القاعدې سيف العدل مصري د مشر په توګه وټاکئ

34 | مې 17th, 2011


امريکايي رسنيو خبر ورکړى چي د القاعدې سازمان سيف العدل مصري د خپل انتقالي مشر په توګه ټاکلى، چي نوموړى به د دايمي مشر ټاکلو ته زمينه برابره کړي.
راپورونه وايي سيف العدل د مصر د پوځ يو پخوانى افسر دئ چي اوس د القاعدې د سازمان لوړ پوړى غړى او د محمدابراهيم مکاوي په نامه مشهور دئ.
راپور وايي ډېر امکان لري چي د بن لادن مرستيال ايمن الظواهري به د بن لادن د ځاى ناستي په توګه انتخاب سي.

Copyright Larawbar 2007-2024