طالبانو د بی بی سي ادعا درواغ وبلله
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی پرون بی بی سی خپرونی د یو نامعلوم شخص ( مفتی رحمانی ) په نوم د یو مجهول الهویه نفر سره د طالبانو د ویاند په حیث مرکه خپره کړې او هغه ادعا کړې وه چی ملا محمد عمر طالبانو ته هدایت کړی چی د سړک جوړونی شرکتونو ته به نور مزاحمت نه جوړوﺉ .
ذبیح الله مجاهد وایی چی اول خو موږ دا شخص نه پیژنو او د طالبانو ویندویان صرف قاری محمد یوسف احمدی او ذبیح الله مجاهد دي او بس . دوهم دا چی د بی بی سی دا عمل د ټولو ژورنالیسټی اصولو خلاف ورزي بولو او سخت یې غندو ، او درېیم دا چی د بیا رغاونی هره هغه پروژه چی د ځان سره وسلوال ساتونکي لری او هغوی په کراتو سره پر موږ بریدونه هم کړي نو موږ دغسی پروژې چی د پنتاګون او نورو مرموزو شبکو لخوا تمویلیږی د اشغال غیر وسلواله پروسه بولو او هیڅ اجازه نه ورکوو .