ناټو په ټول هيواد کي د عملياتو د پيل خبر ورکړ

عطاالله محمدي | مې 12th, 2011


ائتلافي ځواکونه وايي چي د دوى پسرلني عمليات به په ټول هيواد کي پيل سي . نوموړي وايي چي د دوى او افغان دولت مخالفين اوس کمزوره سوي دي . د يادو ځواکونو د ګډي قومندانۍ د عامه اړيکو مشر د بګرام په هوايي ډګر کي يوې خبري غونډي ته وويل چي دغه پسرلني عمليات به په جنوب ، جنوب ختيځ ، او ختيځ کي د څو اوونيو راهيسي پيل سوي دي د هيواد نورو سيمو ته به وغځول سي . نوموړى وايي چي د دې عملياتو مشري به د افغان ځواکونو تر مشرۍ لاندي وي .
د يادوني وړ ده چي دا ډول عمليات څو څو ځله مخکي هم پيل سوي خو کومه اغيزه يې نه ده کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024