کور / سپورټي / کندوز: د کرکيټ لوبغالى مخ پر جوړېدو دئ

کندوز: د کرکيټ لوبغالى مخ پر جوړېدو دئ

د افغانستان کرکټ بورډ
د پرمختیایي چارو اداره
کابل – د ثور ٢٨مه ١٣٩٠
د هېواد د شمالي ولايت کندز په ښار کې ديوه معياري کرکټ لوبغالي ( سټيديوم) د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به دغه ميدان د لوبو لپاره تيار شي.
د کرکټ بورډ د پرمختګ د څانګې د مسوول ډاکټر نور محمد مراد وايي چې ددغه لوبغالي د جوړولو ٩٨ سلنه چارې بشپړې شوې او ډير ژر به لوبو ته وړاندې شي.
ده زیاته کړه چې دغه ميدان(لوبغالی) د کندز ښار په مينځ کې جوړېږي څو د کندز د ښار د کرکټ لوبغاړي او مینه وال وکولى شي ترې ګټه پورته کړي.

په دې لوبغالي کې چې په نړيوالو معيارونو جوړېږي، چمن، خاورين پېچونه، ډريسنګ روم يا دلوبغاړو د جامو د بدولو او کښيناستلو خونې، تشنابونه، د چمن شاوخوا کټارې، د تمرين لپاره اکاډمي او په اکاډمۍ کې دوه خاورين او څلور سميټي پيچونه، ګرځنده سائيډ سکرين، سکور بورډ يا د منډو ليکلو لوحه، او نور ملحقات جوړ شوي دي.
ډاکټر نور محمد وويل چې ددې لوبغالي د چارو دسمبالولو، ساتنې او څارنې لپاره دوه کسه مامورين هم مقرر شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې لوبغالي لګښت دافغانستان د کرکټ بورډ له بوديجې څخه ورکړل شوي دي.
نوموړي دا هم وویل چې ډېر ژر به په کندز ولايت کې د کرکټ د يوه بل ميدان يا لوبغالي د جوړولو چارې هم پيل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وايي چې د يوې لوبې د پرمختګ لپاره ميدانونه ډير اړين دي او دغه ميدانونه(لوبغالی) د لوبو په وده کې مهم رول لوبوي.
هغه زياتوي چې په همدې موخه په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا په ننګرهار، کابل، او ځينو نورو سيمو کې په نړيوال معيار برابر د لوبغالو د جوړولو چارې پيل شوې دي .
دانش زیاته کړه چې، په نورو ولایتونو کې هم د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره د لوبغالو او د کرکټ اکاډمیو د جوړیدو پلانونه لري. خو دا چې کله د یې کره تیټه په ګوته نکړه.