کندهار : د بريد مرګ ژوبله ٥١ تنو ته لوړه سوه

عطاالله محمدي | مې 8th, 2011


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د تيري ورځي د بريدو په سيمه کي دوه تنه بريدکوونکي لا ژوندي دي او د ملي امنيت پر مخامخ د پنځه پوړيزي ماڼۍ څخه پر امنيتي ځواکونو ډزي کوي .
امنيتي ځواکونه مني چي د تيري ورځي راهيسي د مرګ ژوبلي شمېره ٥١ تنو ته ورسېده چي پنځه تنه پکښي وژل سوي چي درې تنه يې حکومتي چارواکي دي او دوه تنه ملکي وګړي دي .
د ميروېس روغتون ډاکټران وايي چي د تيري ورځي راهيسي يې دوى ته ٥١ ژوبل کسان ور وړي .

Copyright Larawbar 2007-2024