کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ دوه مخالف قطبونه امريكا او روس يو بل ته غاښ چيچي

د نړۍ دوه مخالف قطبونه امريكا او روس يو بل ته غاښ چيچي

پرون په رسينو كې دا خبرونه خپاره شول چې امريكا د ډيورنډپر کرښه  نويو پاكستاني عسكرو ته روزنه وركوي ترڅو د القاعده په وړاندې ښه وجنګيږي اوپه دې موخه يې له مخه د پاكستان دولت ته پيسې او وسلې سپارلې دي، په همدې ورځ په كابل كې د روسيې سفير په سيمه كې د ناټو د پوځي شتون په اړه انديښنه وكړه، د سفير په وينا نړيواله ټولنه ناكامه ده چې په افغانستان كې يې يو پياوړى حكومت رامنځته نه كړ او نور هسې په دې نوم نورو موخو ته لاس كړي چې بيا به د مسكو له غبرګون سره مخ شي.
دا ډول څرګندونې څه تصادفي خبره نه وي او څه ناڅه تړاو سره لري او دا خبرې ډيرى وخت ډيرې لرې لري نښې ولي چې په دې اړه لاندنى بحث د دقت وړ دى:
له هغه چې امريكا په افغانستان او عراق بريدونه وكړل نو د روسيې د نفوذ لمن په ټوليدو شوه او د روس د خوښې كسان هم د امريكا له لوري په وركيدو او پانسي كيدو شول او امريكا هم په دې لټه كې وه
ښه بيلګه يې صدام دى، دده او د روسانو ډيره زړه يارانه وه ان دا چې صدام يوازنى كس و چې په افغانستان يې د روس تيرى ته هر كلى وكړ. دا ډول وژنې هم روس ته يو د خطر زنګ دى او روسيه هم نه غواړي چې په سيمه كې دې د يوه لوبغاړي رول ونه لوبوي.
په ويتنام كې د امريكا له ماتې او په افغانستان كې د روس له شرمونكې ماتې راورسته دا دواړه سيال قطبونه په لوبه كې خره په خره وو، پرته له دې چې مادي خسارات د كوم يوه په نظر كې ونيسو او يا پرې و ګړيږو، خو په دې سربيره امريكا دا ګټه وكړه چې هغه سيمې يې تر خپلې ولكې راوستې چې تر هغه وړاندې پرې روسانو د خيټې اچولو خوبونه ليدل او يو شرمونكى پيغام يې روسانو ته د افغانانو په مټو ورډالۍ كړ.
نو د امريكا د پښو غورځيدلو لپاره روسيه هر څه ته لاس غځوي خو دا  چې د روس اوبه به ورته ځك  وكړي او كنه؟ دا تر وخت وړاندده او وينو به چې څه كيږي؟
روسيه نورغواړي چې خپلې پخوانۍ دښمنۍ ته بيا نوى رنګ وركړي او نور د ځان لپاره د پلويانو موندلو او ځان د يوه ځواك په توګه راپورته كولو لپاره هر څه تر سره كړي او نورېې خپل دايمې سيال(امريكا)ته په ګوټ څنډونو او غاښچيچيو پيل كړى دى، چې ښه مثال يې همدغه د روسي سفير د تيرې ورځې څرګندونې دي.
د روسيې پلويان او زمريان به څو ك وي؟؟
 څرنګه چې روسيه په افغانستان كې په ګونډو شوه او امريكا همدا هم دلته فعال شتون لري او دامريكا مخالفين(طالبان) هم تر پخوا ډير په لوبه ګرم راغلي او د اورونو تاونه يې لاپسې غوړيږي!! نو روسان غواړي له همدې موقع نه دا ګټه پورته كړي او له طالبانو سره له هرې ممكنې لارې د يارۍ ګوتې خوږې كړي.
كه څه هم روسيه اوس د هر افغان په مفكوره كې دومره مردوده او منحوسه  شويده  چې ګرانه ده طالبان دې د روسانو سره د امريكا په ماتولو جوړ راشي او ددې هدف لپاره دې ورسره تړونونه وكړي، ځكه دا ډول  هلې ځلې روسانو د طالبانو د حاكميت او واكمنۍ پر مهال هم كړې وې خو نه شل شوه او نه څه لاس ته ورنه غلل.
نو د پردې مخ او د لوبې فعال لوبغاړى د روس پخوانى يار چې په اوس وخت كې له هر پلوه د امريكا يو غاښماتوونكى سيال هم ګڼل كيږي، چين رامخته شوى ځكه طالبان هم د روسانو په نسبت له چين نه دومره بده نه مني. دا چې اوس چين دا لوبه غواړي ګرمه كړي، د ثبوت لپاره يې دا بيلګه بسنه كوي: د طالبانو له ماتې دوه كاله وروسته چې دوى بيا د ځواك په حال كې شول، داسې اوازې خپرې شوى چې د طالبانو ددفاع وزير ملاعبيدالله اخوند په پټه د مرستو د راجلبولو په موخه د چين هيواد ته سفركړى دى، ددغه اوازې دومره ګرموالى بې څه نه ندى، ځكه د طالبانو له لوري همدغه(ملاعبيدالله) تحريك ته د مرستو رØ!
 �جلبولو لپاره ټاكل شوى وو او په همدغه مرستو ټولولو لګياوو چې دوه ځله د پاكستان د  چارواكو له لوري ونيول شو او اوس هم په همدې برخليك اخته دى، چې دا خبره چين ته دده د سفر د ثبو ت لپاره يو دليل بلل كيدلاى شي.
د يادونې بله خبره داده چې له پيله په سيمه كې د ناټو له شتون سره چين او روس جوړ نه وو او د شانګهاى غونډه د ناټو لپاره د سيال موندلو يوه هڅه وه، هغه غونډې ته د طالبانو له لوري ليك ورليږل او د غونډې له لوري ورته مخالف دريځ نه نيول په خپله ددغه دواړو(چين او طالبانو) د ګرمو اړيكو د درلودلو ښكاروندويي كوي. ايران هم چې د روس له پخوانيو يارانو نه دى، په دې تورن دى چې له طالبانو سره پټې مرستې كوي.او هغه به هم بې ونډې نه وي.
د جګړې ډګر به بيا هم افغانستان وي
 كه امريكا مخامخ د روس دمرستو په مټو ماته شوه خو روس هم د مقدس جهاد په نوم د امريكا په مټو په ګونډه شو، د ا ځل به لوبه هماغه پخوانۍ وي، يوازې د تلې پلې به سرچپه واوړي او داد شرم نوم(ماتې) به امريكا وګټي.
هغه وخت دجګړو او بريو ګټې امريكا يوړې، مړه افغانان شول او دربدره هم دوى شول خو دا ځل به هم د پردې تر شا روس، چين او ايران وي او د ستيج چارې چې د روس د ماتې پر مهال مجاهدينو په مخ بيولې، اوس به يې طالبان په مخ وړي. دوى به د اسلام په نوم ځكه ښه ګټه وكړي چې طالبان هسې هم د اسلام د ټيكه دارۍ څو كلن سوانح لري. د جګړې ډګر به ځكه افغانستان وي چې يو خو په همدې سيمه كې امريكا چې د روس غوڅه سياله ده، شتو ن لري نو روس هم غواړي همدلته يې ريښې خنثى كړي او بل به هماغه نوم چې امريكا دوى پرې مات كړي وو(مقدس جهاد) دا ځل به امريكا پرې ماته كړي چې دا به ددوى لپاره په زړه پورې Ú!
 �واب او غچ اخستل وي.
لوبه به هماغه د امريكا پخوانۍ لوبه او فرموله وي خو يوازې لوبغاړي به لوري او طرفونه سره بدل كړي نور به د لوبې ډګر تغيير نه خوري ځكه تر دې ښه ډګر موندل ورته دواړو ته ناشونى دى.
كه هغه وار ګټه امريكا وكړه دا ځل به ګټې د چين او روس هيوادونه وړي.
د وينو قيمت او بيه به بيا هم تر ډيره افغانان وركوي، وطن به د افغانانو دل كيږي خو لوبه به د روس او امريكا ګرمه وي.
اوس ملاعبيد الله د پاكستان په منګولو كې پروت دى نور د (سي، اى، اې) ځيركتيا ده چې له عبيد الله نه دا رازونه څنګه را وباسي چې ايا دا سفرونهپه  ريښتياده  تر سره كړي دي او كنه؟ اودا به هم وخت ته پريږدو چې لوبه به هماغسې ګرمه په مخ لاړه شي چې امريكا روانه كړې وه او كنه بيرته به پكې روس ته د سر په كاسه كې اوبه وروڅښي؟؟؟