ننګرهار: ناټو وايي چي يو بل ملکي وګړی يې په تېروتنه وژلی دی

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011


ناټو د ېوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي تېره شپه يې د افغان ملي اردو سره په ګډو عملياتو کي يو ملکي وګړی په سهوه سره وژلی دی ، پېښه د ننګرهار د هيسارک په سيمه کي رامنځته سوې ده .


ناټو وايي چي ملکی وګړی هغه مهال ووژل سو چي دوی يې په کور کي په يوه طالب قومندان پسي ګرځېدل ، د نوموړي د خوب خونې ته تر ننوتلو وروسته کوربه خپلي وسلې ته لاس کړ او ناټو وايي چي ددوی د پوځيانو لخوا تر ويشتل کېدو وروسته معلومه سوه چي دا هغه څوک نه وو چي دوی پسي ګرځېدل . ناټو له دې امله بخښنه غوښتې ده .


دوې ورځي مخکي هم ناټو منلې وه چي په ننګرهار کي يې د شپې عملياتو پر مهال په يوه کور کي په تېروتنه سره يوه دوولس کلنه نجلې او د پوليسو يو افسر د خوب په بستر کي وژلی و .

Copyright Larawbar 2007-2024