امريکايي چوڼۍاواستعماري نخشې څلرمه برخه

د لراوبر اداره | مې 20th, 2011


ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


امريکايي چوڼۍ او د سيمې د اټومي ځواکو زياتېدونکی خطر


په افغانستان کي د امريکايي چوڼييو د تداوم ځيني پلويان استدلال کيي (کوي)، چي زموږ يوگاونډی ( پاکستان) له کلونو راهيسي اټومي وسلې لري؛ بل ( ايران) هم د اټومي وسلو د تر لاسه کولو په درشل کي دئ؛ او شاوخوا ته نور پراته هيوادونه لکه هند، چين او روسيه هم له پخوا څخه د سيمي لوی اټومي قدرتونه گڼل کيږي .  د دوی د استدلال له مخي، په داسي اوضاع او حالاتو کي، افغانانو ته هم ښايي، چي د دغو اټومي طاقتو د احتمالي خطرو په وړاندي، د خپل هيواد د ساتني او دفاع له پاره، ځان د نړۍ په يوه بل لوی اټومي ځواک ياني متحدو ايالاتو پوري وتړي، چي دلته د خپلو همېشنييو چوڼیيو په مرسته د اړتیا پر مهال هرتېري کوونکي هيواد ته، غاښ ماتوونکی جواب ورکي .


 


دا نظر نه يوازي له دې سَوَبه د منلو وړ نه دئ، چي ريښتيني او باغروره افغانان هيڅکله د خپلو ملي نواميسو او خاوري د دفاع له پاره دپردوعسکرو پر توپک او برچې تکيه نه کيي، بلکي له دې اړخه هم  ډېرکمزوری او سرسري دئ، چي په افغانستان کي د اټومي ځواک ځای پر ځای کېدل، هيڅکله د سيمي د سياسي او امنيتي حالاتو له ثبات او ټیکاو سره مرسته نسي کولای . د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر پر يولسمه د امريکا د نړۍ والي سوداگرۍ پر مرکز او پينټاگان تروريستي بريدو په ډاگه وښوول، چي د اټومي وسلو لرل د يوه هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او عامه نظم د خوندي ساتلو، يوازنی ضامن نه دئ .


 


دا خبره سمه ده، چي هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري؛ او ترگرده يې لا زياتولو او عصري کولوته ملاوي تړلي دي، خو سره له هغه هم گورو، چي هيڅکله له جنگو، نښتو اوتروريستي بريدو څخه مصوون اوخوندي نه دي . په ۱۹۹۹ع کال د کشميري جنگيالو او پاکستاني پوځ له خوا دکارگل د لوړو څوکونيول، په ۲۰۰۲ع کال کي د هند په مرکز-  ډيلي کي د هغه هيواد پر پارلمان اوپه ۲۰۰۸ع کال د هند د ممبيي ښار پر اتو مهمو تجارتي او سيلاني مرکزود بهرنيیو تروريستانو وسله وال بريد، ټول د دې خبري ښکاره او انکار نه کېدونکي ثبوتونه دي . اوس نو پوښتنه دا ده، چي په دې او دې ته ورته نورو بريدوکي د هند د بېوزلو وگړو د ژوند په بيه برابرو سوو اټومي وسلو، هندي پوځ ته څه گټه ورسوله؟


 


دلته بې گټي نه ده، چي موضوع له يوه بله اړخه هم وڅېړو . موږ ټول پوهېږو، چي هند، چين او پاکستان درې سره اټومي قدرتونه دي . د دوی په نيژدې يا نسبتاً ليري گاونډيتوب کي د بوتان او نيپال کوچني هيوادونه پراته دي . دا خوار اونېستمن هيوادونه هيڅکله د شاوخوا همسايه گانو د اټومي وسلو بېره نه لري . همدغه راز، زموږ شمالي گاونډيان ( تاجيکستان، قرغيزستان، اوزبکستان او ترکمنستان) هم گرده د سيمي د اټومي ځواکو لکه چين، قزاقستان، روسيې او ايران په منځ کي پراته دي، سره له هغه هم هيڅکله له بهرني تيري څخه بېره او اندېښنه نه لري . تر دې هيوادو، چي تېر سوکيوبا د کاملاً بېل سياسي او اقتصادي نظام په لرلو سره د نړۍ له اوسني ستر اټومي طاقت ( امريکا) څخه تر اتيا –  نيوي کيلومترو زيات واټن نه لري، ايا د خپل امنيت او دفاع له پاره بايد د پاکستان، هند او ايران په شان د اټومي وسلو په جوړولو پيل وکړي؛ يا د نړۍ بل اټومي ځواک، د مثال په توگه روسيې يا چين ته بلنه ورکي، چي د امريکا د متحدو ايالاتو له احتمالي خطر څخه يې وساتي؟ دا خو د عقل او منطق لاره نه ده .  مگر له دې ترخې تجربې څخه څوک انکار کولای سي، چي په ۱۹۶۱ع کال کي د امريکا او شوروي اټومي کړکېچ، پر خوار ځواکي کيوبا سربېره د ټولي سيمي امنيت او ثبات د اټومي ناتار له بالقوه خطر سره نه ؤ مخامخ کړی؟


 


 اټومي وسلې د امنيت ضامن نه، بلکي د خپلو او نورو گاونډيو ولسو د تباهۍ وسلې دي . له دې امله يې بايد، هيڅکله و لرلو يا تر لاسه کولو ته، زړه ښه نه کړو.


 


زموږ گاونډيان هم بايد د دې وحشتناکو انساني ضد وسلو له جوړولواو سيالييو څخه په ټينگه لاس واخلي؛ ځکه چي د عمومي وژني دا وحشتناکي وسلې، پر دوی سربېره همسايه هيوادو ته هم ستر زيانونه اړولای سي. د شرم وړ خبره ده، چي د هند او پاکستان خلگ په ډوډۍ ماړه نه دي؛ کور، کالي، دوا او تعليم نه لري؛ خو دولتونه يې په سر ټمبگۍ سره د اټومي وسلو جوړولواو لا عصري کولو ته شلَه دي . د دې خبرو د يادوني مقصد دا دئ، چي د گاونډيانو او سيمه ييزو دولتو د اټومي وسلو له اړخه افغانانو ته د اندېښنې او بيري پيدا کول، هيڅ عملي او واقعي اساس نه لري؛ ځکه گاونډيان يا نور سيمه ييز دولتونه هيڅکله له توپ، ټانک او الوتکو سره زموږ پر هيواد تېری نه کيي . اټومي وسلې خو حتا د دولتو په اوږدو اعلام سوو جنگوکي هم په اسانۍ سره نه کاريږي . د امريکایي پوځيانو د مټو په زور د دغه راز خيالي او توهمي خطرو شنډول، تردې هم پوچه او بې مانا خبره ده . موږ بايد په دې واقعيت ځانونه پوه کړو، چي  د متحاربينو تر منځ د اټومي وسلو استعمال، گټونکي او بايلونکي نه لري . په دغه راز جگړو کي گرده بايلونکي دي . اټومي وسلې د ډله ييزي وژني د نورو وسلوپه شان، د بشري تمدن  پر تندي تور داغ دئ . بايد ټوله نړۍ د دغه راز وحشتناکو وسلو له جوړولو او کارولو څخه ډډه وکي .


 


په دې کي هيڅ شک او شبهه نسته، چي د سيمي زياتره هيوادونه، په تېره بيا پاکستان او ايران زموږ په کورنييو چاروکي بربنډي لاس وهني کيي؛ خو په خواشينۍ سره، چي هر څه  له همغه پيل څخه تر اوسه د افغانانو په مرسته کيږي . که زموږ وروڼه اوعزيزان له پاکستاني او ايراني مداخله گرو سره لاسونه يو نه کړي، د پاکستان او ايران پوځيان په زرکاله دا جرأت نسي کولای، چي زموږ سرلوړي او خپلواکي خاوري ته په بده سترگه وگوري . دا ناروا او ظالمانه لاسوهني، بريدونو او يرغلونه، لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه،  د پروکسي وار يا هغه جگړې په بڼه کيږي، چي بلوونکي يې له جگړې څخه ليري د خير پر غونډۍ ناست دي . نور هيوادونه ها خواته پرېږدئ، يوازي هندوستان او پاکستان په پام کي ونيسئ . دې دوو گاونډيو هيوادو د خپل څلور شپېته کلن تاريخ  په اوږدوکي څلور واره ياني په ۱۹۴۷ع ، ۱۹۶۵ع، ۱۹۷۱ع  او ۱۹۹۹ع کلو کي، خونړۍ جگړې کړي دي . د نور تفصيل له پاره دا ويبپاڼي وگورئ :


http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_wars_and_conflicts


http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_War_of_1971


http://en.wikipedia.org/wiki/Indo-Pakistani_War_of_1965


http://en.wikipedia.org/wiki/Kargil_War


 دا دئ گورو، چي دا دوه همسايه هيوادونه له تقريباً لسو کالو راهيسې، زموږ په بېوزلي او جنگ ځپلي هیواد کي خپلي پخوانۍ دوښمنۍ پر مخ بيايي؛ او د دې ظالمانه پردي يا نيابتي جنگ(proxy war)  له پاره


ميليارډونه ډالر خرڅيي .


 


د پاکستان سياسي او عسکري واکمنان له هندوستان څخه د خپلو پخوانييو ماتو د کسات اخيستلو او له هندي خاوري څخه دکشمېرد بېلولو په مقصد، په افغانستان کي د يوه مزدور يا لږ تر لږه دوست او خواخوږي دولت د واکمنۍ له لاري د ستراتېژيک عُمق په لټه کي دي . هندي واکمنان، په خپل روَڼ سره په افغانستان، بلوچستان او کراچي کي پاکستاني دولت ته د بېلابېلوستونزو اوکړکېچو په پيدا کولو سره هڅه او کوښښ کيي، چي په هندي کشميرکي د پاکستاني پوځ اوکشميري جنگيالو د بېلتون غوښتني او تروريستي عملو مخه ونيسي . البته، په افغانستان او مرکزي اسيا کي د ارزانه اومو موادو موندنه؛ او خپلو صنعتي توکو ته د بازار  پيدا کول د هند او پاکستان د سياسي –  نظامي سياليیو يو بل مهم اړخ دئ . خاوره زموږ، وينه زموږ او بربادي زموږ ؛خوگټي او هدفونه د دوی!  دې ته نو زموږ د عوامو په ژبه وايي : رذالت، منافقت او شيطانت . 


موږ او تاسي گرده گورو، چي هر بهرنی هيواد  د خپلو سياسي، اقتصادي او ستراتېژيکو گټو د تحقق له پاره په څونه سپين سترگۍ او سرټمبگۍ څه څه نامشروع او خاينانه کارونه نه کيي؛ خو په افغانستان کي د پردو لښکرو او تحميل سوی حکومت بېلابېل پلويان د خپلي خاوري او ملي نواميسو د ساتني مشروع  او وياړلي رسالت ته، په څه ډول وارخطا او اندېښمن دي؟ مگر زموږ پلرونه او نيکونه په تشو لاسو له پرنگيانو او نورو يرغلگرو سر ه نه جنگېده؟  فرق او توپير يوازي په دې کي دئ، چي هغوی ته د وطن، افغانيت او خپلواکۍ په لار کي سر، مال، ناموس او اولاد ټول هيڅ وه؛ خو اوسنييو ته  وطن، افغانيت او خپلواکي ټول هيڅ دي .


 


د دې تش په نامه افغانانو د بې غيرتۍ خبري به يوې خوا ته کښېږدو، مهمه پوښتنه دا ده، کله چي د پردو لاسوهني او بريدونه داسي مکرجنه او مرموزه بڼه ولري، بيا نو امريکا چوڼۍ له خپلو اټومي وسلو او پرمختللو جنگي وسايلو سره، زموږ څه درد دوا کولای سي؟


 


زموږ وياړلئ ملي تاريخ په ډاگه ښيي، چي د افغانانو مړانه او غښتلوالی د اټومي وسلو يا نورو پرمختللو وسلو په تر لاسه کولو کي نه، بلکي د هغو په يووالي، سرښندنه او خپلواکۍ غوښتنه کي نغښتی دئ .  جنگي تجهيزات، وسايل، ښوونه او روزنه، اکمالات او داسي نوري اړتياوي گرده پر خپل ځای د اهميت وړ خبري دي؛ خو بې پياوړي ارادې، يووالي، خپلواکۍ غوښتونکو ولولو او مړاني د نړۍ هيڅ ډول جنگي، تخنيکي او لوژيستيکي وسايل څوک له ماتي نسي ژغورلای . ايا له بې ساري پوځي او اقتصادي برلاسي سره سره، د برتانوي او روسي امپراطوريیو شرمناکي ماتي، د دې ځلانده حقيقت ښکارندوی نه دي؟  تاريخ شاهد دئ، چي د افغانانو جنگي تجهيزات او لوژستيکي سامان آلات نه له پرنگي لښکرو او نه هم له سره پوځ سره د مبارزې پر مهال د هيڅ راز پرتلې وړ وه .  زموږ د تاريخ په نورو ملي معرکو او حماسو کي هم د جنگي تجهيزاتو او مهماتو همدا حال ؤ.  له امريکايانو او نورو ايتلافي لښکرو سره روانه جگړه هم کټ مټ همدا بڼه لري . واقعيت دا دئ، چي افغانانو تل د ملي غرور،  ناموس پالني ، خپلواکۍ غوښتني، اسلام دوستۍ او نورو مېړنييو دودو پر بنسټ، له ټولو استعمارگرانو څخه ميدان گټلئ دئ . 


 


زه د پاکستان او ايران د اټومي وسلو له بابته وارخطا او اندېښمنو هيوادوالو ته  دا پوښتنه وړاندي کوم : ايا کوچني يا لوی بت ته سجده کول، دواړه د بت پالني مانا نه لري؟


 ايا دا خبره عقل او منطق مني، چي د پاکستان او ايران له بيري، د امريکايانو د مرييتوب طوق په غاړه کي واچوو؛ او د خپلي سرلوړي خاوري واک ور ورسپارو؟  


هو! دا خبره مي اروېدلې ده؛ او تر ډېره ځايه معقوله هم ايسي، چي که سړی د دوو بلاوو تر منځ راگير سي، بايد د هغي بلا خواته ور نيژدې سي، چي کمزورې او لږ خطرناکه يي (وي) . زما له نظره خو د پاکستانۍ، هندۍ، ايرانۍ، عربۍ، چينۍ، روسۍ، امريکايي او نورو بلاوو تر منځ يوازي په رنگ او جوله کي توپير دئ نه په خوی او عادت کي . مگر دې ټولو بلاوو په تېرو دېرشو کالو کي د خپلو حيواني او رذيلانه نخشو د پوره کولو له پاره، زموږ  بېوزلي جونگړي ته اور وانچاوه؟


 ایا له دې ټولو بلاوو څخه يوې زموږ پر بې گونا وينو او سرونو صرفه وکړه؟


له څو وطن پلورونکو او بې وجدانه مزدورانو پرته، چي تور ته سپين او سپين ته تور وايي، نور درست افغانان په دې  حقيقت پوهېږي، چي غوا توره او شيدې يې سپيني دي . زموږ خلگ وايي : « نه کل ماند، نه کدو، خاک بر سر هر دو.» زه وايم : خدای دي د ټولو بلاوو مخ ورک کي؛ که توره وي يا سپينه، که سره وي یا زرينه . له بلا څخه د نېکۍ او ژغورني تمه، اصلاً د عقل او منطق کار نه دئ؛ ځکه موږ  ټولو په خپل غملړلي کور( افغانستان)کي د دې بلاوو سل ډوله ديدنۍ او مصيبتونه د سر په سترگو وليده .  البته دا خبره د يادولو وړده، چي هر څونه يوه بلا قوي او غښتلې وي، په هغه اندازه  د هغې له منگولو څخه ژغورنه  سخته او گرانه ده .


 


لکه څنگه چي مخکي هم اشاره وسوه، گاونډيانو او د سيمي ځينو مغرضو دولتو له اوږدوکلو، په تېره بيا تېرو دو دېرشو کلو راهيسي زموږ په کورنييو چاروکي خونړۍ لاسوهني کړي دي؛ که يې؛ او که يې لاس بر سو نور به هم درېغ ونکړي؛ خو موږ په خپله  هم هغوی ته د دغه راز لاسوهنو د لارو چارو په برابرولوکي له ملامتۍ او پړتيا څخه اوږې نسو سپکولای؛ مثلاً که ببرکيانو د سره پوځ له راتگ سره مرسته نه وای کړې، پاکستان، ايران، هند، چين، عربو، امريکا او لوېديځو هيوادو ته د دونه خونړييو او بې شرمانه لاسوهنو لار څنگه هوارېده؟  که طالبانو، القاعدې او نورو افراطي ډلو ټپلو ته غېږ نه واي پرانيستی، نو امريکايي کاوبايانوبه څنگه د شمالي اتحاد د تورمخو مزدورانو او نوکر صفته کرزي په کومک زموږ د پلرو او نيکو پر سرلوړې خاوره وحشيانه يرغل کولای؟  دا پلمه او بهانه خو له ورايه طالبانو په لاس ورکړه .


دا دئ خرڅ سوی کرزی، جنگي جنايتکاران او د ايتلافي قواوو تر وزرو لاندي ناست ډول ډول مزدوران اوس د امريکايي چوڼييو په «رسمي کولو» او « قانوني کولو» سره، د بېلابېلو لاسوهنو يوي بلي خطرناکي ماجرا غوښتني ته لمن وهي .


 


دا خبره هيڅ وضاحت ته اړتيا نه لري، چي د امريکا د دايمي لښکرکوټو په تداوم سره به هر مغرض گاونډی او سيمه ييز ځواک د بېري اوگواښ احساس وکي . دا حقيقت هم بې دليله څرگند دئ، چي انسان، حيوان او حتا نبات د بيري او اضطرار په حال کي، خطرناکو عکس العملو ته لاس اچيي( اچوي) . نتيجه به داسي، چي په پروني او ننني لاسوهونکي دولتونه به په خپل ټول توان سره زموږ په هيواد کي د جگړې، وينو تويولو او ورانۍ بهير ته ملاوي وتړي؛ جنگ، وحشت او تباهي به زور واخلي . طبيعي خبره ده، چي د دې خونړييو جنگو او وحشتناکو ورانيیو زياتره خطرونه هم تر هر چا مخکي موږ او تاسو ربړېدلو افغانانو ته متوجه دي . له همدې اسيته بايد پرېنږدو، چي د جگړې او تباهۍ د جنايتکارو سوداگرو په دې ظالمانه اورونو کي لولپه سو.


 


زموږ په ملي تاريخ کي د خاوري او ناموس ساتني وياړلي دودونه


مخکي يادونه وسوه، چي د ځينو امريکا پلوه افغان ليکوالو او شننونکو دا اندېښنه هم له بېري خپرولو پرته بل څه نه ده، چي وايي که ايتلافي قوتونه، په تېره بيا امريکايي پوځونه  ولاړ سي، په اټومي وسلو سمبال پاکستاني پنجابيان او ايراني اخوندان به زموږ تاريخي ټاټوبی د اژدهاوو غوندي په يوه اينده د تر ستوني تېر کړي .


 


زما په نظر خو دا ښاغلي له خپل ملي تاريخ څخه تر ډېره حده بې خبره دي . دوی ته د خپلو ملي وياړونو د ور يادولو له پاره مجبور يو، د هيواد ځينو تاريخي پېښواو حالاتو ته يوه ځغلنده کتنه وکړو. البته، ډېرو پخوانو زمانو ته نه ورگرځو؛ ځکه په دې لنډه ليکنه کي یې د تشريح او بيان فرصت نسته . يوازي څه دپاسه درې سوه کاله مخکي زمانه در يادوم، هغه وخت چي زموږ او ستاسي گران هيواد ( افغانستان) په جنوب او ختيځ کي د گورگاني مغولو، په لوېديځ کي د صفوي استعمارگرانو او په شمال کي د شيباني يرغلگرو په منگولوکي ښکېل ؤ؛ او هر استعمارگر ځواک په خپل ټول توان او طاقت سره هلي ځلي کولې، چي زموږ د پلرو او نيکودا سپېڅلې خاوره تل ترخپل استعماري واک لاندي وساتي؛ مگر زموږ سرلوړو او مېړنييو نيکونو سره له دې سختو او ناوړو شرايطو هم هيڅکله  د خپلواکۍ او استقلال لاره پرېنښوده . د سرښندنو او قربانييو په ورکولو سره يې بالاخره وکړای سوه، چي د زړور، هوډمن او مُدبر ملي مشر-  حاجي ميرويس خان هوتک (۱۱۱۹- ۱۱۲۷ هـ ق) په مشرۍ د خپلواکۍ جنډه و رپوي .


 


په نونسمه پېړۍ کي هم زموږ تاريخي مېنه د خپل وخت دوو لويو او مقتدرو امپراطوريیو په منځ کي را ښکېل وه . په جنوب او ختيځ کي پرنگيانو او په شمال کي تزاري روسانو د دې  خپلواکي خاوري د لاندي کولو او مستعمره کولو خطرناک پلانونه جوړول . د دې دوو لويو قدرتو په سياسي او ستراتېژيکو سياليیوکي ريشتيا هم د هيواد ساتنه او دفاع څه ساده او اسان  کار نه ؤ؛  دا پلا بيا هم زموږ  خپلواکۍ مينو پلرونو او نيکونو له خپلو سرو او هست و نېست سره لوبي وکړې؛ خو د دوو لويو بلاوو په منځ کي يې، خپل تاريخي موجوديت او هويت خوندي وساته (که څه هم  ځيني سيمي د استعمارگرو ځواکو د ظالمانه فشارو او مزدورو واکمنانو د خيانانه انقياد طلبۍ په وجه له خاوري جلا سوې).


 


 تر دې تاريخي مثالو چي را تېر سو د رواني غميزي په پيل کي له روسي يرغلگرو سره زموږ د غيرتمنو، سرلوړو اونه تسليمېدونکو وروڼو د نه هېرېدونکو حماسو او قهرمانييو کيسې هم تر اوسه د گردو افغانانو ښه په ياد دي . موږ ټولو په خپلو سترگو و لېده، چي همدغو وږو تږو، لڅو لغړو افغانانو په تشو لاسو د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ځواک –  هغه  بېرونکي دولت چي د نامه په اروېدو سره به يې د امريکا په گډون د ټولو لوېديځو هيوادو د سياسي او پوځي مشرانو پښې لړزېدې-  د تجزيې تر پولي ورساوه .   


 


ځيني متعصب او بې غروره افغان ليکوال، چي له نومو سره يې د افغان ټکی يادول، د افغانيت لوړ نامه ته سپکاوی او توهين گڼل کيږي، په خپلو ليکنوکي تلقين کوي،چي گوندي(گواکي) په افغانستان کي د سره پوځ شرمناکه ماته د شوروي مشرانو لکه  ميخاييل گرباچف، ياکولف، شواردنادزه، يلتسين او نورو مرتدو شوروي مشرانو د خيانتو او د سي . آی . اې . د لاسوهنو نتيجه وه، نه د افغان ولس د سپېڅلي او بې باکانه جهاد . زه وايم، شک نسته چي د اغفال سوو شوروي مشرانو خيانتو او د سي . آی . اې . پراخو او منظمو لاسوهنو د شوروي د وراسته، تړلي او استبدادي نظام د نړېدو بهير چټک کړ؛ خو سره له دې هم په افغانستان کي د شوروي يرغلگرو لښکرو په شرمناکه ماته کي د افغانستان د خپلواکۍ مينو او توريالييو خلگو( نه مزدورو تنظيمي مشرانو او قومندانانو) له سرښندنو او تلپاته حماسو څخه سترگي پټول خيانت، جفا او د واقعيتو تحريفول دي . استعمار گرانو او دهغو ډول ډول ځيره خورانو تل خپلي شرمناکي ماتي پر دې يا هغه شخص، دې يا هغه پېښه تاوان کړي دي؛ خو واقعيتونه د لمر په شان  روښانه دي، چي هيڅوک يې په  دوو گوتونسي پټولای .


 


د پرنگي استعمارگرانو او نورو يرغلگر ځواکو په شان د سره پوځ شړل هم بېل شکه زموږ د غيرتمنو، بې باکو او سر لوړو پلرونو او وروڼو د جانبازيیو نيتجه وه . دا تاريخي وياړ زموږ په وږي تږي؛ خو زړور، مېړني او سرلوړي ملت يا هغو خلگو پوري اړه لري، چي په خپل سپېڅلي جهادکي يې  له خدای تعالی، وطن، خپلواکۍ او ناموس ساتني پرته، بل هيڅ نه پېژنده . باور لرم، چي يوه ورځ به امريکايي او ايتلافي پوځونه هم د سرو لښکرو په شان په توبو او فريادونو له دې مېړنۍ خاورې څخه پښې سپکيي .


 


د دې څو مثالو د يادوني هدف دا دئ، چي موږ بايد د خپلو خلگو پر ايمان، ملي غرور، افغانيت، خپلواکۍ غوښتني او زړورتيا پوره باور ولرو . لکه څنگه چي زموږ پلرو او نيکو د افغانيت، ملي غرور او خپلواکۍ ستر ميراث پريښی دئ؛ موږ هم بايد له خپلو ملي وياړونو سره سم د هيواد راتلونکو پښتونو ته د بيري، مريیتوب، پردي پالني ،انقياد غوښتني او بې ځايه محافظه کارۍ درس ورنکړو. خپلواکي د افغانانو روح ده . ريښتنی افغان لوږه، تنده او حتا مرگ مني؛ خو هيڅکله  د چا اسارت او غلامۍ ته سر نه ټيټيي . نه يې د پرنگيانو او روسانو غلامۍ ته سر ټيټ کړ؛ او نه به د امريکايي کاوبايانو او نورو استعماري فرعونانو غلامۍ ته غاړه کښېږدي .


 


البته، دا خبره د يادوني وړ ده،چي د هيواد ساتنه هم ځانته خپلي لاري او اصول لري . زموږ وياړلئ تاريخ ښيي، چي ميرويس، محمود، اشرف، احمدشاه، اکبر، ايوب او داسي نور ټول د جگړې په لومړۍ ليکه کي ولاړ وه؛ د خپلو خلگو او وطن په لارکي تر سر، مال او ناموس تېر وه . مېړني افغانان هم دخپلو ننگيالييو مشرانو د زړورتيا، خپلواکۍ غوښتني او ملي غرور په لېدو سره له هيڅ راز قربانييو نه پر شا کېده . د اصفهان او ډيلي تختونه د همدغو غښتلو، بې باکو او مېړنو افغانانو په توره گټل سوې وه؛ د جگدلک ، ميوند او واڼې حماسې هم گرده په دغو غيرتمنو افغانانو پوري اړه لري .دا چي په اوسنييو شرايطو کي د هيواد مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکي او ملي واکمني له جدي خطر سره مخامخ دي، دليل يې دا نه دئ، چي زموږ مېړنی ولس د خپلي سپېڅلي خاوري د دفاع واک نه لري، بلکي دليل يې دا دئ، چي خلگ هيڅکله دکرزي، فهيم، خليلي، رباني، سياف، دوستم، محقق، گيلاني، مجددي، عبدالله، قانوني او داسي نورو جنايتکارانو او خاينانو تر شا نه درېږي . زموږ  خپلواک او سرلوړی اولس دې فاسدو گوډاگيانو ته تر يرغلگرو پوځو هم په ټيټه او سپکه سترگه گوري .  کله چي د ملت او تپل سوو حکمرانانو تر منځ د کرکي او نفرت دا احساس موجود يي(وي) بيا نو هر څوک د خاوري او ملي نواميسو د ساتني حال په خپله اټکلولای سي .


 


دا خبره موږ  ټولو افغانانو ته څرگنده ده، چي همسايه گانو، په تېره بيا پاکستان او ايران هيڅکله زموږ په وړاندي ښه نيت نه لاره؛ خود ظاهرخان  او داوود خان په واکمنييوکي يې د داسي بربنډو لاسوهنو جرأت نه کاوه، چي اوس يې کيي . هغه مهال زموږ  عامو خلگو د خپلو دولتي واکمنانو پر ضد وسله وال پاڅون نه ؤکړی . عامو خلگو د پردو هيوادو لاسوهنوته دکرکي او انزجار په سترگه کتل . د داوود خان  د واکمنۍ پر مهال د جنرال نصيرالله بابر د رالېږل سوو مزدورانو په شړلوکي زموږ د ولسي پاڅون خاطرې، ټولو ويښو او باخبره افغانانو ته ښې مالومي دي .  د دې خبري مانا دا ده، چي موږ بايد تل د پردو پوځود توپ و ټانک پر ځای د خپلو زړورو او توريالييو خلگو پر پياوړو مټو تکيه وکو؛ او په دې توگه بدسترگو گاونډيانو ته د تيري، لاسوهني او لمسووني موقع ورنه کو.که د پردو په توپ او ټانک څه کېدای سوای، نو د ببرک کارمل رژيم به تر اوسه زموږ پر اوږو سپور وای . 


 


د امريکايي پوځو د دايمي حضور ځيني مخکښان او مناديان ادعا کيي، چي که په افغانستان کي د روسانو تر وحشيانه يرغل مخکي، د امريکايانوهمېشنۍ چوڼۍ جوړي سوي وای، نو د کريملين لېونييو واکدارانو به هيڅکله پر افغانستان د تېري سوچ نه وای کړی؛ او په دې توگه به اوسنی دېرش کلن ناورين هم نه پېښېدی . اما دې هويت بايللو داځلانده حقيقت هېر کړی دئ، چي که د داوود خان رژيم په افغانستان کي امريکايي چوڼييو يا نورو پردو عسکرو ته د دېره کېدو اجازه ورکړې وای، هغه مهال به د داوود خان او شاه شجاع تر منځ هم هيڅ توپير نه وای؛ او په درست  افغانستان کي به يې پر ضد داسي ملي او ولسي پاڅونونه پيل سوي وای، لکه پرون چي د روسي استعمار د نوکرانو او نن چي د امريکايي استعمار د مزدورانو پر ضد په دونه درزي او دربي روان دي . 


 


د امريکايي عسکرو يا امريکايي چوڼييو منتر وهلي پلويان او خواخوږي بايد په دې روښانه حقيقت ځانونه پوه کړي، چي پردي پوځونه او پردۍ چوڼۍ زموږ د خلگو له خپلواکۍ بخښوونکو مبارزو، ملي غروراو نه هېرېدونکو حماسو سره کلک تضاد لري . تاريخ شاهد دئ، چي زموږ پلرواو نېکو حتا د نورو د سر، مال او ناموس د ساتني له پاره ويني توی کړي دي، دا به څنگه ممکنه يي (وي) چي د خپلي سپېڅلي خاوري واک او اختيار پردو لښکرو ته وسپاري؛ خپل ملي نواميس په پردو عسکرو وساتي؟ !  ماته خو دا خبري خيال، محال او جنون ايسي . آزادي، استقلال، وطن ساتنه او ملي غرور د افغانانو په وینو کي اخښل سوي دي .  هيڅ يرغلگر لښکر په خپلو بېرونکو وسلو يا وحشتناکو وژنو سره زموږ د خپلواکۍ، افغانيت او ملي غرور لوړه روحيه نسي وژلای .  له دې امله ناڅاپي نه ده، چي د ميوند د نه هېرېدونکي حماسې قهرمانه افغاني شازلمو ته په خپل خطاب کي وايي :


که په ميوند کي شهيد نه سوې!


خدایږو لالييه بې ننگۍ ته دې ساتينه!


توري وهه بری به مومې!


که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه


په تور توپک ويشتلئ راسې!


د بې ننگۍ احوال دي مه راځه مينه!


 


وگورئ، علامه اقبال لاهوری (۱۸۷۷- ۱۹۳۸ع) د افغانانو هېبتناکه ټاټوبی په څه شأن او پرتم تعريفوي :


سر زمينی کبک او شاهين مزاج


آهوی او گيرد از شيران خراج


در فضایش جره بازان تيز چنگ


لرزه بر تن از نهيب شان پلنگ ( لاهوری، کليات :  مثنوی مسافر ۵۷) .


 


دا او دې ته ورته زرونه لنډۍ، شعرونه او روايتونه زموږ د مېړني اولس د هيواد پالني، خپلواکۍ غوښتني او لوړ ملي غرور روښانه مثالونه دي .  


 


د امريکايي عسکرو او چوڼييو پلويان نسي کولای له يوې خوا د امريکايي اډو د دايمي حضور پلوي وکي؛ او له بلي خوا د ملي قايد –  ميرويس خان، شاه محمود، شاه اشرف، لوی ټولواک – احمدشاه بابا، وزير اکبر خان، غازي ايوب خان، غازي امان الله خان او سلگونو نورو زړورو اتلانو او ملي مشرانو د نارينتوب او افغانيت  لاپي و وهي . د شاه شجاع، ببرک کارمل او حامدکرزي په څېر د پردو پوځوپه مټ زموږ د خاوري، ملي نوامیسو او خپلواکۍ ساتني پوچه ادعا، په څرگنده زموږ د مېړنييو پلرو او نيکو په وياړلو شملو ډرۍ وهل دي .


پاته لري

Copyright Larawbar 2007-2024