کور / تازه خبرونه / د اسامه بن لادن نوی ويډيو ټيپ خپور سو

د اسامه بن لادن نوی ويډيو ټيپ خپور سو

نن د شنبې په ورځ د اسامه بن لادن نوی ويډيو ټيپ د پنځو بيلابيلو ويډيوګانو سره په غير صوتي ډول (بې ږغه) د القاعده شبکې پر ځای د امريکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) له خوا نشر ته وسپارل سو، چا چي يې وړاندي د ممکنه خپراوي خبر هم ور کړئ وو.

پدغو ويډيو ګانو کښي ليدل کيږي چي اسامه د امريکا ولس ته خپل نوی پيغام (غالبا د کپيټلزم پر ضد) تمرينوي پداسي حال کښي چي ږيره يې نسبتا تور رنګه ښکاري .

دا وېډيوګاني د يو لړ نورو اسنادو سره يو ځای د سپيني ماڼۍ د يو خبر پر اساس د اسامه له کور څخه ترلاسه سوي، چي وايي د القاعده شبکې دا ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مي حملې د لسم تلين د لمانځلو په نيت د امريکا د اورګاډو په اسټېشنونوکښي د حملو پلان درلود. د يو بل خبر له مخي د امريکا استخباراتي ادارې لا له وړاندي خپل د جاسوسۍ ټېم دغلته پر يوه پټ ادرس ځای پر ځای کړئ وو څو د اسامه د ژوند ټول جريانات آن ددوی تر ورځني بحث او خبرو-اترو پوري له نژدې څخه وڅاري .

په لاندي ويډيو کښي اسامه بن لادن پخپله خونه کښي ريموټ په لاس کي ټلوېزيون ته ناست ليدل کيږي چي د سټلايت په مټ خبرونه تعقيبوي او ورسره د خپل ځان ثبت سوي وېډيوګاني تر نظر تېروي .