هسپانيه : د تېري ورځي زلزلې ۱۰ کسان وژلي دي
د ريښتر په کچه ۵،۳ زلزلې د هسپانيې سهيل ختيځ ښار لورکا داسي ولړزاوه او لږ تر لږه ۱۰ کسان پکښي ووژل سول او شاربل يې ددې هيواد په پلازمېنه مادريک هم احساس سوي دي . د لورکا د والي په وينا تر اوسه د زخميانو شمېره نه ده روښانه سوې .
ددې هيواد د ملي اردو ۱۵۰ سرتيري د روزل سپيانو سره سيمي ته پر لاره دي چي تر نړيدلو ودانيو لاندي د ژوندي پاته سوو کسانو د را ايستلو چاره چټکه کړي .
د لورکا ښار لس زره نفوس لري چي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۰۰۰ کسانو ته د زلزلې له امله زيان اوښتی دی او تېره شپه يې تر شنه اسمان لاندي په لارو او کوڅو کي تېره کړه .
اندالوزي ښار ته تلونکی تونل نړېدلی دی ، د ښار تر ټولو جګ ( ساعت برج ) د نړېدلو په حال کي دی او زياتره نوری ودانۍ هم د نړيدلو له خطر سره مخامخ دي .
په دې سيمه کي هر کال تر ۲۵۰۰ پوري سپکي زلزلې کېږي ، په وروستيو کلونو کي د ۱۹۹۹ کال هغه زوروره وه چي شل کسان پکښي زخميان سوي وه خو مړينه يې نه وه رامنځته کړې .