کور / شعر / زهر

زهر

څوك چي پيسې نه لري هيڅ نه لري
لوږه او تنده يې ايمان وژني
لكه خزان وهلې پاڼه
وي پر مځكه پرته
د هر لوېدلي او د هر شتمن تر پښو لاندې وي
پت هم په خاورو لړي
ننګ، غيرت او شان وژني
زر، پيسې زهر دي انسان وژني


***
چي پيسې ډېرې لري
هر څه لري
نه لوږه تنده، نه ايمان پېژني
زر او پيسې چي لري
خداى ګڼي ځان
له وږيو تږيو سجدې غواړي
نه خپل ځان وژني، نه ارمان وژني
په پيسو اخلي تقدس د انسان
پرې مقدس غوندې انسان وژني
مال او ناموس لوټول هيڅ نه ګڼي
په څو پيسو يې ډېر ارزان وژني
زر، پيسې زهر دي انسان وژني


***
چي له پيسو سره يې مينه نه وي
په زړه كې مينه د انسان لري
خلك هغه هم
هيڅ سړى نه ګڼي
ورته يې مينه لېونتوب ښكارېږي
هسې بې رنګ، بې بويه ګل يې ګڼي
او چي مجنون وي د پيسو د ليلا
هم توريالى او هم اتل يې ګڼي
چي بيا نه ورور، نه سكه خور پېژني
چي يې روزلى وي د ګل په رنګه
نه هغه پلار، نه خوږه مور پېژني
تر منځ يې زهر د بېلتون وپاشي
هر يو تړون، هر يو ارمان وژني
زر، پيسې زهر دي انسان وژني
***


۱۴ اګست ۲۰۱۱م كال
كوټه