کور / هراړخیز / د ډاکټر يوسف قرضاوي او هاشمي رفسنجاني مناقشه

د ډاکټر يوسف قرضاوي او هاشمي رفسنجاني مناقشه


تر سره کوونکى: د الجزيره ټلوېزيون د خبري څانګې مدير، احمد شيخ



ژباړن: حميد فراز  (( دا ژباړه په لراوبر کي تر خپريدو مخکي په کتابي بڼه هم خپره سوې ده ))


(د سريزې په توګه د خپرونه چلوونکي خبرې)


درنو ليدونکو!


د الله تعالى درود او سلامتيا دې پر تاسو ټولو وي؛ د دې (ځانګړې ليدنې) د خپرونې له لارې، چې الجزيره ټلوېزيون يې د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې په همکارۍ او همږغۍ تجربه کوي، تاسو ته سلامونه وړاندې کوم. د يوې داسې خپرونې له لارې، چې پکې به دوه اسلامي شخصيتونه له خپلو-خپلو ليدلوريو څخه پر هغو ننګونو او مشکلاتو خبرې وکړي، چې نن-سبا اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده. همدارنګه به دوى موږ-تاسو ته د دغو ستونزو پر حللارو، د اسلامي امت د يووالي پر موضوع -چې اوسمهال په سختو شرايطو کې قرار لري- او دا چې اسلامۍ نړۍ له خپل شا و خوا چاپېريال سره څنګه چلند وکړي، د اسلامي امت د رسالت او د هغه بنيادونو ته د وفادارۍ د اصل پر بنسټ، خپلې-خپلې څرګندونې راسره شريکې کړي.


دغه ژوندۍ ځانګړې ليدنه، چې (د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې) د مشر استاد ډاکټر يوسف قرضاوي او د ايراني نظام د مصلحت پېژندنې ادارې د رئيس او (خبرګان) جرګې د غړي ښاغلي شيخ هاشمي رفسنجاني په برخې اخيستنې دايرېږي، د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې په وړانديز د دې ټولنې له لوري تهران ته د يوه لېږل شوي پلاوي تر هغې ليدنې وروسته تاسو ته جوړه شوې ده -چې پکې موافقه شوه چې دا دوه شخصيتونه به په راتلونکي کې په يوه ګډه ليدنه کې د نړۍ مسلمانانو ته وينا کوي-. له لوى او عظيم  الله څخه غواړم، چې دا ليدنه د مسلمانانو په کرښو کې د يووالي د راوستلو، زړونو د نژدې کېدو او د وحدت پر يوې کليمې د راټولېدو لامل وګرځوي.


هيله من يم چې دا دوه لوى شخصيتونه د هغو مختلفو مسايلو په اړه -چې ټول سُني او شيعه مسلمانان يې ګيله من کړي دي، او کله ناکله يې په اختلاف زېږوونکو او پاروونکو عناصرو هم بدلوي- څرګندې او صرېحې پوښتنې په ښکاره او غوڅه توګه ځواب کړي.


همدارنګه غواړم روښانه کړم چې دا ليدنه په حقيقت کې د دې دوو شخصيتونو تر منځ مناظره نه ده، بلکې يو هغه ځانګړى بحث دى چې دوى دواړه به د خپلو-خپلو ليدلوريو په څرګندولو د ځينو حساسو مسايلو په اړه پکې خبرې وکړي.


په دې تمه يم چې دواړه لوى شخصيتونه د خپلې مهربانۍ له مخې هرې پوښتنې ته يوازې په دوو يا دوو نيمو دقيقو کې په ډېره فشرده توګه ځواب ووايي، تر څو په دې توګه له وخت څخه پوره ګټه پورته کړلاى شو. ځکه اوس مو هم د خپرونې پيلولو ته تر ځانګړي شوي وخت، زيات وخت تېر شو.


اوس ښاغلي هاشمي رفسنجاني ته دوولس دقيقو وخت په ورکولو -چې همدومره وخت به د ښاغلي ډاکټر قرضاوي د څرګندونو د بيانولو لپاره هم وي- خپرونه پيلوو، او تر هغه وروسته به بيا خپرونه له دوى سره د څلورو محوري موضوعاتو په څېړلو مخ ته بوزو.  


د مناقشې پيل


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې رفسنجاني، دې ځانګړې خپرونې ته مو هرکلى کوم؛ موږ ستاسو د څرګندونو د اورېدلو په تمه يو، مهرباني وکړئ!


هاشمي:


بسم الله الرحمن الرحيم، الحمدلله والصلاة والسلام على آله و صحبه، اعوذبالله من الشيطان الرجيم، واعتصموا بحبل الله جميعاً ولاتفرقوا.


لومړى بايد له (الجزيره) ټلوېزيون او همدارنګه جناب قرضاوي څخه ځانګړې او د زړه له تله مننه وکړم، چې دا ځانګړې خپرونه يې د اسلامي يووالي د ساتنې په لار کې جوړه کړې ده. پوهېږم چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې د مسلمانانو د يووالي او همدارنګه د دې خبرو-اترو او خپرونې د جوړېدو لپاره واقعاً ډېرې هلې-ځلې کړې دي. له لوى خداى څخه غوښتونکى يم، چې د دې خبرو-اترو له امله موږ ټول اسلامي امت ته خير او برکت را په برخه کړي.


موږ-تاسې ټول پوهېږو چې د اسلام د خپراوي د بنسټ يوه ستن د يووالي پر ساتنې ولاړه ده او هر وخت چې دغه يووالى رامنځته شو، هغه مهال به د نړۍ ټول مسلمانان له خير او برکت څخه برخمن شي. موږ د خپل اسلامي انقلاب تر برياليتوب وروسته په ټول توان هڅه وکړه، چې د ټولو مذاهبو د پيروانو کرښې غښتلي او مذهبونه سره نژدې کړو. البته دا هغه لار وه چې پيلامه يې ارواښاد آية الله بروجردي، علامه شيخ محمد عبده او (دارالتقريب) مؤسسې کړې وه. موږ هم همدارنګه د خپل اسلامي انقلاب تر برياليتوب وروسته د اسلامي يووالي د اوونۍ موضوع مطرح کړه او دا لار مو نوره هم پسې ووهله. د اسلامي جمهوريت بنسټ ايښوونکي او همدارنګه مشرتابه مقام آية الله خامنه يي هم همدغه لار په کلکه او نه ستړې کېدونکې توګه تعقيب کړه، چې په پايله کې يې زموږ ډېر پرمختګونه او زياتې سختۍ په برخه شوې. زموږ ډېرو عالمانو په بېلابېلو کنفرانسونو کې ګډونونه وکړل، چې په دې لړ کې د ښاغلي شيخ قرضاوي نوم هم يادولاى شم. همدارنګه د مصر، تونس، مراکش، عراق، سوريې، سعودي عربستان او نورو ډېرو اسلامي هېوادونو عالمان د يادونې وړ دي.


موږ بالآخره د خپلو دغو تلاښونو مېوه تر لاسه کړه او يو-بل ته سره نژدې شوو، له لوى خداى څخه غواړم چې موږ ته د دې لاسته راوړنو د ساتنې او خونديتوب ځواک را په برخه کړي. طبيعي ده چې په دې وروستيو کې د فتنه اچونې له ځينو ننګونو سره مخامخ وو، چې ښايي د عراق له پېښو يې سرچينه اخيستې او يا کېداى شي له هغه څه سره -چې په افغانستان او لبنان کې رامنځته شول- هم بې تړاوه نه وي.


دغه ټولې فتنې د غليم د هغو هڅو زېږنده دي، چې د فساد او فتنه اچونې نوې لړۍ يې راپيل کړې، چې د ځينو اندېښنو او ناآراميو لامل هم ګرځېدلې دي. تر دې بريده چې بېخي شونې ده د عالمانو هغه ټولې خوارۍ -چې د اسلامي يووالي لپاره يې ګاللې دي- په اوبو لاهو کړي. موږ اوس د لوى الله په مرسته او توکل غواړو په دې خپرونه کې د فتنو او فسادونو د دغو لړيو مخنيوى وکړو.


زه پخپله په دې باور يم چې د يوه لوى منځني ختيځ د رامنځته کولو او زېږولو لپاره به د آمريکا ټولې هڅې، چې په حقيقت کې زموږ پر ځمکو د واک د ټينګښت په معنا دي، له ماتې سره مخامخ شي. په سيمه او عراق کې د دوى شتون تر اوسه دوى په دې نه دي توانولي، تر څو نه يوازې دا چې خپلو موخو ته نژدې شي، بلکې زما په اند اوسمهال د دوى د ستونزو حجم د پخوا په پرتله نور هم لوى شوى دى. دوى فکر کوي چې د مسلمانانو د کرښو تر منځ د تفرقې په اچولو خپلو شومو هدفونو ته ځانونه رسولاى شي. له لبنان سره په جګړه کې د اسرائيلو ماتې، د فلسطين په وروستيو ټاکنو کې د خلکو بريا او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د مقاومت د ستنو ټينګښت هغه لاملونه وو، چې غليم يې د مسلمانانو په منځ کې نفاق او تفرقې اچولو ته وهڅاوه، او اوس يې کلک هوډ کړى چې د بېلابېلو دامونو په ايښوولو او دسيسو په جوړولو خپل دغه هدف تر لاسه کړي. خو موږ د اسلام او قرآن بچيان بايد تېر نه ايستل شو او لکه څنګه چې مې د خپلو خبرو په پيل کې وويل، څرګند قرآني حُکم شته، چې په خپلو منځونو کې مو له تفرقې او شخړې کولو څخه منع کوي: (ولا تنازعو فتفشلوا و تذهب ريحکم). دا يو ښکاره او روښانه قرآني حکم دى او د خداى(جل جلاله) له لوري راته امر شوى دى، چې د يووالي ساتنه وکړو. لکه څنګه چې وايي: (انماالمومنون اخوة). نن-سبا اسلامي عالمانو ته په رښتيا هم ډېر ستر-ستر او مهم مسووليتونه ورترغاړې دي؛ په ځانګړې توګه بيا په داسې حال کې، چې له سختو مشکلاتو سره مخامخ يو او غليم په لبنان، عراق، افغانستان او نورو هېوادونو کې د فتنه اچونې هلې-ځلې کوي. اوسمهال چې موږ په سودان، سوماليا او نورو هېوادونو کې له کومو ستونزو سره مخامخ يو، هغه يوازې او يوازې د اسلامي يووالي د ساتنې له لارې له منځه وړل کېداى شي.


د سُنيانو او شيعه ګانو تر منځ فتنه اچونې، تفرقه زېږونې او احساسات پارونې په حقيقت کې هغه شيطاني نغمې او وسوسې دي، چې موږ يې بايد هېڅکله په منګولو کې راښکېل نه شو. ټول ايرانيان او ايراني عالمان په رښتيا هم د زړه له تله د اسلامي يووالي غوښتونکي دي. زه پوهېږم چې سُني عالمان هم زموږ له شيعه هغو سره کاملاً همږغي لري؛ هغوى د مسلمانانو تر منځ تفرقه نه غواړي. خو بيا هم يو شمېر ناپوه کسان شته، چې دلته و هلته ځيني فعاليتونه او خبرې کوي، مګر دا د عاقلو او پوهو مسلمانانو مسووليت دى، چې د افراطيانو او سخت دريځانو د کړنو له کړۍ څخه بهر فکر او کار وکړي. هغه کسان چې د اسلام بنسټيزو او عمومي مصالحو ته پاملرنه نه کوي، هغوى بايد د خواشينۍ لامل هم ونه ګرځي. نو له همدې امله هيله من يم، چې له ښاغلي قرضاوي سره به په اوسنيو خبرو اسلام او اسلامي امت ته يو څه خدمت وکړلاى شم.


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې رفسنجاني، ستاسو څخه په مننه اوس ځو دوحې ته، تر څو د ډاکټر قرضاوي خبرې واورو! مهرباني ښاغلې شيخ، وفرماياست!


ډاکټر قرضاوي:


بسم الله الرحمن الرحيم، الحمدالله رب العالمين و الصلاة و السلام على سيدنا و امامنا و اسوتنا و حبيبنا و معلمنا رسول الله و على آله و صحبه و من اتبع هداه.


اما بعد: خبرې مې له الجزيره ټلوېزيوني چېنل څخه په مننه -چې د همدغې ليدنې او بحث د چمتو کولو لپاره يې د مسلمانو عالمانو د يووالي د نړيوالې ټولنې وړانديز ومانه- پيلوم. له لوى الله(جل جلاله) څخه غواړم چې دا ليدنه او مباحثه، خير، ګټه او برکت را په برخه کړي او همدارنګه ښاغلي هاشمي رفسنجاني ته هم سلامونه وړاندې کوم. ما چې کله اته کاله مخکې له تهران څخه ليدنه کوله، نو مې له دوى سره ليدلي وو؛ دوى د دې تر څنګ چې زما يې ښه تود هرکلى وکړ، د قرآن شريف يو تفسير هم د ډالۍ په توګه راکړ.


زه په دې عقيده يم که چېري له دغې ليدنې څخه په سمه توګه ګټه پورته کړل شي، نو به د درست اسلامي امت لپاره ډېرې ښې پايلې ولري. له شيخ رفسنجاني څخه، چې پر يوه لوى روحاني شخصيت درلودلو برسېره د ايران له مخکښو سياسي شخصيتونو څخه هم ګڼل کېږي، هيله لرم چې د هغو څلورو بنسټيزو موضوعاتو په اړه -چې تهران ته يو ځانګړى لېږل شوى پلاوى يې په اړه له ايراني چارواکو سره همږغۍ ته رسېدلى دى- خبرې وکړي. دلته اوس څلور بنسټيزې موضوعګانې موجودې دي، چې بايد په اړه يې خبرې-اترې وشي او په ښه روښانه توګه وڅېړل شي.


ما د مذاهبو په اړه په يوه کنفرانس کې، چې څو اوونۍ مخکې په قطر کې جوړ شوى و، د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل:


(زه د مذاهبو تر منځ پر هغو واټن لږوونکو -چې وخت ناوخته غونډې او کنفرانسونه جوړوي، بېرته سره پاشل کېږي او په کوم عملي اقدام لاس نه پورې کوي- ډېره جدي نيوکه لرم! ځکه دوى په دې ډول د حساسو ټکو او مسايلو له يادولو او همدارنګه د رښتينو ستونزو له رابرسېره کولو څخه تښتي. دغه ډول کسان هر وخت په زيات شمېر سره راغونډېږي، د يوه و بل صفتونه او لغت پرانۍ کوي، خو اصلي، مهم او بنسټيز مسايل همداسې پر خپل حال پرېږدي.)


نو له همدې امله غواړم په دې خپرونه کې د هغو مسايلو په اړه وږغېږم، چې د نړۍ ټول شيعه او سُني مسلمانان ترې سر ټکوي او په ځورېږي. له دغو مسايلو څخه يوه د تکفير مسئله ده؛ يو شمېر کسان شته چې د شيعه ګانو د تکفير حُکمونه صادروي او ځيني نور بيا موجود دي، چې پر سُنيانو د کفر مُهرونه وهي. خو موږ غواړو چې اسلام د ټولو تر منځ د يووالي او عمومي اتحاد يو محور وي. که په اهل سنتو کې داسې کسان شته، چې شيعه ګانو ته د کافرانو په سترګه ګوري، نو په شيعه ګانو کې هم داسې کسان موجود دي، چې اهل سنت تکفيروي. او ښايي دوى تر سُنيانو هم د تکفير د ټاپې په وهلو کې بدتر وي. په شيعه ګانو کې يو شمېر داسې کسان شته چې وايي: (زموږ خداى، پيغمبر او پېشوايان د اهل سنتو تر خداى، پيغمبر او پېشوايانو جدي دي!). نه غواړم چې دلته د اشخاصو نومونه ياد کړم، بلکې يوازې د شيخ نعمت الله جزايري او د شيخ مجلسي صاحب د بحارالانوار کتاب د نومونو په يادولو بسنه کوم. ځکه نه غواړم په دې ډول د تُندلارو او حدتېرېدونکو لپاره يوه بله نوې موضوع راپيدا کړم. او که چېري موږ هم د هغوى پر پلونو قدمونه کښېږدو، نو به هېڅکله له يوه و بل سره جوړ رانشو. زما په اند بايد تل پر منځلارو او معتدلينو تکيه وشي. موږ خپله د تکفير مسئله ردوو، همدا چې موږ-تاسې ټول په يوه خوله پر (لا اله الاالله و محمد رسول الله) باندې ګواهي ورکوو -يوه داسې ګواهي، چې د يوه مسلمان انسان د درنښت، ځان او مال ساتنې تضمين کوي- او د يوې قبلې پر لوري لمونځونه ادا کوو او د اهل قبله وو پر يووالي ايمان لرو، کفايت کوي.


دا خو يې يوه مسئله. بله دا ده چې د شيعه ګانو او اهل سنتو تر منځ شته اختلافات بايد د عوامو په منځ او عامه مجالسو کې او همدارنګه پر منبرونو مطرح نه کړل شي. ځکه دا هغه اختلافاتي موضوعات دي چې بايد د علم، پوهې او تخصص څښتنان يې د حل کولو لپاره راپاڅي -او هغه هم د هغو علمي او کارنده اصولو له مخې، چې بنياد يې احساسات، لانجه پېښونه، کينه او خبرو ته د غوږ پر ځاى سرنيونه نه، بلکې د مينې، خلوص او ورورولۍ روح وي-.


درېيمه موضوع د رسول الله د صحابه کرامو او اهل بيتو په اړه ده. که څه هم زه او ټول اهل سنت ايمان او باور لرو، چې په درسته اهل سنتي نړۍ کې حتى يو کس هم نه شته، چې اهل بيت دې ورباندې ګران نه وي، مينه دې ورسره ونه لري او پر خپل سر دې يې ونه ګرځوي. او همدارنګه کوم اهل سنت دى، چې د رسو الله زوم، د کاکا زوى او د اسلام ايستلې توره علي بن ابي طالب دې ورباندې ګران نه وي او مينه ورسره ونه لري؟! څوک دى چې د جنتي ځوانانو د کاروان سالاران حسن او حسين، زين العابدين سجاد، ابوجعفر باقر، جعفر صادق او نور کسان دې ورباندې ګران نه وي؟! په حقيقت کې داسې هېڅوک په اهل سنتو کې نشته!


خو دلته ستونزه د رسول اکرم(صلي الله عليه وسلم) د صحابه وو په اړه د شيعه دوستانو په دريځ کې ده! دا هغه موضوع ده چې د ډېر زيات اهميت وړ ده. ما اته کاله وړاندې -چې کله تهران ته په سفر تللى وم- دغه خبره له ايراني دوستانو سره ياده کړه، او ياد مې دي، ما په هغو ټولو ناستو کې -چې برخه مې پکې اخيستې ده، لکه د رباط (د مراکش پلازمېنه)، بحرين او دمشق غونډې- دا موضوع ياده کړې ده.


زه د دې مهمې مسئلې په يادولو وايم: هېڅکله امکان نه لري چې زه دې لاسونه ستاسو په لاسونو کې درکړم او بيا احساس کړم چې موږ نو يو له بله سره وروڼو يو! کله چې زه ووايم: ابوبکر، عمر، عثمان او عايشه، مګر تاسو دوى ته د لعنت او کرکې په سترګه وګورئ، نو دا ډول جوړجاړى بالکل ناشونى دى! او له همدې امله په کار ده، چې بايد د همدغې موضوع په اړه يوې همږغۍ ته سره ورسېږو.


غوره دا ده چې اهل تشيع وروڼه دې ټکي ته پاملرنه وکړي چې: د پيغمبر صحابه کرام د رسالت د پوهنتون زدکوونکي او فارغ التحصيلان دي، دوى د رسول الله د روزنيز ښوونځي د ايښوول شويو نالګيو پايله ده. که چېري موږ دوى د تورونو په غشيو ولو، نو په حقيقت کې مو د دوى استاد، معلم او ښوونکى ويشتلى دى او دا په دې معنا ده، چې ګواکې هغه دوى ته سمه زدکړه او روزنه نه ده ورکړې. مګر سوګند په پاک الله چې امين رسول يې روزنه په ډېره عالي او بريالۍ توګه کړې ده! دوى هغه تر ټولو لوړترين او ښه ترين نسل دى، چې تر اوسه يې بشري تاريخ شاهد پاتې شوى دى او پر دغه څه باندې لوى الله د قرآن کريم په اتو سورتونو: اعراف، انفال، توبه، نحل، حج، فتح، حشر او حديد کې ګواهي ورکوي! الله ټولو مخکېنيو اصحابو او تر دوى وروسته نسل -په ځانګړې توګه لومړنيو سابقينو او حتى هغو کسانو ته، چې په ښه توګه د دوى پيروي وکړي- د خير  او رحمت ژمنه ورکړې ده، له هغوى څخه خوښ دى او دوى هم د الله له ژمنې څخه خوښ دي. هغه دوى ته د هغه جنت وعده ورکړې ده، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. قرآن او حديث د دوى ستاينه او صفت کوي؛ له تاريخي پلوه هم هغوى هغه کسان دي، چې قرآن يې ساتلى او راټول کړى دى او سنت يې تر موږ رارسولى دى. همدارنګه يې نورې سترې-سترې برياوې را په برخه کړې دي او اسلام ته يې په نړۍ کې پراختيا ورکړې ده! اصلاً څوک وو چې اسلام يې د مصر او ايران تر کنارو ورساوه؟ څوک وو چې د دغو سيمو کسانو ته يې له اورپرستۍ څخه خلاصون ورکړ او د يوه الله عبادت ته يې راوبلل؟ هغه همدغه د رسول الله اصحاب وو!


نه غواړم چې په دې اړه نور وږغېږم، ځکه پوهېږم چې بيا خبرې اوږدېږي او وخت لنډ دى. دا هغه مسئله ده چې بايد په اړه يې يوه جوړجاړي ته سره ورسېږو. نور بايد د رسول اکرم(صلي الله عليه وسلم) د صحابه وو په اړه هر ډول تورونو، توهينونو او سپکايو ته د پاى ټکى کښېښوول شي. که د اهل سنتو په منځ کې هم داسې څوک وي، چې اهل بيتو ته د سپکاوي په سترګه ګوري، هغه هم بايد منع کړل شي. له بله پلوه د مکې تړن هم زموږ-ستاسې په وړاندې دى -يو هغه تړون چې هيله من وو د اهل تشيع او اهل سنتو ټول لوى-لوى عالمان يې لاسليک کړي-. دا تړون له اتو اصولو او مادو جوړ دى او اړينه ده، چې موږ-تاسې يې ټولې ومنو. هېڅوک بايد د دې تړون د مخالفت حق ونه لري او دا به د سُنيانو او شيعه ګانو تر منځ د اړيکو د سموالي او چلند پيلامه او کړنلار وي. موږ-تاسې ته په کار ده، چې دغه اصول فعال او د عمل په ډګر کې هم پلي کړو، تر څو کومه پايله ولري او په واقعيت کې يو حاصل ترې تر لاسه کړو. بله موضوع هغه پېښې دي چې ….


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې شيخ، که مو چېري خوښه وي، د نورو پوښتنو د ځوابونو تر څنګ به پر همدغو يادو شويو اتو اصلونو هم وږغېږو ….


ډاکټر قرضاوي:


يو دوې دقيقې اجازه راکړئ، چې يوه بله موضوع هم ياده کړم، ځکه هغه څه چې اوسمهال په عراق کې روان دي، د هغو مهمو موضوعاتو په کرښه کې راځي، چې له امله مو يې په دې خبرو-اترو او بحث کې ګډون سره کړى دى.


دا د هغو وينو مسئله ده، چې هره ورځ پر ځمکه تويېږي او د هغو ډلوژنو پديده ده، چې د بېلابېلو ډلګيو، ملېشو، ډلو او نورو له لوري تر سره کېږي، چې تر شا يې ځينې څرګند مذهبي تعصبونه پټ دي. دا يوه ډېره بنسټيزه مسئله ده؛ هغوى خلک له خپلو هغو کورونو، استوګنځايونو او ځمکو شړي، چې دوى پکې زېږېدلي، دوى پخپله او همدارنګه يې نيکونه پکې اوسېدلي دي. همدا ډول ډېر مسجدونه له خپلو څښتنانو په زور غصب کړل شوي دي -که څه هم حسينيه ګان هم همداسې شوي دي- مګر د غصب کړل شويو مسجدونو په پرتله د دوى شمېر ډېر لږ دى. نو که غواړو چې بې پردې خبرې وکړو، بايد همدغو مسايلو ته هم پاملرنه وکړو.


بله مهمه موضوع دا ده چې موږ د اسلامي هېوادونو د تجزيه کېدنې په کلکه مخالف يو، ځکه کوم ځواکونه چې له اسلام سره دښمني کوي، هغوى زموږ د ځمکو د وېش او تجزيې پلانونه لري او دغه څه يې له خپلو بنيادي موخو څخه ګڼلي دي. هدف مې يو مخ يا بشپړه تجزيه نه ده، بلکې سيمه ييزه تجزيه مې مطلب ده. د بېلګې په توګه دوى غواړي چې عراق، سوريه او مصر پر څو وړو-وړو هېوادونو ووېشي. دا موضوع په هېڅ وجه د زغملو او منلو نه ده؛ عراق بايد همداسې د يوه او يوموټي ولس درلودونکي هېواد په توګه پاتې شي. په کار دا ده چې د دې ملت د يو موټيتوب ساتنه وشي، موږ د عراق او نورو ټولو اسلامي هېوادونو د  وېشلو پلانونه په کلکه غندو او مخالفت يې کوو.


په همدغه څه بسنه کوم او نور وخت ښاغلي استاد احمد ته پرېږدم، چې خپلې پوښتنې وکړي!


خپرونه چلوونکى:


له درانه استاد يوسف قرضاوي څخه په مننه، اوس هغو ډېرو پوښتنو ته راځم، چې لا له وړاندې مې چمتو کړې دي. خو له دې امله چې تر دې ګړيه مو يو څه وخت تېر شو، له ځينو هغو تېرېږم.


د لومړۍ پوښتنې تر مطرح کولو مخکې غواړم له ښاغلي هاشمي رفسنجاني وپوښتم، چې آيا زموږ پوښتنو ته ستاسې ځوابونه ستاسو د شخصي ليدلوري څرګندوى دي، که نه، نور مراجع او مسوولين هم درسره پکې همږغي دي؟ دا له دې امله پوښتم، چې ليدونکي موضوع ته ښه متوجه شوي وي. لطفاً ډېر لنډ ځواب راکړئ، چې پر نورو مسايلو بحث کولو ته هم وخت ولرو!


هاشمي:


طبيعي ده چې زه د خپل ځان په استازيتوب خبرې کوم، خو پوهېږم چې په دې خپرونه کې چې د کومو وړاندې کېدونکو مسايلو په اړه د خپلې عقيدې څرګندونه کوم، په هغه کې د ايران زيات شمېر عالمان هم راسره همږغي دي.


خپرونه چلوونکى:


مننه ښاغلې رفسنجاني! راشئ له دې ځايه يې پيل کړو: تاسې د مکې د ناستې او په هغې کې د لويو شيعه سرچينو د نشتوالي او همدارنګه د تړون له لاسليک کولو د هغوى د انکار په اړه د شيخ قرضاوي څرګندونې واورېدې، ځيني کسان په دې عقيده دي چې په همدغه ناسته کې له برخې اخيستو څخه د دوى انکار په مسلمانانو کې د موجودې فتنې د له منځه وړلو خنډ وګرځېد. بله مسئله د رسول الله(صلي الله عليه وسلم) صحابه کرامو ته بد-رد ويل دي، تاسې په دې اړه هم د درانه ډاکټر قرضاوي خبرې واورېدې، نو په دې اړه مو نظر څه دى؟ مهرباني وکړئ!


هاشمي:


په دې اړه مې نظر دا دى، کوم کارونه چې په دې اړخ کې عوام او افراطيان تر سره کوي، هغه بايد په مسلمانانو کې د تفرقې زېږولو لامل ونه ګرځي. موږ ټول بايد د قرآن د امر مطابق پر (حبل الله) منګولې ټينګې کړو او د هغو خطرونو پر وړاندې، چې اسلامي امت يې تر ګواښ لاندې دى، پر خپل اسلامي يووالي ټينګار وکړو. د دغو خطرونو له جملې څخه تر ټولو لوى هغه اسرائيل او صهيونيزم او د دوى نړيوال استکبار دى. په حقيقت کې همدوى د فتنې زڼي دي، چې زموږ مسلمانانو د هېوادونو ځينې برخې يې لاندې کړې دي. دوى خپل دغه ناروا فعاليتونه له ډېره وخته راپيل کړي او په دې ډول هڅه کوي، چې زموږ پر سرچينو تسلط پيدا کړي. نو له همدې امله دا د اسلامي امت -چې شمېر يې يو نيم مليارډ ته رسېږي، شپېته هېوادونه تشکيلوي او همدارنګه يې په ملګرو ملتونو کې وزن هم د ځانګړي اعتبار څښتن دى- دنده ده. د نړۍ ډېرې ستراتيژيکي او حساسې سيمې د مسلمانانو په لاس کې دي، چې په حقيقت کې د ډېر اهميت وړ دي. همدارنګه دوى د پرېمانه خدايي انرژيکي سرچينو څښتنان هم دي. موږ همداراز د خپل ژوند کولو لپاره د قرآن په څېر لارښود کتاب لرو او د پيغمبر له سنت او سيرهء آئمه، عالمانو، پوهانو، پوهنتونونو او نورو ډېرو شخصيتونو څخه برخمن يو. نو له همدې امله اسلامي امت حق لري چې يو لوى ځواک رامنځته کړي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو په دفاع کې ودرېږي. موږ پر نورو د تېري غوښتونکي نه يو، بلکې زموږ موخه د اسلام ساتنه ده او دغه موخه تر هر څه زيات يووالي ته اړتيا لري. موږ نه غواړو چې دلته حاشيو ته لاړ شو او فرعي مسايل رامطرح کړو، چې فلاني داسې او فلاني هغسې وويل. موږ په ايران کې خپلې خطبې او ويناوې په دې جملو: (الحمدالله والصلاة و السلام على رسول الله و آله و اصحابه) پيلوو. نژدې ټول خطيبان او ويناوال په دې جملو خپلې خبرې پيلوي. موږ شيعه ګان په ايران کې پر توحيد، نبوت او معاد ايمان لرو، او هر انسان چې د همدغو باورونو څښتن وي مسلمان يې بولو، ځان، مال او حيثيت يې خوندي او د درنښت وړ دى، او په هېڅ صورت بايد د يوه داسې انسان پر شخصيت تېرى ونشي؛ ځکه دا يو حرام کار دى. که څه هم دواړه لوري خپلې-خپلې ګيلې لري، خو دا شرايط د يوه و بل د ګرمولو (ملامتولو) او له يوه و بل سره د حساب کولو نه دي، اوس وخت د دې دى چې بايد موږ يو-بل ته لاسونه ورکړو او په دې ډول د خپل اسلامي هويت دفاع وکړو.


خپرونه چلوونکى:


په ډېره لنډه توګه يادونه کوم چې ځيني اهل سنت وايي: تر څو چې په بد نوم د صحابه وو د نه يادولو په اړه په رسمي توګه فتوا نه وي ورکول شوې، داسې دريځ او خبرې بايد جدي ونه انګېرل شي.


هاشمي:


کوم دريځ؟


خپرونه چلوونکى:


د رسول اکرم(صلي الله عليه وسلم) د اصحابو د سپکاوي پر وړاندې دريځ يادوم؛ البته مطلب مې د شيعه عوامو له لوري سپکاوى دى، نه د شيعه عالمانو له خوا.


هاشمي:


دا موضوع څو-څو ځله د اسلامي نړۍ د عالمانو او شيعه عالمانو له لوري مطرح شوې ده، په ځانګړې توګه د ارواښاد امام له لوري او اخير هم مشرتابه مقام د دې موضوع يادونه وکړه. زه په دې باور يم چې دواړو لوريو ته په کار ده، چې يو داسې نوښت وښيي او د دواړو خواوو عالمان يوه دغسې فتوا صادره کړي او د اختلاف پر هغو مسايلو لاس کښېنږدي، چې که پام ورواړول شي، نو له امله به يې د يووالي په لار کې خنډونه رامنځته شي. ځکه بې اتفاقي به هېڅکله د هېچا لپاره په ګټه نه وي. لکه څنګه چې په همدې اړه قرآن داسې وايي: جګړه به موږ ته ماتې را په برخه کړي! (ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ريحکم). موږ نه غواړو چې اسلامي امت کمزورى شي، موږ تر خپلې هرې وينا وړاندې د رسو الله د آل او اصحاب کليمات يادوو، نو بيا دا مناقشې د څه لپاره؟


خپرونه چلوونکى:


ځو دوحې ته او له درانه ډاکټر يوسف قرضاوي سره يو ځاى کېږو. ښاغلې شيخ، د دې لپاره چې له انصافه مو کار اخيستى وي بايد ووايو، چې يو شمېر اهل شيعه وايي: ځيني اهل سنت مسلمانان داسې دريځونه خپلوي او داسې کړنې کوي، چې په بنسټيزه توګه د فتنو د له منځه وړلو په لار کې خنډونه رازېږوي. د بېلګې په توګه دوى د شيعي هلال موضوع يادوي او همدارنګه د يو شمېر اسلامي هېوادونو د عالمانو او مسوولينو له لوري د شيعه ګانو په اړه د تکفير د فتوا ورکولو مسايل هم په ګوته کوي او ګيله من دي. که شيعه ګان د اسلام پر ځينو تاريخي پېښو ګوتې ږدي، نو اهل سنت هم ځينو تاريخي پېښو ته اشاره کوي، لکه د هلاکو خان مغول، ابن علقمي، نصيرالدين طوسي او نورو … له لوري د بغداد نيونه؛ چې دغه شيان پخپله د يوه تور په معنا دي. نو په دې اړه ستاسو نظر څه دى؟ ځکه متقابل تورونه موجود دي او اهل تشيع هم په خپل حال کې ګيلې لري!


ډاکټر قرضاوي:


زه په دې اړه د ټولو اهل سنتو په استازيتوب ويلاى شم چې: موږ تاريخي پېښې د خپلو باورونو ستنې نه ګرځوو او ځانونه يې په زندان کې نه اچوو. موږ په دې باور يو، که ځيني شيعه ګان داسې وي چې تېروتي او منحرف شوي دي او يا يې حتى خيانت کړى، نو موږ د هغوى د ګناهونو پېټى د اوسنيو شيعه ګانو پر اوږو نه ږدو. ځکه قرآن په ډېر صراحت وايي: (تلک امة قد خلت لها ما کسبت و لکم ماکسبتم.) موږ د اصحابو په اړه هم همدغه باور لرو. که فرض کړو چې ځيني اصحاب تېروتي دي، نو بايد وويل شي هغوى خو هغه کسان وو، چې اوس نشته. موږ اوس د خپل وخت بچيان يو!


د تکفير د مسئلې په اړه بايد ووايم چې دا اوس يوه دوه اړخيزه موضوع ګرځېدلې، خو مهمه دا ده چې وپوهېږو څومره کسان پر اهل تشيع د تکفير ټاپې وهي. له شک پرته وايم چې زياتره اهل سنت داسې نه کوي، اصلاً بايد د يو څو کسانو له لوري د شيعه وو د تکفير فتوا پلمه ونه ګرځوو!


هغه څه چې په لبنان کې پېښ شول، ويې ښووله چې د اسلامي نړۍ قاطع اکثريت د حزب الله ملاتړ وکړ، ځکه ناشونې ده چې دوى دې د حزب الله پر وړاندې د اسرائيلو ملاتړ وکړي. نو که دلته و هلته ځينې فتواوې ورکول کېږي، دا په هېڅ صورت د اهل سنتو د عمومي چلند استازيتوب نه کوي. ځکه که غواړو چې خلک ګرم(ملامت) کړو نو په کار ده، د هغوى پر عمومي چال-چلند ټينګار وکړو؛ يو داسې چال-چلند چې له دې ډول تکفير څخه ليرې دى.


همدارنګه لکه څنګه چې مې وويل موږ بايد د خپلو ليدلوريو د نژدېوالي او فتنو -چې د ليري والي او سره پاشنې يو بدترين لامل دى- په له منځه وړلو کې د دواړو مذاهبو د منځلارو او معتدلو کسانو پر ليدلوريو تکيه وکړو.


خپرونه چلوونکى:


زه په دې باور يم چې ښاغلى رفسنجاني له معتدلو او منځلاو کسانو څخه دى. نو اجازه راکړئ چې د يوې بلې موضوع يادونه وکړم، او هغه دا ده: کله چې يو شيعه خبرې کوي نو زيات شمېر اهل سنت وايي، دا چې شيعه ګان پر (تقيه) مسئلې باور لري، نو څنګه کولاى شو د هغه څه پر رښتينولۍ باوري واوسو، چې دوى يې پر خوله راوړي؟ د دې تر څنګ به دا پوښتنه هم وکړم، چې آيا شيعه مراجع هم له تقيې څخه کار اخلي او پخلى يې کوي که نه؟ د دې لپاره چې ښه په دقيقه توګه مې پوښتنه مطرح کړې وي، نو اجازه راکړئ چې د پوښتنې اصلي متن ولولم: آيا خپله د مسلمانانو په منځ کې د اړيکو په اړه (تقيه) مطرح ده که نه؟ او که يوازې په ځينو ځانګړو حالاتو کې ترې ګټه اخيستنه روا ده، چې له هغه پرته جواز نه لري؟


هاشمي:


فکر کوم دا يوه له هغو موضوعګانو څخه ده، چې غليمان يې اور ته لمن وهي. که تاسې د عاقلانو، شخصيتونو، حکومتونو او هېوادونو ژوند تر نظر تېر کړئ، نو پوهېږئ ځيني داسې څه وي، چې بايد روښانه نه شي. له قانوني پلوه هم پوهېږو، چې ځيني داسې اسناد وي، چې يوازې يې د يوې ټاکلې مودې تر تېرېدو وروسته کشف جايز دى؛ دغه د (تقيې) اصلي معنا ده.


داسې نه ده هر انسان چې هر څه غواړي او يا کوم مصلحت نه پکې ويني، او يا هم په دې مصلحت پوهېږي نه، هغه ووايي. مګر پر کومې تقيې چې شيعه ګان باور لري، هغه پخپله له قرآن او اسلام څخه اخيستل شوې ده، يعنې موږ بايد د مسلمانانو رازونه غيرمسلمانانو ته په ډاګه نه کړو. حتى پخپله د شيعه ګانو تر منځ هم ځيني مسايل مطرح کېږي، ځکه په هر هېواد او حکومت کې ځيني پټ مسايل شته وي، چې هېڅوک يې رسوا کول نه غواړي. دا به (سادګي) وي چې که د تقيې مفهوم په ځينو ناسمو پټو تحرکاتو تفسير کړو. موږ چې پر کومې تقيې باور لرو، هغه يوه عاقلانه موضوع ده او په شيعه ګانو، سُنيانو او ټولو حکومتونو کې شته.


خپرونه چلوونکى:


په داسې حال کې نو بيا تقيه د خپل خاص حُکم لرونکې ده. وړاندې تر دې چې دوحې ته لاړ شم، يوه بله متقابله پوښتنه مطرح کوم. ويل کېږي چې د اهل سنتو د شيعه کولو او شيعه وو د سُني کولو لپاره هم ځيني فعاليتونه روان دي. په دې اړه ستاسې نظر څه دى؟ ځکه پر ځينو کسانو اعتراضات کېږي، چې دوى د اهل سنتو په هېوادونو کې فعاليتونه کوي او سُني خلک شيعه توب ته اړوي. البته بايد ووايم پوښتنه په دې خاطر شوې ده، تر څو مو په دې ډول دا مسئله ليدونکو ته روښانه کړې او په دې اړه راولاړې شوې ناآرامۍ مو له منځه وړې وي.


هاشمي:


پوښتنه مو ما ته متوجه ده؟


خپرونه چلوونکى:


هو، تاسې ته، مهرباني وکړئ!


هاشمي:


ګورئ، د يوه ښه کار او يا يوې ښې مفکورې او يا هم يوه ښه لوري د پېژندلو او خپرولو لپاره تر ټولو ښه وسيله سمه کړنه ده، او همدغه څه دي، چې د نورو د زړه تر لاسه کولو شونتيا رامنځته کوي. موږ بايد همدغه ښه کړنې او ښه تګلار نورو ته هم ورزده کړو. که هدف دا وي چې موږ بايد د کوم نېک او ښه کار له تر سره کولو لاس واخلو، نو دا سمه خبره نه ده. موږ بايد د حق دفاع وکړو، نېک اعمال تر سره کړو او د مظلومانو د ژغورلو او ساتلو په لار کې ډال پورته کړو. که موږ يو داسې کار وکړ، نو آيا صحېح ده چې نور خلک مو د نورو کسانو په هڅونه او رابلنه تورن کړي؟! نه، دا صحېح نه ده! زه فکر کوم چې ټول له دې حقه برخمن دي. مګر که وغواړو د نورو عيبونو په ګوته کړو او تور پر ولګوو، نو دا سمه نه ده. موږ داسې څه نه کوو او د يوه ښه کار په سترګه نه ورته ګورو. البته موږ غواړو ټول کسان همدغسې د خپلې تګلارې له لارې د خپلو باورونو مبلغين واوسي، هر يو هڅه وکړي چې ښه کړنې تر سره کړي او لکه څنګه چې مې وړاندې وويل، په خپلو ښو کړنو نورو ته بلنه ورکړي چې د دوى لار تعقيب کړي.


خپرونه چلوونکى:


شيخ يوسف په دوحه کې؛ کومې پوښتنې چې مې له درانه رفسنجاني څخه وکړې، هغه ستاسې څخه هم کوم. يعنې ډېرى شيعه ګان وايي، چې اهل سنت د يوه ټوليز مرجعيت څښتنان نه دي، نو څنګه د هغه څه په اړه -چې موږ له دوى سره همږغۍ ته ورباندې رسېږو- ډاډه واوسو او ووايو چې اوس نو دغه څه د ټولو اهل سنتو تګلار ګرځي او د رښتينولۍ او عمل جامه اغوندي؟ په ځانګړې توګه بيا په داسې حال کې، چې کله ناکله پخپله د سُني عالمانو او کله بيا د دوى او چارواکو يا حاکمانو تر منځ اختلافات رامنځته کېږي.


دوى همدارنګه وايي: که موږ د شيعه کولو لپاره هڅې کوو، نو نورو سُنيانو بيا په ځينو نورو هېوادونو کې کوښښونه روان کړي او غواړي شيعه ګان په سُنيانو بدل کړي. موږ بايد منصفين واوسو. هغوى همدارنګه وايي: په ځينو هغو هېوادونو کې چې د سُنيانو شمېر پکې ډېر دى، اهل تشيع له بشپړو حقوقو برخمن نه دي. په دې اړه ستاسو نظر څه دى؟


ډاکټر قرضاوي:


تر هر څه مخکې غواړم د (تقيه) مسئلې په اړه وضاحت ورکړم: صحېح ده چې په قرآن کې تقيې ته اشاره شوې ده، مګر دا د غيرمسلمانانو په اړه ده. ځکه الله فرمايي: (لا يتخذالمومنون الکافرين اولياء من دون المومنين و من يفعل ذلک فليس من الله في شيئ الآ ان تتقوا منهم تقاة). يعنې له تقيې څخه ګټه اخيستنه يوازې او يوازې د کافرانو پر وړاندې جواز لري -هغه هم يوازې په ځينو استثنايي حالاتو کې- او د عمل او تعامل په ډګر کې يوه تلپاتې قاعده نه ګڼل کېږي.


دا خبره، چې ويل کېږي سُنيان هم د شيعه ګانو په څېر د خپل مذهب لپاره تبليغات کوي، درسته نه ده. دا چې ښاغلى رفسنجاني وايي (که څوک کومه ښه کړنلار ولري نو په کار ده چې د هغې د پراخولو او خپرولو لپاره تبليغ هم وکړي) زه پخپله له دې موضوع سره موافق نه يم. ځکه د دا ډول هڅو -چې سُني په شيعه بدل شي- موخه مذهب بدلونه ده، يعنې له يوه مذهبه بل ته اوښتنه. دغه کار په حقيقت کې د فتنو، لانجو او شخړو د زېږېدو لامل ګرځي. ما چې تېر ځل کله ايران ته سفر درلود، نو مې هغه مهال هم ملګرو او دوستانو ته وويل چې تاسې اخير په دې کار سره څه تر لاسه کوئ؟! د بېلګې په توګه تاسې چې سودان، مصر، مراکش، الجزاير، تونس او … نورو هېوادونو ته تللي ياست او هلته مو د شيعه توب لپاره تبليغات کړي، نو څومره کسانو مو تر اوسه شيعه کړي دي او يا هم کولاى شئ، چې شيعه يې کړئ؟ لس، شل، سل، زر او که دوه زره! مګر د دې په مقابل کې به د هغو هېوادونو ټول خلک د خپل ځان پر وړاندې راوپاروئ؛ هغوى به ستاسې پر وړاندې ودرېږي او بد به يې درڅخه راشي. زما په اند داسې څه روا نه دي او اهل سنت داسې کار نه کوي. ځکه زه له ټولو لويو تبليغاتي ټولنو لکه (د خيريه چارو نړيواله ټولنه، د کويټ اسلامي بلنه، د سودان اسلامي دعوت او همدارنګه د لېبيا د دعوت له جمعيت) سره په ارتباط کې يم. په ډاډ سره ويلاى شم، چې د هغوى په کاري پلانونو کې د شيعه ګانو د سُني کولو لپاره هېڅ رنګه فعاليت نشته!


خپرونه چلوونکى:


اجازه راکړئ وپوښتم: د اهل تشيع د هغو اندېښنو په اړه ستاسې نظر څه دى، چې دوى يې د اهل سنتو په هغو هېوادونو کې -چې اهل تشيع پکې په اقليت کې دي- د شيعه ګانو د حقوقو په اړه لري؟


ډاکټر قرضاوي:


دا هغه موضوع ده چې له دوستانو او ملګرو سره يې د مراعت پر اړتيا همږغۍ ته رسېدلي يو. يعنې د دې لپاره چې په رښتيا هم له يو-بل سره موافقې ته ورسېږو، په هغو هېوادونو کې چې ځينې مذهبونه پکې په اقليت کې دي، بايد د حقوقو مساويتوب هرومرو مراعت شي. يعنې بايد شيعه اقليتونه د اهل سنتو په هېوادونو کې له ټولو حقوقو څخه برخمن وي، او همدارنګه سُني اقليتونه هم په شيعه هېوادونو کې د خپلو ټولو حقوقو درلودونکي واوسي. ښايي ځيني هغه هېوادونه، چې اکثريت خلک يې اهل سنت دي، د شيعه ګانو ټول حقوق مراعت نه کړي، مګر بيا هم په ځينو هېوادونو کې ځينو شيعه ګانو ته د وزارتونو او سفارتونه مقامونه ورکړل شوي دي. ما چې کله څه موده مخکې اندونيزيا ته سفر درلود، نو هلته چې د عربي هېوادونو د ډيپلوماسۍ کوم رئيس زما سره ليدل، هغه يو شيعه کويټى و. په ځينو خليجي هېوادونو کې خو يو شمېر شيعه ګانو ته د وزارت مقامونه هم سپارل شوي دي.


خو ما په وارو-وارو خپلو ايراني دوستاو ته ويلي چې تاسې په خپل هېواد کې تر ١٥ ميليونه زيات اهل سنت لرئ، چې د اقليت په توګه درپکې اوسېږي -که څه هم اهل سنت وايي چې شمېر يې تر دې زيات دى- خو بيا هم دوى يو وزير نه لري! موږ دا مهال په خپل مصر کې درې قبطي وزيران لرو، چې دوى په ايران کې له شته سُني اقليت سره په پرتله بېخي لږ دي. اهل سنت غواړي په تهران کې خپل مسجدونه ولري، مګر تر اوسه د دوى دا وړانديز نه دى منل شوى! دا هغه څه دي چې په دواړو لوريو کې ليدل کېږي. که په رښتيا هم غواړو چې د فتنو پر وړاندې ټول ورونه وتړو واو د فتنې هغه اور -چې تل يې پايله تباهي وي- مړ کړو، نو بايد اقليتونه خپل حقوق له اکثريت څخه واخلي.


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې شيخ، اجازه راکړئ چې بېرته درانه رفسنجاني ته وګرځو، او دويم محور تر بحث لاندې ونيسو. مګر هيله کوم چې ډېر لنډ ځواب راکړئ! ځکه د دې مناظرې لپاره دومره وخت نه لرو. دا دويم محور د عراق جګړه ده! دا جګړه وړاندې تر دې چې مذهبي رنګ واخلي، يوه سياسي مسئله ده. يعنې ښايي ديني مسايل تر همدې راوروسته مطرح شوي وي. يو شمېر کسان په دې باور دي، چې ايران په عراق کې له اوسني روان حالت سره همږغى دى. تاسې له دې سره-سره چې آمريکا ته د يوه يرغلګر هېواد په سترګه ګورئ، پوهېږئ چې همدغه يرغلګر دى، چې يو مذهبي متعصب حکومت يې په دغه هېواد کې حاکم کړى، او دغه حکومت د مذهبي مصلحت پر بنسټ رامنځته شوى دى او اوس په دې دولت کې ځيني داسې ګوندونه هم ونډه لري، چې يو شمېر مشران يې پخپله تر عراق زيات په ايران کې اوسېدلي او ستاسې ملاتړ ورسره ملګرى و. دوى اوس هم له ايران سره په اړيکو کې دي؛ نو تاسې څنګه کولاى شئ دغه دوه مخي -يعنې له يوه پلوه واياست چې د اسلامي امت ملاتړ کوئ او له بله پلوه بيا په عراق کې يو تفرقه اچوونکى دولت منئ- توجيه کړئ؟


هاشمي:


هو، مخکې تر دې چې د عراق په اړه څه ووايم، د درانه قرضاوي څرګندونو ته يوه اشاره کوم: که وغواړم د هغه څه په اړه وږغېږم چې دوى اشاره ورته وکړه، نو به بالکل په هماغه دام کې ونښلم، چې آمريکا راته غوړولى دى. دوى د اهل سنتو په اړه د فيصدۍ او شمېر يادونه کوي او وايي چې په ايران کې اهل سنت له مسجدونو او لوړو پوسټونو څخه محروم دي. دا هغه څه دي، چې د ټولو لپاره زما سره ځوابونه شته، مګر که وغواړم چې دا ځوابونه ورکړم، نو به خبره هغه لوري ته لاړه شي چې آمريکا يې غواړي، او هغه څه چې آمريکا او اسرائيل غواړي، موږ يې په هېڅ صورت غوښتونکي نه يو. او طبيعي ده، چې دغه څه ښاغلى قرضاوي هم نه غواړي، نو له همدې امله دې لوري ته نه ځم.


مګر د عراق په اړه موږ د يوه څرګند ليدلوري درلودونکي يو، چې تل مو ټولو ته ښوولى دى. موږ د عراق د ځمکنۍ بشپړتيا او عراقيانو د يووالي غوښتونکي يو. موږ غواړو عراق همداسې يوموټى پاتې او تجزيه نه شي او همدارنګه عراقى ملت خپل ملي حاکميت ته ورسېږي. موږ غواړو چې ټول مليتونه او د ټولو اديانو پيروان د يو-بل په څنګ کې د يوه بيرغ او حکومت تر چتر لاندې په ګډه سوله ييز ژوند وکړي، او له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن واوسي. اوسمهال شيعه ګان په دې پلمه -چې مخکې ظلم ورباندې شوى او سُني دولت زياتى ورسره کړى دى- غواړي خپله بدله واخلي. موږ بايد د راتلونکې په اړه سوچ وکړو او ټول يو وبل ته لاسونه سره ورکړو. اوسمهال عراق له تېري کوونکو ډک دى، نو که دوى سره يو موټي شي، بيا به تېري کوونکو ته هېڅ ځاى پاتې نه شي، او دوى بايد هرومرو همدغه تېري کوونکي له خپل هېواده وشړي. موږ او د عراق نور ټول ګاونډي هېوادونه بايد د دوى د يوموټي کېدو ملاتړ او ساتنه وکړو، او هر څوک چې په عراق کې له تاوتريخوالي کار اخلي، هغه ته نصيحت وکړو او دغه کړنه يې وغندو. موږ بايد د عراقي ملت مرسته وکړو، تر څو مو په دې توګه خپله اصلي دنده تر سره کړې وي.


خپرونه چلوونکى:


اجازه راکړئ، يادونه وکړم ډېرى کسان په دې باور دي، چې ايران د عراق په امنيت کې زيات رول لري او استخباراتي او امنيتي کړۍ يې په دغه هېواد کې خورا فعالې دي. او دوى په عراق کې د روان حالت د اوږدېدو لپاره داسې کړنې کوي، چې له تېري کوونکو سره د دوى د مخالفت لرلو ادعا غلطه ثابتوي. نو آيا ستاسې په نظر دغه څه په عراق کې د ايران په سياست کې د يو ډول تضاد د شتون څرګندونه نه کوي؟ همدارنګه ايران د لبنان او فلسطين په اړه هم د بېلابېلو دريځونو درلودونکى دى -چې وروسته به ورباندې وږغېږو، يعنې هغه مهال چې کله د عراقي مقاومت موضوع ته ننوتو-.


هاشمي:


هر څوک چې دغه ډول شيان رامطرح کوي، هغوى په حقيقت کې د آمريکا په ژبه ږغېږي. موږ هېڅکله نه غواړو د عراق په چارو کې لاسوهنه وکړو، بلکې غواړو د عراق خلک پخپله خپل برخليک وټاکي. اصلاً هېڅ داسې دليل هم نشته، چې ثابته کړي موږ په عراق کې لاسوهنه کوو. موږ د نړۍ په هره سيمه کې چې مسلمانان په کومه ستونزه کې راښکېل وي، لاسنيوى يې کوو. آيا موږ له بوسنيايانو سره چې -شيعه نه، بلکې اهل سنت دي- مرسته ونه کړه؟ آيا موږ له فلسطينيانو سره مرستې نه کوو، په داسې حال کې چې دوى سُنيان دي! زه پخپله له فلسطين څخه د دفاع په مسئله کې شکنجه کړل شوى يم. اصلاً موضوع داسې نه ده، لکه څنګه چې يې ځيني خلک وايي. موږ د اسلامي امت ډال نيوونکي يو، موږ چې کله له عراقه دفاع کوو، نو په دې خاطر يې کوو، چې د يوه هغه اسلامي هېواد په سترګه ورته ګورو چې د آمريکايي ځواکونو له لوري تېرى ورباندې شوى دى. موږ غواړو په داسې حالاتو کې له عراق سره مرسته وکړو او نه غواړو، چې په کورنيو چارو کې يې لاسوهونکي واوسو. ځکه عراقيان پخپله ښه پوهېږي چې خپل مسايل څنګه سره حل و فصل کړي. يعنې غواړي ټاکنې وکړي او بيا چې هر يوه ډېرې رايې يووړې هغه به واک په لاس کې اخلي، او يا دا چې هر چا د ولسي جرګې زياتې رايې تر لاسه کړې، نو هغه به د واک پر ګدۍ کښېني. دا پخپله په دوى پورې اړه لري، چې هر څه کوي. زما په اند لازمه دا ده چې نور هم د عراق په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، تر څو د عراق خلک پخپله وکولاى شي، د خپل هېواد چارې په لاس کې واخلي. اوسمهال تېري کوونکي او استعمار ګران د تفرقې زېږولو غوښتونکي دي، موږ بايد د عراقيانو په اړه موجود خپلمنځي اختلافات له منځه يوسو.


خپرونه چلوونکى:


چې رښتيا شي زه نه غواړم د دې موضوع په اړه خبرې نورې هم اوږدې کړم، خو غواړم خپل شخصي نظر مې ووايم او ستاسې څخه هم نه غواړم، چې ځواب يې کړئ. زما په اند عراقيان يوازې او يوازې هغه مهال کولاى شي خپله آزادي تر لاسه کړي او د خپل هېواد د ټولو چارو کنټرول په لاس کې واخلي، چې کله يې په هېواد کې د تېري کوونکو تسلط له منځه لاړ شي.


اوس بېرته ځو دوحې ته، تر څو په دې اړه د درانه قرضاوي نظر واورو. ښاغلې، که اوسمهال په عراق کې داسې شيعه ګوندونه شته چې د تېري کوونکو تر حاکميت لاندې حکومت کوي، نو يو شمېر داسې سُني احزاب هم موجود دي، چې په دغه حکومت کې خپله ځانګړې ونډه لري، او دغه څه هم پخپل حال کې تر يوه پردي بيرغ لاندې د فعاليت په معنا دي. له بله پلوه يو شمېر داسې سُني ډلې هم شته -چې نه غواړم دلته يې نومونه واخلم- چې رسنۍ يې په اړه داسې خبرې کوي: دوى په عراق کې د اسلام په نوم د شيعه او غيرشيعه وو پر وړاندې ناوړه کړنې تر سره کوي. دغه ډلې وخت-ناوخته د انټرنيټ له لارې تکفيري اعلاميې هم خپروي او ټول په دغه څه خبر دي. نو آيا ستاسې په اند د دغه ډول کارونو مخنيوى نه شي کولاى، چې په عراق او نورو ځايونو کې د فتنه اچونې او تاوتريخوالي د مخنيوي په لار کې اغېزناک ثابت شي، که څنګه؟


ډاکټر قرضاوي:


ګران ملګرې! موږ په حکومت کې د ګوندونو د برخې اخيستنې اصل ته دومره د ارزښت په سترګه نه ګورو، ځکه په حکومتونو کې برخه اخيستنې هغه سياسي ليدلوري دي، چې  کله سمې او کله هم ناسمې پايلې لري. په دې اړه زموږ ځيني اهل سنت وروڼه د مخالفو ليدلوريو څښتنان وو، چې وروسته يې په همدې اړه بيا له سره غور وکړ، ځينو پکې برخه اخيستې ده او يو شمېر نور بيا په مقابلو کرښو کې درېدلي دي. مګر موږ چې پر کوم څه ټينګار کوو، هغه له تېري کوونکو سره د عراقيانو د مبارزې د حق درلودل دي. اصلاً بايد اوس دې پوښتنې ته ځواب ورکول شي، چې آيا دغه د عراقي مقاومت موضوع يوه روا او مشروع موضوع ده، که يوه ناروا او محکومه.


همدا موږ بايد اعلان وکړو، چې د عراق، فلسطين او افغانستان خلک او همدارنګه بل هر ملت -چې پر هېواد يې تېرى شوى وي- حق لري، چې د يرغلګرو او تېري کوونکو پر وړاندې مقاومت او مبارزه وکړي. دا په حقيقت کې د اسلام حُکم او امر دى، چې هر کله چې غليم اسلامي ځمکې لاندې کړي، نو د هغه ځاى پر خلکو جهاد او مقاومت په ډېر صرېح ډول واجب دى. همدارنګه د هغوى پر ګاونډيانو هم واجب عيني ده، تر څو د دوى مرسته او لاسنيوى وکړي. دا زما په اند هغه څه دي، چې په اړه يې خبرې کول او ږغېدل لازمي دي. اصلاً دلته د برخې اخيستنې او برخې نه اخيستنې مسئله نه؛ بلکې د نورو د وژلو او قتلولو د روا کولو مسئله مطرح ده. اوسمهال د عراق ستونزه دا ده، چې هره ورځ پکې د لسګونو انسانانو وژنې تر سره کېږي. که په اهل سنتو کې داسې کسان وي، چې له تاوتريخوالي کار اخلي نو موږ هغوى له هغه لومړي سره غندلي دي او اوس يې هم غندو او (د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې) په همدې اړه تر اوسه پر له پسې بيانيې صادرې کړې دي. ما پخپله په وارو-وارو د الجزيره ټلوېزيون په (شريعت او ژوند) خپرونه او همدارنګه د (عمر بن خطاب) مسجد د جمعې ورځو په خطبو کې د عراق او ايران د (تقليد له مراجعو) څخه غوښتي دي، چې د مسلمانانو د دې متقابلو وينه تويونو او ټولوژنو د غندنې په اړه قاطع فتواګانې صادرې کړي.


که څه هم ښاغلى هاشمي رفسنجاني غواړي چې په عراق کې د خپل هېواد لاسوهنه رد کړي، مګر زه پخپله په دې عقيده يم چې ايران د عراق په اړه مسوول دى، او ټول پر دې موضوع ټينګار کوي، چې ايران په عراق کې د نفوذ څښتن دى او ددغه هېواد د ډېرو ستونزو کيلۍ يې په لاس کې دي، او که وغواړي کولاى شي د اوسني روان حالت پر وړاندې يو قاطع دريځ خپل کړي. که موږ د دې حقيقت له قبلونې انکار وکړو، نو بيا يقيناً نه يو توانېدلي چې له دې اوسنۍ مباحثې څخه کومه مثبته پايله تر لاسه کړو. ځکه زموږ اصلي موخه دا ده، چې په ټولو په عراق کې د وينو د اوسنيو روانو ويالو د بهېدو مخنيوى وکړو. تر اوسه په سلګونه زره بې ګناه عراقيان وژل شوي دي، دا حالت بايد تر کومه همداسې روان واوسي؟! دا هغه موضوع ده، چې هرومرو يې بايد يوه چاره وسنجول شي!


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې شيخ، بخښنه غواړم؛ موږ بايد له حق او انصافه کار واخلو. اوسمهال د بېلابېلو لاملونو له وجې ايران د آمريکا تر ګواښ لاندې دى، نو د هغو اسلامي هېوادونو په اړه -چې زياتره اوسېدونکي يې سُنيان دي- ستاسې نظر څه دى، چې نه يوازې دا چې د ايران ملاتړ نه کوي، بلکې ويل کېږي لا هم په آمريکا پسې دي، چې ايران تر سخت فشار لاندې راولي؟ دغه څه اصلاً څنګه د منلو وړ دي؟


ډاکټر قرضاوي:


تر هر څه مخکې بايد ووايم: نه، زه د عربي او غيرعربي حکومتونو مد افع وکيل نه يم، بلکې ما په وارو-وارو د هغوى پر ضد خبرې کړې دي. خو زما لپاره چې کومه مسئله د اهميت وړ ده، هغه د مسلمانانو او اسلامي ډلو مسئله ده. دا درسته ده چې موږ له ايرانيانو سره د عراق د مسئلې، د رسول الله(صلي الله عليه والسلام) د اصحابو پر وړاندې د دوى د دريځ او همدارنګه يوازې د اهل سنتو په هېوادونوکې د شيعه ييزم د خپراوي په اړه ځيني اختلافات لرو، او په دې مسايلو کې د يو ډول فکر څښتنان نه يو. مګر هر وخت که پر ايران د آمريکا او يا بل هر هېواد له لوري يرغل وشي، نو به يې په ښکاره او څرګنده پر وړاندې ودرېږو او پرې به نږدو چې نه يوازې پر ايران، بلکې پر بل هر اسلامي هېواد تېرى وشي. موږ په هر حال کې د جګړې او تېري مخالف يو. موږ به څنګه پر يوه اسلامي هېواد په يرغل خوښ شو؟! ما هر وخت دا موضوع بيان کړې او د دوحې په کنفرانس کې مې هم وويل، چې هر وخت که پر ايران يرغل وشي نو موږ به د ايران په څنګ کې د تېري کوونکو پر وړاندې ودرېږو. ځکه په داسې حال کې به موږ د حق ملګري يو. ځکه ايران څه جرم کړى چې بايد يرغل او بريد ورباندې وشي؟! که غواړي له خپلې اټومي انرژۍ څخه سوله ييزه ګټه واخلي، نو دا خو يې خپل حق دى! ولې يې بايد مخه ونيول شي؟ په دې اړه زموږ دريځ دومره څرګند او روښانه دى، چې يوه ذره ابهام هم پکې نشته!


خپرونه چلوونکى:


دروند شېخ قرضاوي، ستاسې څخه مننه. ښاغلې هاشمي، تاسې خو پر ايران د احتمالي يرغل په اړه د اهل سنتو دريځ واورېد. موږ به نور هم د يو څه وخت لپاره د عراق له حالت سره تم شو. تاسې پوهېږئ چې اوسمهال په عراق کې د آمريکا د شتون پر ضد د عراقيانو مقاومت روان دى او ايران هم په عراق کې د آمريکا موجوديت ته د يرغل او تېري په سترګه ګوري. زه دلته د خپلې پوښتنې متن کټ-مټ هماغسې وايم، لکه څنګه چې مې ليکلى دى، تر څو ترې بل برداشت وانه خيستل شي: ولې تر اوسه د شيعه مراجعو له لوري يوه داسې سرتاسري فتوا نه ده ورکول شوې، چې په ټول عراق او ټولو شيعه او سُني مېشتو سيمو کې د مقاومت د اړتيا په اړه وي او همدارنګه په (الانبار) او (بغداد) کې د روان مقاومت پخلى وکړي؟ او د دې لپاره چې د عدالت اصل مو مراعت کړى وي، بايد ووايم چې د يو شمېر شيعه وو له لوري هم مقاومتونه کېږي. نو ولې يوه داسې فتوا په علني او روښانه توګه نه صادرېږي؟


هاشمي:


فکر کوم موږ په وارو-وارو او ښايي په سلګونو ځله د دې تېري پر وړاندې د مقاومت پخلى کړى او هغه مو واجب او اړين بللى دى. هغه څه چې تر اوسه موږ ورسره هېڅ همږغي نه ده ښوولې، هغه پخپله د عراقيانو جګړه او وروروژنه ده. له بله پلوه څرګنده ده او ستاسې هم ياد دي، چې لومړى کوم لوري دا فعاليتونه پيل کړي دي! زه نه غواړم په دې ليدنه کې جزئياتو ته ننوزم او داسې څه ووايم، چې د آمريکا د خوښۍ باعث وګرځي. له ښاغلي قرضاوي هم هيله کوم، هغه څه چې احياناً يې آمريکايان مطرح کوي، رامطرح نه کړي او حقيقت يوې خوا ته ايسته نه کړل شي. د يرغلګرو پر وړاندې مقاومت هغه حق دى، چې ټول عراقيان ترې برخمن دي. تاسې حتى يو داسې ترهګريز حرکت هم نه شئ راښوولاى، چې کوم ايراني دې په عراق کې ترسره کړى وي. په داسې حال کې چې د عربي هېوادونو داسې ډېر اوسېدونکي نيول شوي، چې په ټروريسټي فعاليتونو کې يې لاس لرلى دى.


او په دې اړه ښاغلى قرضاوي ډېر ښه پوهېږي، چې هغوى له کومه راځي. موږ د عراق په چارو کې د لاسوهنې اراده نه لرو او غواړو، چې عراقيان پخپله خپل برخليک وټاکي. د عراق د خلکو ټول پوړونه بايد په حکومت، اداري او قانوني سيسټم کې د رايو د اکثريت پر بنسټ برخه واخلي. په داسې حال کې به نو بيا د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو تر منځ کوم اختلاف پاتې نه شي. دا يوه سنجيده، عاقلانه او مشروع موضوع ده او نړيوال هم ترې خبر دي. زما په اند به په داسې حالاتو کې د اختلافاتو ډېرښت يوازې او يوازې د آمريکا او اسرائيلو په ګټه تمام شي.


خپرونه چلوونکى:


يوازې او يوازې د حقيقت څرګندولو په خاطر وايم: لکه څنګه چې درانه شېخ قرضاوي هم وويل -البته دا به هم زياته کړم، چې ستاسې څخه دغه اوسنۍ کېدونکې پوښتنه به له دوى څخه هم وکړم- لکه څنګه چې پوهېږئ په عراق کې ملېشې او د مرګ ډلګۍ هره ورځ په دغه هېواد کې خلک د يوه يا بل مذهب د ملاتړ په نوم وژني! حتى کله-کله خو بېخي پر ډېرو کوچنيو او ساده مسايلو لکه: د هغه نوم فلانى دى! داسې څه رامنځته کېږي. په دې اړه ستاسې نظر څه دى؟ تر څو مو په دې اړه نړيوال له دريځ څخه آګاه شي.


هاشمي:


داسې څه چې له هر لوري تر سره شي، يوه لويه ګناه ده. په عراق کې بايد د يوه مسلمان او حتى د يوه غيرمسلمان وينه هم پر ځمکه تويه نه شي. د عراق ټول اوسېدونکى بايد د قانون د اجرا له لارې له امنيت څخه برخمن شي؛ مګر افراطيان يا تُندلاري له خپلې خاصې موخې سره عراق ته راغلي، دوى د دې لپاره راغلي، چې پرېنږدي چې عراقيان خپلې چارې پخپله په لاس کې واخلي، او دا هغه څه دي چې يرغلګر يې غوښتونکي او په خوښ دي. ځکه دوى په دې ډول د خپل اوږدمهاله شتون پلمه تر لاسه کوي. نو له همدې امله موږ ټولو شيعه او سُني عالمانو، د اسلامي نړۍ ټولو فرهنګي او فکري مرکزونو او شخصيتونو ته په کار ده، چې د عراقيانو لپاره يوه داسې زمينه برابره کړو، چې هغوى د خپل واک او برخليک ټاکلو چارې پخپل لاس کې واخلي. نور مسايل يې په موږ-تاسو پورې اړه نه لري، ځکه دوى پخپله د کافي ودې او تعقل څښتنان دي.


خپرونه چلوونکى:


بله پوښتنه بايد له درانه يوسف قرضاوي څخه وپوښتم، خو تر هغه وړاندې دا وايم چې ځيني کسان په دې باور دي، چې که د ايراني مسوولينو او مراجعو له لوري د مرګ د ډلګيو د اعمالو د غندنې په اړه کومه فتوا صادره شوې واى، نو به يې د هغوى د کړنو مخه نيولې واى.


هاشمي:


زه د دې پوښتنې ځواب يو ځل بيا تکراروم: موږ دغه څه په وارو-وارو حرام بللي دي، په دې اړه د ټولو ايراني عالمانو او پخپله د مشرتابه مقام ليدلورى دا دى، چې دغه څه شرعاً حرام او په کبيره ګناوو کې شمېرل کېدونکي اعمال دي، او هر څوک چې يې تر سره کوي، د جهنم په اور به سوځي. زموږ له نظره دا هر څه روښانه دي، مسلمانان بايد له يو-بل سره ونه جنګېږي؛ خو دا هم اړينه ده چې وپوهېږو او ووينو، چې لومړى کوم لوري دغه لوبه پيل کړې ده؟ چا آية الله حکيم تر شل کلنې مبارزې او بېرته راستنېدنې وروسته وواژه؟ موږ حتى پر دې موضوع دومره تکيه هم نه کوو او نه غواړو چې د ماضي په اړه فکر وکړو، بلکې غوره دا ده چې د راتلونکې په اړه په سوچ کې شو.


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې ډاکټر قرضاوي، د هغه مقاومت په اړه -چې همدا وس ورباندې ږغېږو- شيعه ګان وايي: هغوى چاودنې او عامه وژنې کوي او د القاعده په څېر د يو شمېر نورو ډلو-ټپلو دريځ -په ځانګړې توګه د شيعه ګانو د تکفير په اړه- منفي او د غندنې وړ دى. آيا غوره به نه وي، چې ستاسې له لوري هم د هغوى په اړه ښکاره او غوڅې فتواګانې صادرې شي؟


ډاکټر قرضاوي:


ستاسې د پوښتنې تر ځوابولو مخکې غواړم د ښاغلي رفسنجاني د دې خبرې په اړه، چې وايي (فلانى پوهېږي چې هغوى له کومه راځي) يو څه ووايم. زه هېڅ نه يم خپر چې هغوى له کومه راځي! ځکه زه د کومې اطلاعاتي او استخباراتي ادارې څښتن نه يم، چې وپوهېږم دوى له کومه راځي. مګر هغه له تاو-تريخوالي ډکې کړنې مې تل غندلې او رد کړې دي، چې د بې ګناه کسانو د وينې تويونې لامل ګرځي. کله چې ښاغلى باقر حيکم ووژل شو، هغه مهال زه په قاهره کې وم. ما له هغه ځايه دغه وژنه وغندله او ومې ويل، چې دې کار زماني حرمت يعنې رجب مياشت او د مکان يا ځاى حرمت، يعنې مسجد او د انسان حرمت تر پښو لاندې کړى دى. ما همدارنګه هغه ټول بريدونه، چې پر نجف ښار او د دوو امامانو پر مقبرو تر سره شوي، هم په کلکه غندلي دي. ما دغه څه پخپله شخصاً د جمعې د لمونځونو په خطبو او الجزيره ټلوېزيون کې د خپلې خپرونې له لارې وخت پر وخت محکوم کړي دي. همدارنګه د اسلامي نړۍ د عالمانو د يووالي ټولنې -چې د رياست او مشرتوب وياړ يې زما په برخه دى- هم دا ټول څه په کلکه غندلي دي. موږ دغه ډول اعمال ټول ناروا بولو او هېڅکله يې پخلى نه کوو، دغه ډول کړنې زموږ له نظره واضحې او څرګندې دي. کاشکې په دې اړه د (شيعه) دوستانو نظر هم له کافي شفافيت څخه برخمن واى. البته موږ نه شو کولاى چې د دلته و هلته تر سره کېدونکو کړنو پړه پر خپله غاړه واخلو، موږ چې د کوم څه پخلى کوو، هغه يوازې د عراق مقاومت دى. اصلاً د يرغلګرو پر وړاندې روان مقاومت په حقيقت کې پخپله د عراقيانو له لوري دى او ګومان مې دا دى، هغه څوک چې له بهره له دې مقاومت سره يو ځاى کېږي او مرسته کوي، د هغوى اندازه تر پينځه يا لس سلنې زياته نه ده.


خپرونه چلوونکى:


زه ظاهراً د شيخ يوسف قرضاوي خبرې نه اورم، مګر غواړم وپوښتم: دا چې ښاغلى رفسنجاني هم دغه څه غندي او تاسې يې هم محکوموئ، نو بيا ستونزه په څه کې ده او ولې کوم پرمختګ نه رامنځته کېږي؟ زه پوښتم چې ولې؟ (پوښتنه ښاغلي قرضاوي ته متوجه ده!)


ډاکټر قرضاوي:


زه پخپله په دې باور يم، چې په ايران او عراق کې د شيعه مراجعو له لوري د هغه څه د غندلو او محکومولو په اړه، چې په عراق کې تر سره کېږي، لازم او کافي دريځ نشته، او له عملي پلوه يو داسې اقدام نه دى شوى چې د دغه ډول چارو مخنيوى وکړي. زه پخپله په دې ګروهه (عقيده) يم چې ايران په عراق کې د روانو حالاتو په کنټرول او مخنيوي کې د کافي ځواک او نفوذ څښتن دى. دى کولاى شي هغوى ته ووايي چې: نور بس ده او لاس واخلئ! اوس ښاغلى رفسنجاني نه غواړي چې پر دې حقيقت اعتراف وکړي، مګر ټول د ايران پر نفوذ او واک ټينګار کوي او دغه څه يو داسې ښکاره حقيقت دى، چې ټول يې ويني. دا يوه داسې موضوع ده، چې ايران يې د مخنيوي توان لري او کولاى شي ډېرو ته ووايي، چې داسې څه وکړئ او داسې څه مه کوئ. که همداسې وشي نو دا يو داسې عملي او اغېزناک اقدام دى، چې کولاى شي ستونزه حل کړي. ايران د دې توان لري چې په عراق کې د فتنې اوسنى لګېدلى اور خاموش کړي او مسلمانانو ته له دې ورانوونکي مذهبي جګړې څخه، چې وچ او لانده دواړه سوځي، نجات ورکړي. دا هغه جګړه ده چې غالب او مغلوب نه لري، په پايله کې يې موږ-تاسې ټول ماتې خوړونکي يو. په حقيقت کې دا هغه مسايل دي، چې غواړم په اړه يې په پوره صراحت او ډېر څرګند ډول وږغېږم!


خپرونه چلوونکى:


په حقيقت کې د خپرونې سر ته رسېدو ته يوازې پينځه دقيقې پاتې دي، چې هغه پر تاسې دواړو وېشم. زه پخپله د يوه ژورناليسټ او مسلمان عرب په توګه اورم، چې ټول عالمان او پوهان د اهل سنتو له دې اصطلاح سره، چې وايي (نړيوال صهيونيزم او استعمار) او له هغو کليماتو سره، چې اهل تشيع يې کاروي، يعنې (لوى شيطان او استکباري ځواکونه) همږغي دي، خو موږ پخپله خپل ګرېوان ته سر نه کښته کوو او نه ګورو! نو آيا په رښتيا هم د دې وخت نه دى رارسېدلى، چې خپلې ويناوې او خپل ليدلوري د واقعيتونو په رڼا کې تر غور لاندې ونيسو او اعتراف وکړو، چې اصلاً د ستونزې جرړه يا ريښه پخپله په موږ مسلمانانو کې ده او تر هر څه لومړى بايد خپلمنځي اختلافونه له منځه يوسو او پيل يې له هغه مهم اختلاف څخه وکړو؟ تاسې په دې اړه فقط دوې نيمې-دوې نيمې دقيقې وخت لرئ؟ او ستاسې په اند هغه تر ټولو مهم مسايل، چې بايد د نورو اختلافاتي موضوعاتو تر حل و فصل کولو مخکې کار ورباندې وشي او لومړيتوب ورکړل شي، کوم دي؟


هاشمي:


تاسې بالکل زما هغو خبرو ته راغلاست، چې د خپلو څرګندونو په پيل کې مې وکړې؛ يعنې دا چې موږ بايد په خپل منځ کې د يووالي ساتنه وکړو. زه د درانه قرضاوي په اړه هيله من يم، چې زموږ په اړه خبرونه تر پخوا زيات تعقيب کړي او د ايراني مسوولينو له لوري ويل شوې او وړاندې شوې څرګندونې واوري. ځکه که يې زموږ څرګندونې او نظرونه اورېدلاى، بيا يې په داسې لهجه خبرې نه کولې. موضوع روښانه ده، حتى يوازې پخپله د همدغې الجزيرې له لوري خپاره شوي رپوټونه ښيي، چې زموږ څومره عالمانو او لويو شخصيتونو د عراقي مقاومت ملاتړ کړى دى. کورنۍ جګړه يې څومره غندلې، بده او ناروا بللې ده! او څومره کسانو ته يې نصيحتونه کړي دي، تر څو له مقابل لوري څخه د بدل اخيستنې په فکر کې ونه اوسي او د جاهلو کسانو پر پلونو قدمونه کښېنږدي. موږ دغه موضوع په څو-څو ځله په ښکاره اعلان او څرګنده کړې ده. زه فکر کوم چې عوام له دې موضوع څخه ښه خبر دي، ځکه دا هر څه په ورځپاڼو کې شته او له ښاغلي قرضاوي څخه هم هيله کوم، چې زموږ د عالمانو ليدلوري تر پخوا زيات تر غور او څېړنې لاندې ونيسي، او ډاډه دې شي چې زموږ پر هغه څه باندې -چې د مسلمانانو په منځ کې پېښېږي- او پر هغه څه باندې چې په عراق کې روان دي، زړه درد کوي.


خپرونه چلوونکى:


ښاغلې قرضاوي، فقط دوې نيمې دقيقې وخت لرئ، او لطفاً هغې پوښتنې ته ځواب وواياست، چې له درانه رفسنجاني سره مې مطرح کړه!


ډاکټر قرضاوي:


زه پخپله دا ليدنه د څو مطالبو په بيانولو سر ته رسوم: لومړى مطلب دا دى، چې زموږ ټولو مسووليت دى تر څو د دې امت د يووالي د خونديتوب په لار کې جدي هڅې او فعاليتونه وکړو، او د هر ډول تفرقه اچوونکو کوښښونو پر وړاندې ودرېږو، او د هغو نژادي او مليتي تلاښونو -چې وايي دا پارسيان، دا عرب يا دا تورانيان دي- مخنيوى وکړو. پر موږ ټولو لازمه ده چې د اسلام د (يووالي) پر محور راټول شو، اسلام تر مذهب او ډلې لوړ وبولو. همدارنګه اسلامي وطن ته پر ډله بازيو ترجېح ورکړو، امت ته تر نژاد او مليت په لوړه سترګه وګورو او اهمو مصالحو ته د کم ارزښته هغو په پرتله ډېر اهميت ورکړو. موږ بايد د عمل په ډګر کې تر دې هر څه لوړ واوسو. موږ مسلمانان چې کله د اسلام او عيسويت خبرو-اترو ته لبيک وايو، غواړو چې له هغوى سره خبرې وکړو او هڅه کوو يوه جوړجاړي ته سره ورسېږو، نو بيا ولې په خپل منځ کې کوښښ ونه کړو، چې نور هم سره نژدې او يوموټي شو؟! ولې پخپله د مسلمانانو تر منځ د خبرو هرکلى ونه کړو؟ دا امت بايد خپل يووالى په لاس راوړي، دغه ستر يو نيم مليارډه مسلمان امت کولاى شي، خپل ښايسته مقام بېرته تر لاسه کړي، خو په دې شرط چې د يووالي، جوړجاړي او همږغۍ پر لار قدم کښېږدي او له خپلې انساني ځواکمنتيا، اقتصادي امکاناتو، تاريخي او متمدنانه ميراث او معنوي رسالت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. که په رښتيا هم همداسې وشي نو بيا مسلمانان کولاى شي، د وروسته پاتې توب له زندانه آزادي تر لاسه کړي، د هراړخيز پرمختګ پرانيستې فضا ته ننوزي او د درېيمې نړۍ له کړۍ څخه د لومړۍ نړې ډګر ته ځان وباسي. دا يې يوه موضوع؛ بله موضوع چې غواړم په يادولو يې دا ليدنه پاى ته ورسوم، دا ده چې د نړۍ د ختيځ او لوېديځ مسلمانان هيله من دي، چې دا ليدنه او خبرې-اترې يوه عملي پايله خپله کړي. دوى نه غواړي دا مباحثه يوازې تر يوې نظري مباحثې او خبرو پورې محدوده پاتې شي، ځکه د دا ډول خبرو خو هېڅ کمى نشته! … زموږ هيله دا ده، چې دا هر څه د عمل داسې جامې واغوندي، چې ټول خلک يې په تمامه معنا په سترګو وويني او احساس يې کړي. د نړۍ مسلمانان په دې تمه دي، چې د عراق اوسنى حالت بدل او د ورځنيو وينه تويونو مخه ونيول شي. ملېشې او د مرګ ډلګۍ منع کړل شي، ټول حقوق خپلو څښتنانو ته ورکړل شي، شړل شوي بېرته خپلو استوګنځايونو ته راستانه کړل شي، د شيعه کولو له پروسې لاس واخيستل شي او ډېرې نورې داسې چارې سمې کړل شي، چې ټول يې له امله ځورېږي. که موږ په رښتيا هم غواړو ستونزه حل او له منځه لاړه شي، نو بايد خبرې مو د خبرو له بريدونو وباسو او هر څه ته عملي بڼه ورکړو. که داسې ونشي، نو بيا په ګونډو او متفرق شوي يو او هېڅ مو هم نه دي تر سره کړي. دا هغه څه دي، چې خلک يې په تمه دي!


د دوحې په کنفرانس کې مې هم وويل: د مذاهبو د نژدېوالي فکر له يوه سخت آزمايښت سره مخامخ دى او هيله من يم له دې آزمايښته په جګه غاړه بريالى راووزي، نه دا چې ماتې وخوري او له ناکامۍ سره مخ شي. دا هغه څه دي، چې په ډېر لنډ وخت کې يې د تر سره کېدو غوښتونکي يو، او په نن پسې سبا شته او د سبا راتلونکى د هغه چا لپاره -چې په تمه يې وي- دومره ليرې نه دى، ان شاء الله!


زه راتلونکي ته هيله من او له لوى الله څخه د خير او نېکۍ غوښتونکى يم ….


خپرونه چلوونکى:


د دې ليدنې په پاى کې دا يادونه اړينه بولم، چې غوښتل مو له دې دوو شخصيتونو نورې ډېرې پوښتنې هم وکړو او نور بېلابېل مهم مسايل هم ورسره مطرح کړو، خو د وخت د کمښت له امله ونه توانېدو.


د خپرونې د پاى شېبې رالنډې شوې او له دې پرته، چې له درانه ډاکټر يوسف قرضاوي او ښاغلي هاشمي رفسنجاني څخه مننه وکړم، د نور څه د ويلو لپاره وخت نه لرم. هيله من يم چې د خپل تشخيص په مرسته مې په دې چمتو کړو پوښتنو ټولو ته يو څه ګټه رسولې وي!


د الله سلامتيا او درود دې پر تاسو ټولو وي!


د الله په امان