کور / تازه خبرونه / ائتلافي ځواکو د ګڼو وسلوالو تر څنګ ولسي خلګ وژلي

ائتلافي ځواکو د ګڼو وسلوالو تر څنګ ولسي خلګ وژلي

٢٠٠٨ مارچ١٣


ائتلافي ځواکونه وايې چي د هلمند د ګرمسېر په ولسوالۍ کي   د ګڼو وسله والو طالبانو تر څنګ څلور تنه ولسي خلک هم وژلي او څو تنه يې ټپيان کړي دي .


وسله وال طالبان  د خپلو ملګرو وژل کېدل نه مني او ادعاکوي چي بهرنيو ځواکونو  پر يوه کلي د يرغل پر مهال شل تنه ولسي خلک وژلي دي .


په عين حال کي د افغانستان د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼي له لاري د سنګين  په ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو سره د جکړې پر مهال د لسو ځانمرګو بريدکوونکو د واسکټونه د نيول کېدو خبر ورکړى دى .


د هلمند په ګڼو سيمو کي تاوتريخوالى روان دى او د تازه پېښو ډېرى قربانيان ولسي خلک دي چي ښځي او کوچنيان هم په کي شامل دي .


ائتلافي ځواکونه وايې چي له دريو ورځو را په دېخوا يې د ګرمسير په ولسوالۍ کي د وسله والو ‎ طالبانو د ځپلو په موخه پوځي عمليات روان دي .


د انګرېزانو وياند سايمن ميلرد چهار شنبې په ورځ    آريانا ټلوېزيون ته وويل چي د ګڼو وسله والو طالبانو تر څنګ يې څلور تنه ولسي خلک چي ښځي او کوجنيان هم پکي شامل دي وژلي او څو تنه يې ټپيان کړي دي ، چي وروسته يې ټپيان خپل يوه روغتون ته ددرملني لپاره لېږدولي دي .


وسله وال طالبان ددوئ او بهرنيو ځواکونو تر منځ د رواني جګړې د پخلي تر څنګ د خپلو ملګرو وژل کېدل نه مني ، طالب وياند قاري يوسف  احمدي ادعاکوي چي بهرنيو ځواکونو د ځايې خلکو پر يوه کلي يرغل ور وړى او شل تنه ولسي خلک يې وژلي  دي .


په عين حال کي د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د يوې خبرپاڼي له لاري د هلمند د سنګين په ولسوالۍ کي  د وسله والو طالبانو څخه د نښتې پر مهال د لسو ځانمرګو بريد کوونکو د واسکټونو د نيول کېدو خبر ورکړي  دي .


په خبرپاڼي کي ويل سوي چي په دغه پېښه کي چاته ځاني زيان نه دى اوښتى .


وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ د نښتې په اړه څه نه دي ويلي .


سنګين د هلمند له ډېرو نا امنو ولسواليو څخه ده چي ډېري خلکو يې د جګړو له ويري خپل کورونه پرې ايښي دي او  نورو سيمو ته يې پښې سپکي کړي دي .