پکتیا کی سږ کال ۲۶۸۵۴۴ نیالګی ایښودل شوی

د لراوبر اداره | مې 18th, 2011


( چهار شنبه د غویی ۲۸مه ) په پکتیا کی سږ کال دوه لکه اته شپېته زره پنځه سوه څلور څلوېښت مثمر او غیر مثمر نیالګی په مختلو ولسوالیو او مرکز کی ایښودل شوی چی ۳۳۶۷ جریبه ځمکه یی پوښلی ده
دا خبری نن د کرهنی ریاست مرستیال د ولایت مقام د پی ډی سی یا  ولایتی پرمختیایی غونډی ته وکړی
نوموړی وویل چی ۲۹ جریبه ځمکه په پټان ، ۲۰ جریبه په څمکنیو ، ۵۵ جریبه په احمد خیلو ، ۱۱۰ جریبه په اریوب ځاځیو ، ۱۴ جریبه په میرزکه ، ۳۰۴ جریبه په سیدکرم ، ۶۴۷ جریبه په احمد ابا ، ۵۰۲ جریبه په زرمت ، ۱۱۰ جریبه په وزی ځدراڼ او ۱۳۵۷ جریبه په مرکز ګردیز کی باغونه جوړل شوی دی
 د دی نیالګیو په ورکړه کی ( ای ، ډی ، ټی ) د پکتیا بیا رغاونی ټیم چی د کرهنی په برخه کی کار کوی مرسته کړی ده


همدا رنګه د پی ډی سی غونډی ته سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد په خپلو خبروکی د پکتیا امنیتی وضعیت ښه و ارزاوه او وی ویل چی د کار زمینه ښه برابره ده او له ډونر اجنسیو یی وغوښتل تر څو خپلی د بیا رغاونی پروژی چټکی کړی
په غونډه کی د مچلغو د بند قراردادی تر کلکو پوښتنو راغی چی ولی یی د بند کار تراوسه په رسمی بڼه نه دی پیل کړی نوموړی ته د پکتیا والی ښاغلی همدرد لخوا خبرداري ورکړل شو که په یوه میاشت کی دننه خپل کارپه رسمی بڼه پیل نکړی نو قانونی چلند به ورسره وشی .

Copyright Larawbar 2007-2024