کراچي: د بم چاودني ناپېژندلي مړي لاړکانه ته ولېږل سول
لراوبر- پښتونخوا
كراچۍ كښې داتلس اكتوبر په بم چاودنه كښې وژل شوو شل ناپيژندل شوو كسانو مړي لاړكانه ته وليږدول شول چرته چى به دغه كسان خاوروته وسپارل شي دپاكستان پيپلزګوند شهيده شوې مشرې هيواد ته دپيپلز راستنيدلو پرمهال په كراچۍ كښې ددې دهركلى په كاروان كښې ځانمرګى بريد تر يو سلو څلويښت زيات كسان وژل شوي او پنځه سوه ته نږدي ژوبل شوي وه په وژل شوو كسانو كښې دشل تنو پيژندګلوى نه وه شوې چى كله بې نظير بوټولاژوندى وه نو اعلان يې كړى وه چى دغه بې وارثه كسان به په ګړهى خدابخش كښې خاورته وسپارل شي خوپه پينډى كښې په يوه بل ځانمرګى بريد كښې دبې نظير بوټو دوژل كيدلو له امله پردغه اعلان عمل ونشو ددغو ناپيژاندو كسانو مړى دپيپلزګوند لخوا دسندهـ ايالت دوزير اعلى څوكى ته كانديد سيد قام على شاه په مشرى كښې دسوراب ګوټ كراچى څخه ديوه كاروان په بڼه ګړهى خدابخش ته ليږدول شويدي دپاكستان پيپلز ګوند پارلمانى مخكښ پير مظهر الحق ويلي دي چى ددغو ناپيژاندو كسانو پرقبرونو باندې د 18 اكتوبر دشهيدانو په نوم يو مزار جوړ كړل شي.
غــــزل »
« نښتر