کور / تازه خبرونه / د اداري فساد دمخنيوي په اړه غونډه وشوه

د اداري فساد دمخنيوي په اړه غونډه وشوه

د خوست په ولايت كې د قومونو پيوستون شورا لخواپه سيمه كې د ډاډمن امنيت د راوستلو او اداري فساد د مخنوي په موخه يوه لويه غونډه جوړه شوه.
دې غونډې ته د خوست ولايت د قلندر او موسٰى خيلو ولسواليوپه سلكونو قومي مشران وربلل شوي وو.
د غونډې ويناوالو د قومونو د يووالي او په سيمه كې د لا ډاډمن امنيت د راوستو ترڅنګ له ځايي لوړ پوړو چارواكو وغوښتل، چې په دولتي ادارو كې د شته اداري فساد كلك مخنيوى وكړي، كنه د دوى په خبره به د حكومت او خلكو ترمنځ به واټن زيات او بې باوري پياوړي شي.
برخه والو هالنډ او ډنمارك هېوادونه له دې امله وغندل، چې د اسلام ستر پېغمبر ته منسوب كارټونونه او داسې يو فلم يې جوړ او خپور كړى، چې قرآنكريم ته د جنګي لارښود خطاب پكې شوى.