ايران سېريې ته په لوی شمېر ناقانونه وسلې ورکوي
رويټرز د ملګرو ملتونو امنيت شورا لخوا ليکي چي ايران په لوی شمېر ناقانونه وسلې سېريې ته لېږي . د م م امنيت شورا ګمان کوي چي ايران د سوريې د لاري لبنان او فلسطين وسله والو ډلو ته هم وسلې لېږي .
د امنيت شورا وايي تر دې مخکي هم ايران سيريې ته پوځي ماشين الات ،چاوديدونکي مواد ، توغندۍ او راکټونه لېږل خو ايران او سيريه دواړه دغه ادعاوي نه مني .
د م م امنيت شورا دا هم ويلي دي چي ايران د وسلو تجارت نسي کولای ځکه چي د خپلو اټومي تاسيساتو په اړه دم م غوښتنه نه مني او په اړه يې شواهد نه وړاندي کوي .