کور / رسنۍ / بلخ : د پسرلي مجلې دوه ويشتمه ګڼه له چاپه راووته

بلخ : د پسرلي مجلې دوه ويشتمه ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې د پنځم کال څلورمه او پرله پسې دوه ويشتمه ګڼه هم د هېواد د ورستي سياسي بدلونونو په اړه د ځوان او تکړه لیکوالانو ليکنو ته ځانګړې شوې ده، په دې نږدیو کې له چاپه راووته.  


ددغې مجلې په لومړۍ پښتې د طالب جنګیالي تصویر او پر وروستۍ پښتۍ یې د لوی افغانستان نقشه راغلې. 
د پسرلي سرلیکنه ((ولسي جرګه  او لوېدیځ)) تر سرلیک لاندې ده، چې د هېواد د پارلمان پر سر د لوېدیځ او ایران د سیاسي لوبې په اړه لیکل شوې ده. 
په سرلیکنه کې راځي: ((په هېواد کې د یو شمېر کړیو په مرسته چې افغانیت ضد مفکورې لري، د ایراني لاسوهنو په ملتیا د چل، زور او زر له لارې د ولسې جرګې د ټاکنو د پایلو رخ بدل کړ. د لوېدیځ هڅې نه یوازې د دوی سیاسي لوبه له ګواښ سره مخ کړه؛ بلکې په ټس کې يې ددې خاورې لوی ملت ډېری وګړو هم زیان وکړ.))


د خپرونې لومړۍ لیکنه د ((افغانستان دوه کاله وروسته)) تر سرلیک لاندې د هېواد ځوان لیکوال مطیع الله اباسین ده، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د برخلیک په اړه په کې اندېښنه ښودل شوې ده.


لیکوال لیکي: ((مونږ له ۲۰۱۴ز، څخه وېره لرو. هغه مهال به امریکا او ملاتړي يې په اور کې لولپه افغانستان ترهګرو ته ډالۍ کړي.))
د پسرلي بله لیکنه د ((طالبان د شمال له لارې د منځنۍ اسیا پر لور)) تر سرلیک لاندې د ضمیر ساپي ژباړه ده، چې په شمال کې د طالبانو د راتګ او د القعدې پر هڅو لیکل شوې ده. 
په دغه لیکنه کې راځي، چې طالبانو په شمال کې له راپرځېدو وروسته تر ډېره د بیا راتګ هڅه ونه کړه؛ خو ددغه رژیم پر مهال جوړ او یا ترمیم شویو جوماتونو او مدرسو د بهرنیو ځواکونو او ولس تر منځ کرکې ته لاپسې زور ورکړ.


 


لیکوال زیاتوي، چې په همدې وخت کې د وزیرستان په قبایلي سیمو کې یو شمېر ازبکان او تاجکان هم روزل کېدل، چې د شمال په تروریستې حملو کې ترې کار واخیستل شي. 


د پسرلي په دې ګڼه کې د سولې د راتګ پر هر اړخیزو لارو چارو د ع روستار ترکي لیکنه هم خپره شوې، چې ژباړه یې بریالي جلالزي ترسره کړې ده.


لیکوال د سولې د راتګ یوازینۍ لاره له وسله والو مخالفینو سره نېغې خبرې اترې ښودلې او لیکلي يې دي: ((سوله هغه وخت راتلونکې ده، چې نړیوال نظامي ایتلاف د کابل جنګسالار حکومت له لارې نه، بلکې په نېغه له وسلوال مقاومت سره په خبرو اترو شي.))


ځوان لیکوال بهرام خان د ((وروستي لاریونونه که ورکې لارې)) تر سرلیک لاندې په مزار او نورو ولایتونو کې د قرانکریم د سوزونې په ننګه له تاوتریخوالي ډک لاریونونه راخیستې او په اړه یې مفصله لیکنه کړې ده.


لیکوال لیکلي، چې د قرانکریم د سوزونې په ننګه ښايي نورو اسلامي هېوادونو هم غبرګون ښودلی وای او د تل په څېر يې افغانان د اسلام ګټلو ته یوازې نه وای پرې ایښې؛ خو که داسې هم وشول؛ نو افغانانو باید کومه لاره غوره کړې وای؟
 د پسرلي په وروستۍ برخه کې په پرله پسې توګه د سلطان شهاب الدین غوري تاریخي ناول خپرېږي، چې دا ځل يې هم اوومه برخه خپره شوې ده. 
دغه ناول صادق حسین صدیقي لیکلی دی، چې پښتو ژباړه یې ذبیح الله احساس ترسره کوي. 


پسرلى مجله د هېواد له، كابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، كندوز، ننګرهار، كندهار، كويټه، پېښور، پكتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كولى شئ.
په هر ولايت كې د پسرلى مجلې د ترلاسه كولو په موخه په لاندې پتو اړيكې نيولى شئ


0799833338


Zahsass.2@gmail.com