کور / تازه خبرونه / ناټو وايي په سهېل کي يې بل سرتيری ووژل سو

ناټو وايي په سهېل کي يې بل سرتيری ووژل سو

د ناټو لخوا په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ( د جون ۶ مه ) يې د افغانستان په سهېل کي د بمي چاودني په ترڅ کي يو سرتيرﺉ ووژل سو ، په خبرپاڼه کي دا نه دي راغلي چي چاودنه پر سرتيري سوې وه که يې پر ټانک ، ناټو د خپلي پوځي پاليسۍ له مخي د وژل سوو سرتېرو هويت او د وژني دقيق ځای نه څرګندوي .