د يوې ۲۴کلني پېغلي پربدن د قرآن کريم ايتونه څرګند سويدي
سرچينه: سپوږمۍ راډيو
د چهار اسياب ولسوالى په خير آباد کلي کې د يوې ٢٤ کلنې ښځې پر بدن د الله، انشا الله او لا الا الله کلمې را څرګندې شوې دي. ددې ښځې پلار حاجي عبد الحکيم وايي چې د لور پر بدن يې له څلورو ورځو راهيسې دا مبارکې کليمې را څرګندېږي. د حاجي عبدالحکيم په وينا چې دغه کلمې دومره روښانه دي چې د جرابې له پاسه په څرګند ډول ښکاري نوموړى وايي ټولې ښځه کولاى شي له لور څخه يې ليدنه وکړي خو په دې شرط چې تصوير به يې نه اخلي
دا لومړى ځل نه دى چې د انسان پر بدن دا مبارکې کلمې او قران کريم اياتونه را څرګندېږي، له دې وړاندې هم ګڼې داسې پښې ليدل شوې دي.
دوه کاله مخکي د راغستان هيواد په يوه کلي کي هم د يوه کوچني ماشوم پر پښو او لاسونو د قرآن کريم ايتونه راڅرګند سول چي په نړيوالو رسنيو کي يې هم انعکاس وموند .
ديني عالمان وايي چې دا د الله پاک د شته والي او د اسلام د حقانيت د ثبوت لپاره ښکاره دليلونه دي.