القاعده نسته!

د لراوبر اداره | مې 12th, 2011


« وینسټن سمیت اوبراین ته :   …… زه يې په خپلو سترګو وینم چي دوه جمع دوه څلور کیږی .
اوبراین: نه ، نه داسي نه ده ! دوه جمع دوه ځیني وخت درې او کله کله پنځه کیږي ! اوځیني وخت بیا هم پنځه او هم درې کیږي . دا اسانه خبره نده چی هوښیار سې ، وینسټنه ! »
جورج اورویل ۱۹۸۴
 
په ډیکټاتوریو کي سانسور سته او په ډیمکراسیو کي انحصار.
 
د چاپ د ماشین تر اختراع او د ورځپاڼو په شمېر او حجم کي تر انقلاب لا زیات وخت نه وو تېر سوی چي چا او چا د  درواغو« جادو» و موند اود خپل قدرت  او ځانی ګټو د تحفظ له پاره يې له هغه پیل څخه د ازادو مطبوعاتو خوله ور وګنډل.
مفتشو خپرونو او رسنیو چی دا توره یې کړېوه چي اولس د حکومتونو له خیانت او فساد څخه خبر کړی ، او حتا  په غیر رسمي توکه، د دولت د څلورم ارګان پوړ ته ور پورته سوی وه ، ډېر ژر د دغو قدرتمندانو ښکار سوه.د درواغو خپرول او د اطلاعاتو انحصار د ویلیم رنډولف هیرتڅ له دې څرګندونی څخه پیل سوه چي ویل يې حقیقت « ‌ذهنی یا سبجکتیف» دی او هر څوک یې د خپلی خوښي او طبعي سره سم بدلولای سي .دده دغه ځرګندونی  تر نن روځي پوري د تقریبآ ټولو چاپی رسنیو او د هغو له جملې څخه دده خپله او تر اوس پوری چلیدونکې مجله د « پاپلر میکانیکس » په نامه ، ددغی فاسدی فلسفی پر بنا درواغ خپروی ، بیله دې چي د وجدان ستونځه ولري. خو په تلویزیونی خپرونو کي بیا د پورتني پرنسیپ پر بنسټ لږ او زیاته برخه يې د ساول الینسکی له « ستراتیژی » کار اخلي .ساول الینسکي « اخلاقی ریلاټیویسټ » وو . دی په دې ګروهه وو چی حقیقت نسبي دي .نو ځکه باید څوک د ښو موخو له پاره د درواغو د ویلو جواز ولري .دی په تمامه مانا د درواغو استاد او یا په بله ژبه یو نوی ماکیاویلی وو. دا هم دده قول دی چي ویلي يې وه چي « قدرت هغه ځه نه دي چي څوک يې لري ، بلکه قدرت هغه څه دي چي د چا دښمن فکر وکړی چی څوک يې لري» چی دده افکار په ښه شاني ښکاره کوي .
په عمده توګه ددغو دوو طریقو له لاري د لویدیځي نړۍ پر له پېیل سوي رسنۍ د خلګو په سترګو کي خاوري اچوي او د افکارو انحصار پر مخ بیايي.
موږ به په خپله دغه لیکنه کي ددې خبري څرک پسي ور واخلو چي په رشتیا هم د القاعدې په نامه ، هغسي لکه د لویدیځي نړۍ رسنۍ چي وايی ،  سته او که دا د انحصارد هغو دو پورته ذکر سوو طریقو له لاری یوه جوړه سوې افسانه ده.
د لویدیځو رسنیو په قول، القاعده یوه اسلامي افراطي ډله ده چي موخه يې د ټولو کافرو کاپیټالیسټي او امپریالیسټي یرغلګرو شړل دی له اسلامی هیوادونو څخه او چي ټوله نړۍ د اسلام په دین مشرفه، ټوله اسلامی هیوادونه او مسلمانان پر یوه مرکز سره را ټول او یو جهاني حکومت د اسلام تر بیرغ لاندی حوړ کړي.
د القاعدې مشرتوب د اسامه بن لادن او دده د مرستیال ، ایمان الطواهری په لاس کي دي .
القاغده په ټوله نړۍ کی تروریسټي ډلی لري چي دی ته تیاری ناستی دي تر څو د بن لادن د امر سره سم تروریسټي حملې وکړي …… دغه په لویدیځه نړۍ کي رسمي نظر دئ .
 
د القاعدې نسخه خورا ساده ده: دلته او هلته کومه تروریسټي حمله کیږی او دغه او هغه اسلامي بنسټپاله ډله چي نوم يې تر اوسه چا نه دی اورېدلي ، د هغه مسولیت پر غاړه اخلي. د خیالي مجرمینو په توګه سي ای يې ، ایم ای سیکس او موساد یا ای ایس اس بیا یو عرب مرب یا افغان او یا مسلمان ووژني خو مخکی له دې چي دغه مسلمان ووژل سي نو هغه لومړی وايي چي زه د القاعده تروریسټ یم. ځیني تروریسټان بیا دوه درې ځله ووژل سي او بیا را ژوندي سي، لکه الزرقاوی او نور .
ددغي ساده نسخې او د هغو پورتنیو رسنیېزه چل ول  په مرسته په ټوله نړۍ کي اوز میلیارډه خلګ به دې ډاډه دي چي په رشتیا هم القاعده او اسلامي تروریزم وجود لری، غافل له دې څخه چي د بشریت په تاریخ کي تروریزم همیشه د حکومتونو انحصار وو نه د افرادو او ډلو.ددې سره کله کله هم « تروریسټان» په وروستي ثانیه کي و نیول سي چي ګواکي کوم بمب يې چاودلو ته تیاراوه. خوتر ټولو ناپوه«  تروریسټان » په المان او افغانستان کي دي ! المانیان ځکه چي د بمونو په چاودنه نه پوهیږی او افغانان له دې کبله چي ډیره بې صبری کوی او مخکی له دې چی خپل ټاکلی ځای ته ورسیږي نو خپل بمونه چاودی او یوازی دوی پخپله پکښي « جنتیان »کیږي .
له روسانو سره د افغانانو د ملی- اسلامي جهاد له وخته بیا د سپټمبر تر ۱۱ مي پوري ټوله که مجاهدین وه که طالبان، امریکایان، پاکستانیان، سعودیان د انګلیس او اسراییلو استخبارات ټوله سره یو لاس او یوه خوله وه .خو د سپټمبر ۱۱ مي هر څه تغییر کړه : طالبان دفعتآ بد خلګ سول چی باید جکړه ورسره وسي.خو هغسي نه لکه څوک چي فکر کوي.همهغه طالبان چي په افغانستان کي جنک ورسره کیږی نو د همهغو طالبانو سره د پنجابي استخباراتو له خوا مرسته کیږی او که بس نه وي نو بیا په داخل کی د هیواد هم دوی تمویل او تسلیح کیږی، او هغه هم دومره چي د مقاومت اور بل وساتي خو و امریکا او ددوی متحدینو ته په نظامي او ستراتژیک ډول خطرناک نسي . یاني د طالبانو مقاومت باید په هغه اندازه وی چي مخکی له مخکي د اشغالکرو قواو  له خوا تعیین سویدی . کله زیات او کله کم . که طالبان ښووني او روزني ته اړ وی بیا د انګلیس ډیکراټ او پر پښتنو مین هیواد هغه په خپله خوښه پر غاړه اخلي لکه په هلمند کي او که يې طالبان پر خلاصېدو سي نو بیا د یو او نیم نغم وهل و یوه زندان ته د افرادو قحطي د یو څه وخت له پاره له منځه وړي.
د المان د استخباراتو ماهر ، میخاییل اوپرتسکالسکي وايي :« هغه کسان ، ډلی او ټولني چي د القاعده په نامه یادیږي په حقیقت کي د یوه موزاییک ټوټې دي چي د تیري پېړۍ په اوویاومو کلونو کي د لوېدیځي نړۍ د استخباراتو له خوا ، د سړۍ جکړې پر مهال سره را غونډ سویدي.د لویدیځي نړۍ د استخباراتو ، په تېره بیا سی اس یی او موساد، له مرستي پرته به هغه څه چي د القاعدې په نامه په رسنیو کي پر هغه خبري کیږي ناممکن وای او هیڅکله به يې دغه اوسنی تحرک نه وای موندلي.»
د همدغی خبري په تایید د انکلستان د ایم ای فایب پخوانی مامور ، ډیویډ شیپلر، وايی چي « د سی ای یې او ایم ای سیکس له مرستي پرته ، القاعده مانا نلري. القاعده په مطلقه توګه د امریکایانو او انګلیسانو د لاس اله ده .».
د بی بی سی تلویزیون په ۲۰۰۴ کال کي د ادم کورټیس له خوا جوړ سوی فلم د« دی پاور اف نایټ میړ،دی رایز اف پولیټکل فییر» خپور کړ چي په هغه کي نوموړی دا ثابتوی چي د القاعدې په نامه کوم اسلامي تروریسټی ډله نسته.کورټیس په دغه فلم کي د ابزرور له ژورنالیسټ ، جیسن بړک ، چی د القاعده ، منځ ته راتک ، تاریخ او چوړښت په نامه کتاب يې لیکلی دئ ، د القاعده په باب پوښتي ، بړک وايی په دغه نامه ډله اصلآ نسته او دا له لویه سره یوه افسانه ده .
د کاناډا د سیاسي علومو استاد ، پوهاند میشل شیزودوفسکي لیکي چي : « په افغانستان کي د سي ای يي له خوا تولید سوی هیرويین په اروپا او اسیا کي خورا زیات تروریسټان تمویلوی.».
د امریکا په دولت کي کوچني مامورین ، طبعآ په هیڅ نه دي خبر ، خو لوړ پوړی چارواکی له هر څه خبر دي . د بیلکي په توکه د امریکا اولسمشر جورج ډبلیوپوش د ایف بی ای مامورینو ته ، د سپټمبر د میاشتي تر ۱۱ مي دمخه ، اخطار ورکړی وو چی که دا ماموران خپلي پلټني د القاعدې په باب پای ته و نه رسوي ، نو زندان ته به ولویږي.د ایف بی ای د واشنکټن له دفتر څخه یو سند چی د ( ۱۹۹۱ ډبلیو ایف ۲۱۳۵۸۹) په نومره درج سوی وو ، د ایف بی ای د ځینو ناراضو مامورانو له خوا ، په پټه رسنیو ته استول سوی وو چي په هغه کي په وضاحت راغلي دي چي د پوش ادارې د ایف بی ای مامورانو ته امر کړی چي د « بن لادن د کورنی او همدارنکه د ایسوسیشن اف مسلم یوث » په باب پلټني بس کړي .
فرانسیس کوسیګا، چي د ۱۹۹۲-۱۹۸۵  کاله پوري د ایټلیا اولسمشروو وایي « د اروپا او امریکا ټول ډیمکراټ قوتونه ، او په تیره بیا د ایټالیا منځوی چپ قوتونه په دې ډیر ښه پوهیږي چي دغه حملې« د سپټمبر د ۱۱ مي هغې » د امریکا د سي ای يې او اسراییلو موساد له خوا د صهینوستانو په مرسته پلان او عملي سویدي تر څو ګناه يې پر عربي هیوادونو واچوي او لویدیځ هیوادونه دې ته و هڅوي چي پر عراق او افغانستان باندي یرغل وکړی.»
الماني ژورنالسټ یورګین ایلسیسر  په یوه مرکه کی  وویل چي القاعده یو درواغ خبره ده .القاعده یوه ټولنه یا ګوند او یا ډله نه ده ، بلکه یوه مارکه ده .
همدارنکه د انګلستان صدراعظم ټوني بلیر د دغه هیواد د پارلمان په یوه غونډه کي وویل چی د القاعدې په نامه کومه ډله نسته او موږ د مجبوری دا نوم ور کړ!
که دا پورتني اسناد کافي نه وي نو بیا څوک کولای سي چي د یوهانیس روټ کرنڅ کتاب د « د سپټمبر پر ۱۱ مه رشتیا څه وسوه .» ته مراجعه وکړي چي خورا زیات اسناد او مالومات يې را غونډ کړي دي .
دی په دغه کتاب کي د بوب ډول د دفتر ريیس ، سټنلی هیلټن د یوې خبري ذکر کوی او وایي : « د سپټمبر د ۱۱ مي حملې د امریکا د حکومت په امر او د جورج بوش له خوا شخصآ لاسلیک سوی او امر ورته کړه سوی وو . دی ددې خیانت او جمعي قتل مسوول دی.» .
د ۱۹۸۴ کال راهیسي اسامه بن لادن د امریکايي استخباراتو په غوښتنه او د فلسطیني عبدالله اعظم تر مشری لاندي ، په افغانستان کي د مکتب الخدمات په جوړولوبوخت وو چي په ۱۹۸۹ کال کي د عبدالله اعظم  تر ترور وروسته بن لادن د هغه مشر سو او په ۱۹۸۸ کال دغه « مکتب الخدمات» د امریکایانو له خوا د القاعدې یانی داټا بیس په نامه و نومول سو .دا ډیره د غور خبره ده چي پر امریکايی سفارتونو باندی په کینیا او تانزانیا کي د یرغلونو پر مهال د القاعدې هیڅ نوم نه اخستل کیده .
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر روبین کوک په یوه لیکنه کي چي په « ګارډین » کی خپره سوه ، وايي چي القاعده له لویه سره د کامپوتر یوه دوسیه وه چي د هغو عربو نومونه پکښی درج وه چي افغانستان ته د شورویانو د جګړې په موخه د سی ای يې له خوا تمویل او روزل سوی وه .
که القاعده نه وي نو دا پوښتنه را پورته کیږي چي دغه کسان چي د امریکایانو په امر ، خو د مسلمانانو په نامه ، کله د امریکا په پلوي لکه په افغانستان، چیچینستان ،کوزوو ، لیبیا او یا ددوی پر ضد مثلآ عراق کي جنګیږي ځوک دي ؟
ددغي ډلي نیول سوو کسانو په الماني محکمو کي د قاضیانو په مخ کي دا اقرار وکړ  چي دوی د این پي  ار ای ، امریکايی کمپنی له خوا استخدام سویدي چي تروریسټي یرغلونه وکړي. د این پي ار ای  کمپنی په ظاهره خصوصي خو په حقیقت کي د امریکا ددفاع په وزارت پوري تړلی ده او ددغي کمپنی له لاری د امریکا ددفاع وزارت ټوله هغه غیر قانوني او تروریسټي عملیات چي د امریکا کانکریس او قوانین د هغه اجازه نه ورکوی تر سره کوی .همدغه علت به وي چي په دغه « خصوصي » کمپني کي حتا د امریکا د دفاع تر وزارت لا هم زیات جنرالان بوخت دي . دغه ډله د بلیک واټر د ډلی سره یو ځای او همدارنکه ریولوشنری اینټر نسنل مومنټ ، کي را ټولي سوي ډلي چي نه یوازی د مخدره موادو په انتقال بلکه سیمه ایزه بې ثباتې کی لوی لاس لری ، او مرکز يې د لندن په ګلوسیسټرسټریټ کي دي، هغه ډله ده چي امریکایان يې القاعده بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024