محلي چارواکي: طالبانو پر نورستان حمله کړې ده
د نورستان محلي چارواکي وايي شاوخوا ٤٠٠ تنو وسله والو پر نورستان ولايت حمله کړې ده.
د نورستان امنيه قومندان شمس الرحمان زاهد رسنيو ته ويلي طالبانو نن سهار پر ١٠ بجې د وامې پر ولسوالۍ حمله کړې او تر اوسه پوري روانه ده.
زاهد ويلي چي په دې حمله کي دوه افغان پوليس ټپيان دي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلي په باب معلومات نسته.
نوموړي وويل له مرکزي دولت څخه يې مرسته غوښتې خو هغوى تر اوسه کوم ګام نه دئ پورته کړى.
تر دې دمخه هم طالبانو څو ځله پر نورستان ولايت حمله کړې او ځيني ولسوالۍ د دولت او طالبانو ترمنځ لاس پر لاس سوي دي.