يې کول، خو بیا هم امریکایانو طالبان تهدیدول چي باید بن لادن ور وسپاري، که نه نو دوی به پر افغانستان باندي نظامي یرغل وکړي! او پر دې ټولو خبرو سربېره پاکستانیانو بن لادن پرېښود چي افغانستان ته ولاړ سي!!
لراوبر:
بن لادن خو د امريکا دښمن وو، نو بيا ولي ليري ميچل له هغه سره ښه سلوک وکړ؟
شيريحيى:
ځکه چي بن لادن د سي آی اې د شبکې یو مهم غړی وو، چي دوی د « ټیم عثمان » په نامه نومولی وو.»
پورتنى خبر په حقیقت کي د دوو فرانسوي لیکوالانو د « نمایشي تروریزم » له کتابه را نقل سوی وو.
همدا راز د ایف بي آی ترجماني مېرمن سیبیل ایډمونډز چي په خټه ایرانۍ ده، هم په خپلو مرکو کي دا خبره تائید کړه چي بن لادن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر میاشتي پوري د امریکايي استخباراتو سره نيژدې همکاري لرل.
لر او بر :
که اسامه بن لادن رښتيا هم لس کاله پخوا مړ سوى وي، نو بيا امریکایانو ولي اوس «وواژه »؟
شيريحيى:
د دې خبري ډیر دلیلونه دي: په امریکا کي بېکاري او افلاس، د ورځنیو ستونزو څخه د خلګو توجه بل لوري ته اړول. د افغانستان له جګړې سره د امریکايي اولس د ۵۴ % فيصده خلګو مخالفت، د ټاکنو د مهال رانيژدې کیدل او نور . . . . خو د دې دلایلو په څنګ کي به ښايي چي ځیني عمده دلایل هم وي : هغه اور چي پاکستانیانو زموږ په هیواد کي د تیرو دېرشو کالو راهیسي بل ساتلی دئ هغه اور اوس د دوی لمني ته رسېدلی دئ. افغان ولسمشر ته د پاکستان د حکومت دا ناببره وړاندیز ، چي امریکایانو ته دي نظامي هډې نه ورکوي، په وضاحت سره د پاکستانیانو وارخطايي څرګندوي او ښیي چي پاکستان اوس په دې پوه سوی دئ، چي د امریکایانو شتون په افغانستان کي د یوه خنجر په څېر دئ، چي دواړه خواوي خوري! پاکستانیان اوس د یوې چاري په فکر کي دي او دغي « وژني » امریکایانو ته د پاکستان پر ضد یوه ښه بهانه په لاس ورکړه: په ټوله نړۍ کي هیڅوک نور د پاکستان دا خبره نه مني چي دوی د تروریزم سره سروکار نلري.