کور / نوميالي / میرزا فیض محمدخان هزاره زموږ په معاصر تاریخ کښي

میرزا فیض محمدخان هزاره زموږ په معاصر تاریخ کښي

شهسوار سنګروال


د افغانستان په معاصر تاریخ کې له ؛احمدشاهي؛ تاریخ نه وروسته ؛تاج التواریخ؛ او بیا ورپسې سراج التواریخ اهمیت لري . نه یوازې کورني لیکوال او څېړونکي د یوه ماخذ په توګه له دغو تاریخونو نه ګټه اخلي بلکې بهرني لیکوال او محققین هم له دغو تاریخونونو نه استفاده کوي او کړې یې هم ده .


د سراج التواریخ لیکوال فیض محمد کاتب د خپلې زمانې هغه ستر مېړه دی چې په پوره امانت داري یې د حبیب اله په سپارښتنه دغه ستر کار سر ته رسولی دی . نوموړی نه یوازې د سراج التواریخ مولف دی بلکې هغه مهال چې زموږ په ګران هېواد کې یوه نه هېرېدونکې غمیزه پیل شوه میرزا صاحب په ډېرې زړورتیا د امان اله خان ملاتړ وکړ . که څه هم د وخت ایراني واکمنو ده ته ګواښ وکړ چې ګنې د سقاو زوی حبیب اله به دې ووژني خو له خپل هوډ نه په شا نه شو.


امان الله خان چې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له لاسه دېته اړ شو چې په افغانستان کې له وینو تویولو نه ډډه وکړي ، وېپتېله چې هېواد پریږدي خو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو لکه غزني ، کندهار ، پکتیا او ننګرهار کې د نوموړي په ملاتړ اولسي پاڅونونه پیل شول چې په دغه لړ کې د غزني د هزاره وروڼو پاڅون د بېلګې په توګه یادولای  شو .


کله چې د سقاو زوی حبیب اله کلکاني په دې وپوهېده چې دغه لاس په نستوڼي  جنګ نوموړي ته په ډېر زیان تمامیږي نو بیا یې  یو شمېر کسان دېته اړ کړل چې غزني ته لاړ شي او د هزاره جات اولس پرې نږدي چې له امان اله نه ملاتړ وکړي .


کوم پلاوی چې غزني ته واستول شو په دغه لړ کې یو هم میرزا صاحب ارواښاد فیض محمد خان وو  ویل کیږي چې نوموړي په ځانګړي مهارت خپل اولس ته وویل چې موږ د سقاو د زوی پیغام تاسو ته راوړی دا چې تاسو یې منئ او یا نه دا د تاسو تاریخي مسولیت دی . د اولسي روایتونو له مخې ویل کیږي کله چې نوموړی پلاوی پېرته راستون شو نو د سقاو زوی حبیب اله په ډېرې بې شرمۍ او سپین سترګۍ فیض محمدکاتب ته مخ ور واړوو او ورته یې وویل : ؛خپل هزاره ګان دې ولمسول او بېرته راغلې؟؛


میرزاصاحب درې ځلي د سقاو د زوی له خوا په شنو لښتو ووهل شو او ورته وې ویل چې تاسو هغوی ته څه وویل چې زما بیعت نه کوي؟ ورته ګواښ یې وکړ  که چېرته پخپل جرم اعتراف ونه کړې وبه دې وژنم ! نوموړي ورته په ځغرده وویل زما مرګ او ژوند د څښتن په لاس کې دی .


درې ځلي یې وواهه خو تر پایه یې څه ونه ویل …. نو د همدغو وهلو له بابته وو چې میرزاصاحب سخت ناروغه شو چې په پای کې د خپلې درملنې له بابته ایران ته لاړ او بیا له درملنې وروسته ډېر ژر ځکه راستون شو چې ډاکترانو ورته وویل ستا علاج نه کیږي . یو شمېر ایراني څېړونکي په نوموړي تور لګوي چې ګنې میرزاصاحب موږ ته جاسوسي کوله . د ایرانیانو دغه ښکرور دروغ هغو درغو ته پاتې کیږي چې وایي سیدجمال الدین افغان د ایران اصلي اوسېدونکی دی او دې ته ورته ډېر نور څه چې غواړي د افغانستان ملي او تاریخي ویاړونه د ځان کړي .


خو حقیقت دا دی چې میرزاصاحب هغه ویاړلی افغان وو چې د خپل ژوند تر پایه یې له امان اله خان نه دفاع وکړه. نه دی د چا جاسوس او نه  په چا خرڅ شوی وو. خپل هېواد پرې ګران وو او دومره ګران چې د سقاو زوی په لښتو وواهه ، تهدید یې کړ خو تسلیم نه شو چې ووایي ستا لاره د وطن د ابادي لاره ده . میرزا صاحب د حبیب اله کلکاني د وهلو له بابته مړ شو خو د بې ننګي نوم یې پرې نښود .