لغمان: د اربکيو پر مېلمستون ځانمرګي ۴ مړه ۱۴ زخميان کړل

د لراوبر اداره | مې 23rd, 2011


طالبانو خبر ورکړ چي نن غرمه ۱۲ بجې يې د لغمان د عليشنګ وسوالۍ په نجيل کلا  کي د اربکيو پر مېلمستون ځانمرګی بريد کړی چي ددوی په وينا ۴  لوړ پوړي اربکي پکښي وژل سوي او ۱۲ نور زخميان سوي دی . خو د لغمان دولتي چارواکي بيا وايي چي پېښه په يوه هوټل کي رامنځته سوې ده چي څلور تنه قومي مشران پکښي وژل سوي او څوارلس کسه زخميان سوي دي .


د طالبان وايي چي امريکايي جنرال پټريوس دعراق له جګړې نه په تجربې سره په افغانستان کې هم داربکيو په نامه دپوليسو يوخاص ملت ځورونکي بانډ رامنځته کړچې ترڅو وشي کړاي په افغانستان کې دامريکايي عسکرو پرځای دغه ځواک مرګ ته ځان ورکړي اوددوي دعسکرو تلفات راکم کړي  .


د طالبانو لخوا په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چی اربکي پر دوی بريدونه کوی او پر بهرنيانو د بريدونو پر مهال دوی ته مزاحمت کوي ، طالبان وايي چي ځکه نو تر بهرنيانو وروسته پر اربکيانو بريدونه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024