د افغان ټکنالوجۍ انستتیوت پرانیستل شو

د لراوبر اداره | مې 12th, 2011


د کابل د ثانوي تخنیک د علمي موسسې په انګړ کې د افغان ټکنالوجۍ انستیتوت د یو لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې رسما پرانیستل شو او د تعمیر ډبره یې د پوهنې د وزیر جلالتمآب فاروق وردګ په لاس کیښودل شوه.


په هغه محفل کې چې د ۱۳۹۰ کال د غوايي په ۲۲ نیټه د همدې انستیتوت په انګړ کې جوړ شوی وو، د پوهنې پر جلالتمآب وزیر سربیره د همدې وزارت لوړپوړو چارواکو، ګڼ شمیر دولتي اراکینو، بهرنیو میلمنو، ښوونکو، زده کوونکو، محصلینو او د پوهنې سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.


غونډه د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره پيل شوه او د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد آصف ننګ ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د موسساتو زده کړې له ۱۳۰۲ هجري لمریز کال راهیسې پيل شوې او په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د  موسساتو شمیر اوس مهال ۱۰۰ بابه ته رسیدلی دی  چې له دې جملې څخه ۶۰ بابه یوازې د ۱۳۸۷ د تلې د میاشتې راهیسې تشکیل او په فعالیت پيل کړی دی البته له هغه مهاله چې د پوهنې اوسني وزیر جلالتمآب فاروق وردګ د همدې وزارت د چارو واګې په لاس کې اخیستې دي.



 
 
غونډې ته د خپلې وینا په ترځ کې د پوهنې جلالتمآب وزیر وویل: چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لړۍ افغان ولس ته د تاریخ په دې حساس پړاو کې یوه ملي او اساسي اړتیا ګڼل کیږي او نن زموږ د ولس هغه خوب په ریښتني واقعیت بدل شوی دی چې د ثانوي تخنیک په انګړ کې یې د افغان ټکنالوجۍ د انستتیوت په هکله ۶۱ کاله پخوا لیدلی وو. زه د دغې لویې بریا په هکله افغان ولس، د پوهنې نظام او ټولو اړوندو اړخونو ته مبارکي وایم.


د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه: نن چې د کوم تعمیر د بنسټ ډبره ایښودل کیږي هغه به ۳۵ د لوست ټولګي ولري او ټولټال به ۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي او د ۱۳۹۱کال د غبرګولي تر میاشتې پورې به یې د جوړیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.


د پوهنې وزیر د خپلې وینا په ترځ کې وویل: نن موږ د پرمختګ په لوري یو بل مهم ګام ږدو خو له دې سره سره د مسلکي او تخنیکي زده کړو په برخه کې موږ زیات کار ته اړتیا لرو ځکه چې همدا اوس زموږ یوازې ۲٪ فارغان مسلکي زده کړو ته لاره موندلی شي او موږ قوي عزم کړیدی چې تر ۱۳۹۳ کال پورې دغه فیصدي ۱۰٪ ته لوړه کړو. همدارنګه موږ به تر یوه وخته په خپل هیواد کې د بهرنیو ماهرانو موجودیت ته اړ وو خو هڅه مو دا ده چې ډیر ژر ددې وړتیا پیدا کړو چې هیواد مو د ژوند په ټولو برخو کې پر خپلو مسلکي او تخنیکي ماهرانو او کارپوه کسانو تکیه وکړي او د فراغت او کاریابۍ تر منځ موجوده فاصله له منځه ولاړه شي.


د پوهنې وزیر همدارنګه زیاته کړه: چې اوس مهال تخنیکي زده کړو ته په هر کال کې زموږ د شاملانو ظرفیت یوازې  ۸۰۰۰ محصلین دی خو موږ هڅه کوو چې دغه شمیره هر کال ۵۰۰۰۰ محصلینو ته لوړه کړو او د مسلکي زده کړو په موسساتو کې د استادانو د جذب شمیر له ۲۴۰۰ څخه ۱۳۰۰۰ ته زیاته کړو.


موږ همدارنګه په نظر کې لرو چې سږ کال ۳ نور مسلکي انستتیوتونه او ۴۱ تخنیکي ښوونځي جوړ او ۹ انستتیوتونو ته تعمیرونه جوړ کړو چې د دې شمیر په اضافه کولو سره به زموږ د تخنیکي او مسلکي موسساتو شمیر په ۱۳۹۰ کال کې ۱۴۴ بابه ته لوړ شي.


د پوهنې وزیر همدارنګه وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو په لاره کې د کیفیت ښه والی زموږ له اساسي موخو څخه دی چې په دې هکله د اداري، نصاب او استاد له نظره خپل ظرفیتونه لوړ کړو. د ښوونکو د کمبود پوره کولو لپاره د پوهنې وزارت په نظر کې لري چې سږ کال د ښوونکو د روزنې دوې اکاډمۍ په کابل او مزارشریف کې د همدې وزارت د مسلکي او تخنیکي معینیت په چوکاټ کې رامنځته په هره اکاډمۍ کې ۶۰۰ تنه تر روزنې لاندې و نیول شي او د لوړې علمي وړتیا سره یو ځای خپلې زده کړې لوړې کړي.


د نصاب د پراختیا په برخه کې د پوهنې وزیر وویل: چې د مسلکي او تخنیکي زده کړو لپاره د پوهنې د نظام په چوکاټ کې د ۷۵۰ عنوانه کتابونو په نوي نصاب کار پيل کړی چې ۲۷۷ عنوانه کتابونه بشپړ شوي او په پاتې شمیر باندې کار روان دی.


د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په بهیر کې د خصوصي سکتور ونډه خورا مهمه و ګڼله او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انستتیوت ATVI له مشر ښاغلي سردارمحمد روشن څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې په دې لاره کې یې زیاتې هڅې کړې او په خپله خوښه یا داوه طلبانه توګه یې د تخنیکي و مسلکي زده کړو په چارو کې د پوهنې له وزارت سره د سلاکار دنده منلې ده او د پوهنې وزارت یې د هڅو ملاتړ کوي او نوموړی به په اړوندو چارو کې د پوهنې د وزارت سلاکار وي.


د پوهنې د جلالتمآب وزیر له وینا څخه وروسته د پوهنې وزیر د ورسره پلاوي په ملتیا د افغان ټکنالوجۍ د نوي تعمیر د بنسټ ډبره کیښوده، دغه موسسه یې رسما پرانیستله او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.


باید وویل شي چې د ثانوي تخنیک تعلیمي موسسه چې اوس یې په انګړ کې د افغان ټکنالوجۍ انستتیوت هم تاسیس شوی د لومړي ځل لپاره د امریکا په تخنیکي مرسته په ۱۳۳۱ هجري لمریز کې رامنځته او اوس مهال ۱۲۵۰ زده کوونکي د ثانوي زده کړو او ۳۵۰ تنه محصلین د انستتیوت په برخه کې د ۱۱۰ تنو استادانو له خوا په زده کړو بوخت دي.


دغه انستتیوت د تعمیراتو د ساختماني مهندسۍ، د ټکنالوجۍ او ماشین جوړولو، ځواکمنې بریښنا، د موټرونو د ترمیم او انجنونو د تخنیکي خدمتونو او ICT څانګې لري. همدارنګه د دې انستتیوت سره په څنګ کې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستتیوت ATVI تخینکي موسسه بیا د ادارې، کمپیوټر ساینس، د موټرونو د ترمیم، کرنې، ترکاڼۍ او د تعمیراتي موادو د لابراتوار په څانګو کې محصلین روزي. 


راپور: ګل آِغا احمدي وردګ

Copyright Larawbar 2007-2024