په تالقان کی ۱۱ مظاهره چیان ووژل سول
امریکایی اخبار ( لاس انجلس ټایمز ) راپور ورکوی چی نن د تخار ولایت په مرکز کی څه باندی یو نیم زر کسانو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول چی « مرده باد امریکا ! » د دې مظاهرې علت د تیری شپې هغه حمله وه چی امریکایی پوځیانو څلور ملکی انسانان وژلي وو چی دوې ښځي وې .
پولیسو وویل چی مظاهره چیانو غوښته د ناټو پر یوه پوسته حمله وکړی نو ځکه موږ وویشتل او ۱۱ کسان مړه او په لسګونو هم زخمیان سول، خو عینی شاهدان دا ادعا درواغ بولی او امنیتی کسان د امریکا غلامان بولی .
دا لومړی ځل دی چی د هېواد په شمال کی د امریکایی پوځ پر ضد دومره لویه مظاهره کیږی او پولیس یې هم په دغسی ناځوانۍ سره وژنی .